د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څه چې ممکن دي

احمدجان اریوزی 24.11.2011 04:11

د پرتګال هیواد د پایتخت د لزبون د ښار په کنفرانس کې چې د اکتوبر په اوه ویشتمه په دوه زره لسم کال کې د ناټو د غړیو هیوادونو په ګډون جوړ شوی و ، فیصله وشوه چې تر دوه زره څوارلسم کال پورې د ټول افغانستان د امنیت د ساتلو مسوولیت افغان امنیتي ارګانونو ته سپارل کیږي . دوی دې مرحلې ته د لېږد ( انتقال ) د مرحلې نوم ورکړ.
د هرې ورځې په تیریدو سره دوه زره څوارلسم کال رانږدې کیږي . بهرني ځواکونه د افغانستان څخه وتلو ته ځانونه تیاروي او په تدریجي توګه د سیمو مسوولیت افغان ځواکونو ته سپاري .
د امریکا متحده ایالات او د کابل د ادارې اولس مشر په کلکه وايي چې دا بهیر په شا نه تلونکی دی.
د ۲۰۱۴ کال څخه د وروسته افغانستان په هکله دکتونکو او سیاسي څيړونکو په ذهنونو کې راز راز تصویرونه موجود دي .
د کابل په اداره کې زیاترو واکمنانو له پاره دا تصویرونه ویرونکي دي .
ددې له پاره چې په افغانستان کې د زورواکی نظام دوام یقیني شي . د کابل په اداره کې واکمنې متعصبې کړۍ تر ټولو زیاته هڅه کوي چې د امریکا د متحده ایالاتو پوځونه د تروریزم په خلاف دجګړې په نوم پاتې شي .
په دې منظور د کابل په اداره کې حاکمه کړیو د خپلوپلویانو چې شمیر یې د دوه زرو څخه زیات و ، د ۲۰۱۱ کال د نومبر په میاشت کې ، یوه غونډه جوړه کړه .
په دې غونډه کې ښاغلي حامد کرزي د کابل د ادارې مشر ، ددې له پاره چې څوک یې انتقاد نه کړي یو شمیر کم اهمیته شرطونه وړاندې کړل . او دده په دې کم اهمیته شرطونو د غونډې ګډون کونکو شخوندونه ووهل او د دې تړون د لاسلیک غوښتنه یې وکړه.
خو د دې فرمایشي غونډې ګډون کونکو دا پوښتنه ونکړه چې : که افغانستان د ګاونډيو هیوادونو له خوا د تیري لاندې راځي د امریکايي پوځونو دریځ به څه وي ؟
په یاده شوي غونډه کې یو شمیر کسانو یوازې د ګاونډیانو ( ایران او پنجاپ ) د دفاع له پاره ویل چې د افغانستان خاوره دې نورو هیوادونو په ضد نه کارول کیږي .
که دا تړون لاسلیک نه شي :
که بهرني پوځيان د افغانستان څخه ووځي څه به پېښ شي ؟
دلته د زورواکو کړیو د تشویش په هکله غږیږو، چې په دې هکله یې لري . په افغانستان کې یو شمیر زورواکي کړۍ واک چلوي. دا کړۍ د بهرنیانو په مرسته واک ته رسیدلي او دا تیر لس کاله ېې د هغوی په ملاتړ په دې هیواد واکمني کړي ده .
کتونکي ددې ټولو ناخوالو حاکمی متعصبې کړۍ چې کله وار د دین ، کله وار د ژبې ،کله وار د قوم او یا مذهب شاته پټيږي مسوولې بولي .
دې کړیو په افغانستان کې د یوې ملي ادارې د جوړیدو مخنیوي وکړ . دوی په هیواد کې د داسې نظام د جوړیدو چې د ټولو خلکو د پاره د منلو وړ وي خنډ شول. دوی د هیواد اکثریت اولس او په ځانګړي توګه پښتون اولس د واکه بې برخې کړ او یوازې څو تنه غوړه مال پښتو ژبې یې د ځانه سره وساتل.
