د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ګڼشمیر ریاضی کتابونو د چاپ زیری

ډاکتر ماخان شینواری 13.11.2011 12:37

د پښتو نړیوالجالونو، رادیوګانو او نورو خپرونو څخه په هیله، چې د دې په تبلیغ کې به راسره ، زما ‏له خواپه ډېره مننه، مرسته وکړي.‏
د ډېرو شمیرپوهنیزو(ریاضیکي) او درې نورو چاپ ته چمتو کتابونو زېری‎ ‎

ګرانو هیوادوالو!‏
هغه وخت چې زموږ د ستر پوه(عالم)، سیاستوال، ساستپوه، ادیب، شاعر له ۳۳ څخه زیاتو کتابونو د ‏نشریدلو په هکله غونډه جوړه شوې وه، ما هم په هغې غونډه کې د ګډون کولو افتخار درلود، چې په ‏خپله وینا مې د خوښئ د اوښکو سره بدرګه کړه او د پوره د مینې احساساتو راپیرېدلو له امله مې ‏وعده وکړه، چې زه به هم تر ۱۵ شمیرپوهنیز کتابونو لیکل په غاړه واخلم. ما وعده کړې وه، چې دا ‏کار به په چټکه سرته ورسوم، خو په دې ترڅ کې ماته له یوې خوا د زړه په سر څلور نلونه ‏‏(بایپاسونه) و تړل شول او له بلې خوا د کتابونو ګڼون یا تعداد راڅخه زیات شو.‏
ګرانو هیوادوالو!‏
ستاسو ډېروخت نیسم او تاسو ته دا خپل اوس چاپ ته چمتو کتابونه در پیژنم. دا دې په ګوته شوې ‏وي،چې زه باید د کتابونو ټول کار یعنې له لیکنې، ژباړنې تر کمپوز پورې پخپله غاړه واخلم، چې ‏په دې توګه مې د شوونتوب پولې پورې د ناټیکاوي مخه باید نیولې وي. ‏
د کنابونو لړئ:‏
لومړی: د برینکمن د لیکنو ژباړې لړئ ده.‏
اول: د پنځم ټولګي څخه نیولې تر ۱۳ ټولګې زده کوونکو لپاره چمتو شوې کتابونه. دا ډېره په زړه ‏پورې او غوره لیکنه ده، ټولټال له پنځه لس شوه(۱۵۰۰) څخه زیات دا لوي مخونه لري،چې نږدې ‏‏۲۰۰۰ دوه زره مخونو کې به په د رې ټوکه کې چاپ سي.‏
دلته د دي متن یا خوندیونه، ډېر تمریونه او د تمرینونو حل ځای نیولی، چې د زده کوونکو، ښوونکو ‏او د نورو مینه والو لپاره د استعمال له امله په زړه پورې باید وي یا دی. دا کتاب د ښوونځیو لپاره د ‏درشي مرستدوی لیکنې په توګه ډېر مهم دی، چې باید زده کوونکي او ښوونکي هم ورته باید ‏لاسرسی ولري. ‏
دوه: ستاتیسکي: دا هم د ښوونځي لپاره په دې موضوع کې غوره لیکنه ده، چې دا هم د خوندیونې یا ‏متن برسیره زیات تمرینونه او حل یې لري.‏
درې: د احتمالوالي شمیرنه: دا هم نږدې درې سوه مخونه خوندې لري او د ښووڼځي لپاره چمتو لیکنه ‏ده. دا هم زیا تمرینونه او د هغوي حل خوندې لري.‏
همدلته له دې امله د ګرانو لوستونکو څخه هیله:‏
که څوک په دولتي اړخ په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت باندې اغیز لرودی شي، باید مرسته ‏وکړي، چې دا کتاب به نږدې درې ټوکه کې د ښوونځیو لپاره د مرستندوی کتاب په څیر چاپ کړي، ‏چې بې پیسو ورته لیکل شوی. دا ډېر ستر کار دی او دا باید زموږ ځوانانو ته په هرډول چې وي ‏وړاندې شي. دې ته بیا ګوته نیسم، چې دا لیکنه او د دې ژباړه ډېره غوره اواړین د کار ده، نو ستاسو ‏څخه بیا د پوره ملاتړ په هیله. ‏
په همدې ډول ، لکه پورته لیکنه، د ستاتیستیک او احتمالوالي شمیرنې لیکنې هم دي. ‏
