د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمولوي صالح محمد هوتك په لیکونو او شعرونوکي طنز

پوهنمل محمود نظری 24.11.2011 18:13

صالح محمد هوتك د فيض محمد خان زوى؛ په( ۱۲۶۷ ل )كال د كندهار ښار په يوه روښان اندی كورنۍ كې زېږېدلى او لومړنۍ زده كړې يې په خپل كورني چاپيريال كې ترسره كړې ده او له كوچنيتوبه د خپل مورنۍ نيكه عبدالروف خان خاكي تر روزنې لاندې و.

مولوي صالح محمد تر مدیریت لاندې د كندهار لومړی اونیزه (طلوع افغان) په پښتو او دري ژبو خپريدله. او هم يي خپل نظمونه د سراج الاخبار ورځپاڼي ته د چاپ لپاره لیږل
د صالح محمد کندهاري ددډیرو لیکنو او شعرونو منځ پانګه طنزی توکي جوړوي او په دغه وسله يي دپښتون ناوړو دودونو غندله، په ټولنیزپسات یې نیوکې کولې، په تنبلانو شاګردانویې ملنډې وهلی ،اود یرغلګرو بد نیتونه يي رسوا کول
د هوتك صاحب طنزی لیکنې لکه د شریف او ظریف کیسه ، د ښه درس کیسه او نورې لیکنې چې ټولنیز ارزښت یې د پام وړ دی یادولی سو.
مولوي صالح محمد د عبدالهادي داوي یو ښکلی طنزی شعر« په قفس کې د بندي بلبل ژړا»
په پښتو نظم وژباړی اوپه سراج الاخبار کې یې خپورکړ چې موخه یې ازاد ژوند و
د هغه څو بیتونه داسې دي:
یو سحر زما تر غوږ شوله بلبله
په قفس کې یې ژړل دا یې ویله
چې بندي شوم د صیاد له سخته دله
ولې نه پوښتي څوک حال زما یو له بله
ولې نسته بې فغانه کاروبار زما
ولې حبس ابدي راغی په وار زما
دا نظم یې په داسې مهال کې په سراج الاخبار کې خپور کړ چې افغانستان بشپړه خپلواکي نه لرله نو ځکه یې د سراج الاخبار په مینه والو کې یوه لویه هنګامه پیداکړه
په سراج الاخبار كې لومړنى چاپ سوى پښتو شعر هم د مولوي صالح محمد خان دى چې په( ۱۲۹۲ل ) كال دعبدالرحمن خان لودين له يوې يادونې سره نشر سو، د مولوي صالح محمد د شعرونو خپريدلو دوام وكړ د لومړۍ نړيوالې جګړې په ترڅ كې کله چې انګريزانو د تركيې د اسلامي هېواد پر ضد لښكر كشي كوله د افغانستان ملت يې سخت وپاراوه، انګريزانو هڅه كوله چې افغانستان بې طرفه پاتې سي او د افغانستان له تر لاس لاندې امير نه يې د بې طرفۍ ژمنه واخيسته، د سراج الاخبار د( ۱۲۹۴)كال د وري په (۲۶)نېټې په ګڼه كې د مولوي صالح محمد د يوه شعر خپورسو چې پكې راغلي وو:
ته كره د زمكې ګوره
نظر وكړه زما وروره
دنيا ده پر شور راغلې
تورېدلې ، قهريدلې
لوى دول چې په دنيا دي
په يورپ ، كه په ايشيا دي
ټول په جنګ سره اخته دي
په سرو وينو آغشته دي
انګريزان په وير اخته دي
ډېر مغموم خورا خپه دي
همت ګوره د تركانو
د روميانو ، عثمانيانو