دا ډلې لکه څنګه چې د دکتورنجیب الله د استعفا څخه وروسته د ډیرو ناخوالو او تراژیدیو مسوول دي همدارنګه په راتلونکي کې چې هیواد د کوم ستونزو سره مخامخ کیږي دا کړۍ او مغرض ګاونډي هیوادونه به یې مسوول وي .
همدارنګه د لویدیزو هیوادونو سیاستوالو او کوماندانانو د افغانستان مسایلو ته ددې متعصبو کړیو د عینکو څخه کتلي او تر اوسه همغه پالیسي مخې ته بیايي .چې د لویدیزوالو ددې غلطو پالیسیو له امله پښتون اولس د تباهي سره مخامخ شوی دی.
د متعصبو تر واک لاندې د کابل ادارې په انکشافي پلانونو کې د پښتنو د سیمو سره د تعصب څخه ډک چلند کړی او دا سیمې یې په مختلفو پلمو سره د متوازن انکشاف څخه بې برخې کړې .
ددې کړیو څخه زیاتو کسانو چې اوس بې شمیره شتمنی یې را غونډې کړي دي ، په افغانستان کې په ۱۳۵۷ کال کې د خلک د دموکراتیک ګوند واک ته په رسیدو سره ، پاکستان او ایران ته په چپلکو او څيرې کالیو کې تښتیدلي و.
اوس دا متعصبه او په فساد تورنې کړۍ په هیواد کې د قدرت زړی تشکیلوي .زورواکو کړیو د قدرت اصلي توکي د دوی څخه د بهرنیو پوځونو ملاتړ، دولتي واک ، پټې او یا جوتې ملیشاوې او د افغان دښمنه ګاونډيو هیوادونو سره ددوی پټې اویا ښکاره اړیکي تشکیلوي .
ددې کړیو غړي دا پوښتي چې که بهرني پوځونه د هیواد ووځي د هیواد پېښې به کومې خوا ته انکشاف وکړي او د دوی رول به په راتلونکي حالاتو کې څه وي .
همدارنګه دا پوښتنه د لویدیز څخه د راغلو په اصطلاح افغانانو چې ځانونو ته مسلکي کسان وايي هم شته . دا چارواکي چې پخوا یې په لویدیزو هیوادونو کې د خوارۍ ژوند تیراوه ، د واکمنو کړیو سره د اړیکو د درلودلو له امله د وزارتونو ، معینیتونو ، ریاستونو او ولایتونو په څوکیو باندې ډډې لګولي دي او د لویدیز څخه د راغلو په اصطلاح متخصیصنو پېښې کوي د دوی د کړنو څخه ښکاري چې د دوی د زیاترو تحصیلي اسناد هم جعلي وي . خو د قدرت د مافیا یوه برخه ګرځیدلي دي .
د دوی د زیاترو هیواد ته د راتګ انګیزه د روپيو غونډول او په لویدیز کې د ارام ژوند کول دی.
دوی اکثریت په لوړه سویه په فساد کې ککړ او په سلګونو میلیونه ډالر یې لوټ کړي دی .
د کابل د ادارې د مشر ښاغلي حامدکرزي د واکمنی په لومړیو ورځو کې خلکو دا باور درلود چې دا د لویدیز څخه راغلی متحصصین به د زورواکانو په خلاف د هیواد په ودانی کې ډیره ونډه واخلي خو له بده مرغه دوی تر ټوپکوالو زیات د فساد په چل پوهیدل .
د هیواد خلک د ټوپکوالو غلو په نسبت ، د نکټايي لرونکو غلو څخه ډیره کرکه کوي .
اوس چې بهرنیو ځواکونو د وتلو نیټه رانږدې کیږي د دوی سره هم دا ویره شته چې دوی به ټول دا امتیازات چې په لاسونو کې لري هغه به دلاسه ورکړي .