باور وکړئ، چې د دې پورته درې لیکنو چاپیدل د دولت له خوا ډېر لړین دي، چې بیاد دا په غاړه ‏واخلي.‏
دویم: د پوهنتون لپاره :‏
‏ لاندې کتابونه د ستوتګارت د پوهنتون د سمستري درس لپاره چمتو شوي، چې هر یو یې د یوه ‏سمستر په درس کې تدریس کیږي. دا ټول هغه د پروفیسورانو څخه راټول شوي موضا ت خوندي ‏لري او له بلې خوا د اولم او شتوتګارت د رسمي کلتوري څاګو څخه هم ملاتړ شوي. ‏
‏۱ . کرښیز الجبر
‏۲ . کرښیز الجبر بل واریانت
‏۳ . وکتور فضا
‏۴ . بنسټیزه شمیرپوهنه
‏۵. فنکشنل انالیزې
‏۶. د فرمولونو ټولګه
‏۷ . انالیزې د یوې متحولې یا اوښتونې سره
‏۸ انالیوزې له د وه متحولو یا اووښتونو سره.‏
‏۹. د ګڼونو تیورې یا ګڼونتیوري .‏
‏۱۰ . د ګروپونو تیوري.‏
دریم: زما له خوا راټول سوي یعنې لیکلي کتابونه:‏
‏۱. د شمیرپوهنې ستر کتاب شاید په دوه جلده کې چاپ شي، چې نږدې ۱۰۰ مخونه به ولري.‏
‏۲ . ځمککچپوهنه یا هندسه، چې دکتروشمیرنه او نسبت او ناسب به هم خوندي ولري. دا هم پوره ‏ستره لیکنه ده.‏
‏۳ . ډېرئ پوهنه یا سټ تیوري
‏۴ . د شمیرپوهنې سم اند(منظق)‏
‏۵ . الجبر ( ټولیز یا یونیورزال)‏
‏۶ . شمیرپوهان
‏۷ . ګډوډ شمیرپوهنې څه راټولونې.‏
‏۸ . د شمیرپوهنې د پښتو ډکشنري
‏۹ . د شمیرپوهنې انګریزي پښتو او هغهورسرهبلدو ناپوهوړو لغاتونو ډکشنري.‏
‏۱۰ . د افغانستان په هکله سپینې خبرې
‏۱۱ . مختلف مضامین یا د زړه له کومې
‏۱۲ . له مجلو څخه رانیونه. زما لیکنې.‏
‏۱۳ . د دولسم ټولګي لپاره تمرینونه.‏
دریم: دا هم د برینکمن لیکنه ده او متن ، تمرینونه او حل یې خوندي لري درې نور کتابونه دي:‏
د پنځم تر ا ووم ټولګي پورې قزیک ژباړل شوی، خو دا به بیا وروسته د نور فزیک سره ګډ چاپیږي ‏او دا زما لخوا د خیره یو بل پل(قدم) اخستل وي، چې یو ستر د فزیک درسي مرستندوی کتاب چاپ ‏شي. ‏
پشې مې د اقتصاد لپاره او یوه بله لیکنه په پام کې ده، چې که لوي څښتن راته صحت همداسې راکړ ‏هغه به هم وژباړم.‏
ګرانو هیوادوالو!‏
د کتابونو ژباړه او لیکنه ما په غاړه اخستې، مککن دد یوه یا دوه کتابونو د چاپیدل زماکورنئ په تیره ‏بیا زما لور او ځوي په غاړه واخلي، خو دا چې دا ډېر دي، له تاسو هیله کیږي، چې د دې د چاپ ‏امکانات راته برابر کړئ.‏
زه ستاسو دمرستو په هیله او د دې لپاره دا لاندې په المان کې بانکي نمبره درکوم او د نوروپوښتنو ‏او ملاتړ لپاره زماد برېښنا لیک پته هم مل ده. او په افغانستان کې د تلفون نمره، چې د نومبر د ۱۵ ‏څخه وروسته به فعال وي.‏
دا دې ګرانو هیوادوالو ته هم په ګوته وي، چې زما ځنو ملګرو په دې هکله مرسته کړې، خو ‏کتابونه خورا زیات دی، چې یو څه به په دې چاپ شي او د ونورو لپاره به ستاسو په ملاتړ ځانونه ‏باوري وګڼم.‏
ستاسو ماخان(میږي) شینواري.‏
بسپنه په المان کې په دې پته:‏
Verein zur Förderung der afghanischen Kultur e.V.‎
Kont.n: 115353500‎
BLZ: 37070024‎
E-Mail: Shinwari@Hotmail.de
Tel: (+93)0773138586‎
Afghanistan