انګريزانو د افغانستان بې طرفۍ ته يې په شك وكتل، لومړى يې په برتانوي هند كې د اخبار د دې ګنې د خپريدلو مخه ونيوله او د برتانوي هند فارن سكرټري د صوبه سرحد چيف كمشنر ته وليكل : (( د كابل د شاهي مدرسې يوه تن صالح محمد نومي په پښتو يو شعر ويلى چې خداى المان د برتانيې پر ضد پاڅولى څرنګه چې شعر په پښتو دى نو مطلب يې دا دى چې په صوبه سرحد كې هم نشر سي نو په برتانوي هند كې د سراج الاخبار د اپريل د ۱۶ګڼې د خپريدو مخه ونيسئ !)) او ورپسې يې د انګليس د ((سي . آى . ډي)) يعنې استخباراتو رييس ته راپور وركړ او بيا نو د هند وايسرا د افغانستان امير ته يو له سرټكونې ډك ليك وليكه څو د سراج الاخبار غوسمنه ژبه بنده كړي او بيا نو تر لاس لاندې امير ځواب وركوي چې د سراج الاخبار مدير ته ويل سوي چې پاروونكي مطالب نشر نه كړي او همدا وو چې په سراج الاخبار كې دپښتو نشراتو لومړۍ څپه غلې سوه او څرنګه چې علامه محمود طرزي ته د دې كار دوام د سراج الاخبار په مرګ تماميده نو ځكه يې مصلحتاً د څه وخت له پاره د پښتو شعرونو خپرول وځنډول
د مولوي صالح محمد د هغې طنزی کیسو څو بېلګې راوړو
هغه دیوه ورځ غیرحاضري په طنزی کیسه کې لیکي:
ظریف خپل ملګري شریف ته وویل : راځه نن درس ته نه ځو چېرته بل ځای ته لاړ سو سیل وکړو
شریف په ډېرې هوښیارۍ سره ورنه ځان خلاص کړ او ورته یې وویل : زه د سبق په ورځ سیل او تماشا ته نه سم تلای
ظریف له ناکامه ځان له ولاړ او ورځ یې په سیل تېره کړه . او زړه یې په دې ښه کاوه چې یوه ورځ غیرحاضري په سبق کې کوم تاثیر نسي کولای ، په راتلونکي ورځ چې مکتب ته ولاړ نو په درس نه پوهېده او نا امیدي ورته پیدا سوه .... (داکیسه ترپایه)
همدارنګه «د ښه درس » تر سر لیک لاندې یوه بله په زړه پورې طنزی کیسه کې کاږلي
درې لټ شاګردان چې خپل درسونه یې تیار کړي نه وو د مکتب نه وتښتېدل او یوه ځنګله ته لاړل هلته په ځنګل کې دوی د موږک بچی ولید او په دې ارزو کې سول چې په ده باندې ساعت تیري وکړي او خپل پام ورباندې غلط کړي ، نو دوی دغه موږک بچي ته پیشنهاد وکړ چې دوی سره لوبې وکړي . مګر ده د دوی غوښتنه ونه منله ځکه ده ډېر کار درلود او مجبور وو چې ټول ژمي د پاره خوراک ، څښاک او توښه برابره کړي .... دوی چې څو قدمه وړاندې تېر سول هلته یې ؛سوی؛ ولیدله . دوی سوی ته هم پیشنهاد وکړ چې موږ سره لوبې وکړه . مګر هغې منفي ځواب ورکړ او د دوی غوښتنه یې ونه منله .... وړاندې لاړل هلته چې ګوري مرغۍ په نظر ورغله . دا مرغۍ بې پروا چرېدله او خوږې نغمې یې ویلې . هلکانو فکر وکړ چې دا خو هېڅ کار نه لري او موږ سره په ساعت تیري اخته سي مګر مرغۍ ردځواب ورکړ..... (دا کیسه تر پایه)
د مولوي صالح محمد مهم اثار: پښتو ژبه: په دوه ټوكه كې ،د پښتو صرف و نحو،پښتو اطاعت اولى الامر ،پښتو مثنوي او داسې نور دی
د مولوي صالح محمد په حبیبیه لیسې کې د ښوونکی دنده او هم دوې دورې د نهمې او لسمې دورې کي دکندهار د خلکو له خوا په ملی شورا کی وکیل و
دغه نوميالى شخصيت په( ۱۳۳۹ لمريز )كال د وږي د مياشتې په څلورمه نيټه د اويا كلونو عمر په شاوخوا په كابل كې وفات او په كندهار كې خاور ته وسپارل سو