په اوسنی مهال کې د هغوی ماشومان په لویدیزو هیوادونو کې په ډيره هوسايي کې ژوند کوي او د هغو هیواونو د ټولو نعمتونو څخه برخمن دي .
په دې ډول دا پوښتنه د هغو میلیونو زده کونکو او تحصیل کړو کسانو سره هم شته چې د بهرنیو پوځونو په وتلو سره به بیا د زده کړو د موسسو دروازې تړل کیږي . د لوړو زده کړو خاوندان به د تر ټولو زیات د سرګردانی ژوند تیروي
لکه چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت د نسکوریدو څخه وروسته د استاد برهان الدین رباني د واکمنی په مهال وتړل شوې. په ټول افغانستان کې یوه ښوونځی هم فعاله نه وه . د ښوونځیو او د لوړو زده کړو موسسو د ودانیو څخه جنایتکارو بانډونو د مرکزونو په توګه کار اخیست .
همدارنګه دا پوښتنه د هغو لس ګونو زرو د امنیتي ځواکونو د غړیو سره هم شته چې ایا دوی به د متحدو پوځونو په توګه پاتې شي او که بیا به هر زورواکي او یا به د هر سیاسي ـ پوځي تنظیم د مستقل پوځ په توګه عمل وکړي .
لنډه دا چې دا پوښتنه په ځانګړي توګه د کابل ښاریانو سره هم شته ، که چیرې بهرني پوځونه ووځي بیا به موجوده واکمن سیاسي ـ پوځي تنظیمونه په خپلو منځونو کې په جګړو پيل کوي . بیا دا تنظیمونه د افغان ، هزاره ، ازبک په نوم کسان وژني . بیا به د کابل په کوڅو کې د ( کورت او قوروت ) پوښتنه کیږي . بیا به د ښځو تیونه پرې او تیري به په کیږي . بیا به د مړو ګډاوې عملي کیږي ، بیا به د سړو په سرونو کې میخونه ټکوهل کیږي ، څاه ګانې به دمړو د جسدونو ډکیږي ، بیا به د خلکو او دولتي شتمنی لوټ کیږي ، کابل به بیا لوټې لوټې کیږي ..................
او یا که بیا به د طالبانو په نوم خلک په ښارونو ننوزي ، د ښځو مخونه به بیرته پټ او د نجونو ښوونځي به وتړل شي . بیا به همغه لوږه او بیکاري راشي لکه چې پخوا وه ...........
همدارنګه د هیواد په میلیونو خلک دا پوښتي : د بهرنیانو تر وتلو وروسته به څه پيښ شي ؟
خلک د هیواد څخه د بهرنیو پوځونو په وتلو سره راز راز تشویشونه څرګندوي : سیاسي کتونکي د ستونزو بهرني اړخ ته ډیره پاملرنه کوي .دوی وایي چې د کابل اداره ددې وړتیا نه لري چې د پنجاپ او ایران په وړاندې مقاومت وکړي .
نو داسې ډیر امکان چې د بهرنیو پوځونو په بشپړ وتلو سره ، امنیتي ځواکونه به په پخوانیو تنظیمي ډلو سره وویشل شي .په هیواد کې پخوانی تجربه بیا تکرار کیدونکي ده . ځکه چې د دوی په باور تر اوسه امنیتي ځواکونه ، ملي نه بلکې د تنظیمونو تر اغیزې لاندې دي .
که چیرې بهرني پوځيان پاتې شي:
او یا د هغوی کومه برخه دلته ځای په ځای وي . بیا هم خلکو نظرونه توپير کوي .
لومړی د بهر څخه راغلي په اصطلاح افغانان چې د دوی په خبره دوه ګوني تابعیتونه لري . داسې جوتیږي چې دوی به ډير خوشاله وي . دوی به د پخوا په شان په لوړو څوکیوناست او په میلیونو ډالرونه به د هیواد څخه بهر خپلو حسابونو ته لیږدوي .
