د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دباقی قايل زاده طنز

پوهنمل محمود نظری 14.11.2011 21:25

باقی قايل زاده په کال( ۱۳۴۰ ل) د( ۴۲ ) کلني په عمر مړ سوی دی، د هغه دوې دشعرونو ټولګې یوه د د عقاب ځاله اوبله یې جرقهء آذر چاپ سوی دی .
دلته يې د باز منګولی په نوم یو طنزی شعر د بیلګې په ډول راوړم چې داشعر يې د بیدل د غزلی په پشواز کی ویلی دی
داشعر د ویرې ،زنځیر او زندان په روزګاز کې و یل سوی دی، چې ، هر خوا د دولت ضد مظاهری روانی وي
په دې طنزی شعر کې زورورو ته دزور میدان ښيي، دهغو نا مردانه کارونه غندې چې دوی یې دزور په نامه کوی . او په ملنډو هغه ته وایي که نر ان یاست د فلان کار پرځای دا کار چې د نر انو کار دی وکړئ او په دې ډول واکمنان غندی او نیوکې پر کوی


دچنگال باز د شعر څو برخي

نازم آن مشتی که مغز زور مندان بشکند
تف به آن دستی که دلهای ضعيفان بشکند
پنبه را هر دختری زير لگد خواهد شکست
دارد آن پا قدر کاو خار مغيلان بشکند

ویاړم په هغه سوک چي دزور واکو سرونه مات کړي
تو په هغه لاس چې د خوارانو زړونه مات کړي
پنبه هر جنۍ کولی سی د پښو لاندې کړي
هغه پښه قدر لري چي خار د مغیلان مات کړي
څوک چې ځان زورور بولی نو د زورورو ککرۍ دی ماته کړی ځکه جنۍ لا کولي سي پنبه تر پښو لاندې کړي .

شيشه بشکستن نباشد افتخار سنگ سخت
سنگ اگر مرد است جای شيشه سندان بشکند
تيغ اگر مويی بُرد ضعف ناتوانايی اوست
قدرت شمشير آن باشد که سوهان بشکند
دښېښې ماتول نه دی وياړ د ټینګې ډبرې
ډبره که ښه ده د ښېښې پرځای دی سندان مات کړي
تیغ که ویښه پری کوی دا د هغه ضعف او ناتوانی ده
دتورې قدر په دې کې دی چې سوهان مات کړي
دلته دږیری د خرېیلو او توری توپير بیانوی چې دواړه یو نه دی

تند باد ارلانهء بلبل کند ويران چه فخر
آفرين بادش اگر تخت سليمان بشکند
کلبه ء درويش را هر کس توان سازد خراب
خادم آنم که درب کاخ خاقان بشکند

توند باد که د بلبل ځاله ورانه کړی نه دی ویاړ
افرین يي که تخت د سلیمان مات کړي
د درویش جونګره هر څوک ویجاړولی سي
خادم د هغه یم چې د خاقان د ماڼي ور مات کړي
هر څوک د خوار کور ورانولی سی هغه نر دی چي د سلطان دماڼي ورمات کړي


مردم با عزم دايم لايق تحسين بود
لعنت و نفرين نثار هر که پيمان بشکند

با عزم خلک تل د تحسین وړ دی
لعنت او نفرین په هغه چې پيمان مات کړي
هغه د مر د یو ښه صفت د هغه په وعده او پيمان ولاړ بولی
پيش دانش سحر و جادو زود افتد بر سجود
معرفت آخر طلسم و رمز شيطان بشکند
سفلهء صاحب قدر هرگز سبک نتوان نمود
نيستان کی ارزش رنگ گلستان بشکند
د پوهه مخی ته جادو سحر ژرپه سجده سي
معرفت اخیر رمز د طلسم د شیطان مات کړي
پست هیڅ وخت دقدر څښتن نه سوای سپک کولی
نیستان کله کولی سی دګلستان د رنګ ارزښت مات کړي
د پوهی د ارزښت په هکله وايي چي ناپوه په خبرو د پوه ځای نیولی نسي

داغها دارم ز استبداد و شادم عاقبت
شوخی شمع مزار ما چراغان بشکند
نور وحدت هر کجا تابنده شد پاينده ماند
پف نيارد گرمی خورشيد تابان بشکند
در قيام مردمی پيروز باقی قانع ام
ميرسد روزی که مردم فرق سلطان بشکند
د ظلمونو داغونه لرم مګر اخیر یم خوشاله
د شمع شوخی به زموږ د چراغانو مزار مات کړي
د وحدت نور چي هر چیرې ولګیږي هلته تر تله پاته کیږی
پف نه سوای کولی د لمر توښ مات کړي
زه د خلکو دپاڅون په بریالی توب باور لرم
راځي هغه ورځ چي خلک سر د سلطان مات کړي
په اخیر ددې ټولو ظلمونه چي په ده سوی نه ناهیلې کیږی او د بریالیتوب امید لري





دهغه یو بل طنزی شعر داسې دی :
پيمانه را به دست هوسباز داده اند
ديوانه را وظيفه ممتاز داده انـــــــد

پيمانه يي په لاس کي د هوسباز ورکړی
لیونی ته يي دنده د ممتاز ورکړی


اخځونه
Dw-world.de
Aatash.persianblog.ir
kabulnath.de
asrejadid.org