خو د دوی کورنی به په بهر کې اوسیږي او په میاشت کې به یو ځل هلته د دولت په روپيو ځي او راځي .دا ځکه چې دوی به د ویرې نه شي کولی خپلې کورنی افغانستان ته راولي .
د وهم د بهرنیو پوځيانو په پاتې کیدو سره به متعصبې کړۍ ، په دې بشپړ ډاډمن شي چې د دوی واک ته کوم ګواښ نه شته .
امریکایي پوځيان به د پخوا په شان جګړې کوي ،نور به وژني ، خپل به وژل کیږي ، دوی به د متعصبو کړیو واک څخه به ساتنه کوي . کوم چې خلک په هیڅ شکل د دوی شته والي په واک کې نه شي زغملي .
یعني دمتعصبو کړیو دغلطو راپورونو له امله د پښتنو د وژنې تراژیدي به د پخوا په شان روانه وي او پښتون دښمنه کړی به واک د اوس په شان په خپل انحصار کې ولري .
همدا سبب دی چې دا د افغانستان ستونزې د حل د لارې پیدا کول مشکل کیږي .
که ورته ځير شو د افغانستان د ستونزو د اوراي له پاره ساده لار شته ، دا د ستونزو تدریجې حل دی:
دا ستونزې په یوه وار سره نه حل کیږي بلکې د یوې په حل سره د بلې اواریدل اسانیږي .
د سیاست پوهان وایي چې په داسې مرحلوکې باید هغه غوټه پيدا کړل شي چې د هغې په خلاصولو سره د نورو غوټو خلاصول اسانه شي .
د حالاتو په کتو دا غوټې لیدل کیږي :
• د زوراکو او متعصبو کړیو حاکمیت
• د مخالفو وسله والو ډلو موجودیت
• د ایران او پنجاپ بې شرمانه مداخلې اوتیري
• د هیواد اقتصادي وروسته پاتې والی
د کتونکو په باور سره اساسي غوټه د زورواکو کړیو او متعصبو ډلو حاکمیت دي چې په هیواد کې د ډيرو ستونزو زیږونکي ګڼل کیږي .
د افغانستان د شرایطود څيړونکو په قول ، د زورواکو متعصبو کړیو واکمني ددې سبب شوي ده چې وسله وال مقاومت وزیږي او په هیواد کې سوله او ارامي د ګواښ سره مخامخ شي .
همدارنګه ددې متعصبو کړیو په شته والي کې ایران او پنجاپ په افغانستان کې خپلو پټو او جوتو مداخلو ته شدت ورکړ . او پنجاپ د افغان وسله والو مخالفینو څخه په خپله ګټه کار واخیست.
دا په دې مانا چې د زورواکو متعصبو ډلو واکمني د ستونزو یوه اساسي غوټه ده چې د هغې په پرانستلو سره نورې ستونزې حل کیږي .
کله چې لویدیزوالو د طالبانو په وړاندې جګړه پيل کړه نو همدا زورواکي متعصبه کړی د هغوی د جګړې په لومړی لیکه کې جنګیدلې او د هیواد په شمال کې په زرګونو پښتانه د طالبانو او القاعدې په تور ووژل . په سل ګونو زره پښتانه یې دې ته اړ کړل چې خپلې سیمې پریږدي.
واکمنو متعصبوکړیو د تروریزم په ضد جګړه د پښتنوپه ضد په جګړې اړولي ده . په دې ډول زورواکو او په فساد لړلو ډلو په افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو مداخلو او تیریو ته لاره هواره کړه .
ګاونډي هیوادونه که د یوې خوا هیواد ته وسله والې ډلې رالیږي نو بلې خوا ته د ځينو زورواکو کړیو سره یې هم پټې اړیکي ساتلي دي. ځینې کړۍ د کابل په اداره کې د مغرضو ګاونډیانو د نفوذ مهرې تشکیلوي .
د کابل په اداره کې د دې کړیو دا ډول شته والی دی چې د پنجاپ اداره او د تهران متعصب پاشیستي حکومت د کابل د ادارې سره امرانه چلند کوي .
د افغانستان د شرایطوڅخه په څيړلو دې نتیجې ته رسیږو چې په هیواد کې د ټولو سیاسي ، امنیتي، اقتصادي ستونزو مهم سبب په کابل کې په جنایتونو تورنو ، په فساد لړلو کړیو حاکمیت دی.
دا متعصبه کړۍ په دې پوهیږي چې د بهرنیو پوځيانوپه شته والي کې د دوی واکمني تضمین کیږي . دوی د خپلې واکمنۍ د تضمین له پاره په مشورتي غونډه کې د امریکا څخه وغوښتل چې د کابل د ادارې په چاروکې به لاس نه وهي .
د ( لاس نه وهلو ) څخه ددې کړیو موخه دا ده چې لویدیز هیوادونه به د واکمنو کړیو حاکمیت ته ګواښ نه پیښوي .
خو یو ټکی چې تر هر څه مهم دی دا دی تر هغه چې موجوده په فساد لړلي ، په جنایتونو تورنې ډلې په افغانستان کې واک وچلوي هیڅکله په افغانستان کې د ارامی تامین ممکن نه دی.
لویدیزو هیوادونو دا زورواکي متعصب او په جنایتونوتورنې ډلې واک ته رسولي دي او دا لس کاله د دهغوی د تر ملاتړ لاندې دا ډلې په هیواد واک چلوي .
اوس که په رښتیا نړیواله ټولنه غواړي چې په افغانستان کې سوله او امنیت تامین شي نو لکه څنګه چې یې زورواکي متعصبې کړۍ واک ته رسولي دې باید په همغه ډول یې د واکه را کوزې کړي . په جنایتونو تورن کسان په نړیواله محکمه کې محاکمه اوجزا ورته ورکړي .
همدارنګه نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې یو داسې میکانیزم رامنځته کړي چې د هغوکسانو په هکله بشري ضد جنایتونه کړي اویا یې کوي ، خلک بې د کوم خطر د احساس څخه خپل شکایتونه او اسناد یوې عادلانه نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي او د عدالت دتطبیق غوښتنه وکړي .
همدارنګه نړیوالې ټولنې ته اړینه ده چې د کابل په اداره فشار راوړي تر څو هغه سیاسي ـ پوځي ډلې چې د بشریت په ضد یې بیساري جنایتونه کړي دي غیر قانوني او منحل کړي .
دا ډيره اړینه ده چې ددې ډلو او د هغوی د مشرانو شتمنی د هیواد په دننه او بهر کې ضبط او په بشپړه توګه د دولت ملکیت وګرځي .
همدارنګه نړیوالې ټولنې ته اړینه ده چې د افغانستان واقعیتونه ، لکه څنګه چې دي په نظر کې ونیسي .
په افغانستان کې ددې متعصبو پاشیستي ډلو د واک په پای ته رسیدو او د یوه عادلانه نظام په جوړیدو سره به ټول افغان اولس د سیاست ډګر ته ننوزي او هغه مهال ده چې په هیواد کې به سوله راشي .
خلک د یوه واقعا دموکراتیک نظام د شتوالی په صورت کې چې د ټولوخلکوحقوق په کې خوندي وي کولی شي د تروریزم او په هیواد کې د ګاونډیانو د مداخلو مخنیوي وکړي په هغه صورت کې په افغانستان کې به د بهرنیو پوځونو شته والي له پاره کومه اړتیا او یا پلمه نه وي . خو د نړیوالې ټولنې داقتصادي شته والي د زیاتوالي ته به ډیره اړتیا ولیدل شي .
او دا هغه څه دي چې تر ۲۰۱۴ کال پورې ممکن دي .