د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپارلمان له نامه پرافغانستان نړيوال مه خندوئ

حبيب الله غمخور 13.11.2011 09:47

راسئ ددې پر ځاي چي ددوديزي لويي جرگې دجوړيوسره مخالفت کيږي ،پردې خبره ټينگاروکړوچي لويې جرگې ته ملت رښتياني استازي اوبېله سياسي تعصبه هغوکسانوته دگډون زمينه برابره سي کوم چي کولاي سي دامريکاسره دستراتېژيکواړيکو په هکله دملي گټودعالمانه درک اوهغوي نه ددفاع په موخه گټوري مشورې او نظريات وړاندي کړي . داحتمی نده چي دجرگې ټول گډون وال دکرزی صاحب اودده له پلويانوسره يوشان نظرولري ،حتمی اواړينه خبره داده چي هر گډون کوونکئ په جرگه کښي ملي گټوته لمړی توب ورکړی .

تر ټولووړاندي بايد ووايم چي زه نه دچاويانداونه کوم دچااوياډلې استازيتوب اودفاع کوم  .

ولې ديوه افغان په توگه په هغوحالاتوکښي چي دافغانستان نوم اونښان ته په ملي اونړيواله کچه تاوان رسېږي ،ملي گټې له گواښ سره مخامخ کيږي اويادهرچالخواچي وي له افغان ولس ساره نارواکړنې کيږي  اوياکوم مقام اوشخص دگټوپر خلاف عمل کوي نه يوازي زه بلکي دادهرافغان ايماني او وجداني دنده بولم چي ددغه ډول کړنوپر خلاف مبارزه وکړي اودهغه په وړاندي خپل مخالفت څرگند کړي .

نن مې دشپې ډوډۍ خوړل چي په ملي تلوېزون کښي مي دپارلمان دغونډي ننداره وليدل . دپروگرام وياند وويل چي يوشمېروکيلان ددوديزي لويي جرگې له جوړېدوسره مخالفت لري اودجرگې جوړېدل دپارلمان لپاره سپاکاوی بولي .دوي وايي هرڅه چې  کيږي بايد دپارلمان سره مشوره وسی اودپارلمان هوکړه پرې واخيستل سي . ددوي داڅرگندونې ددې معنالري چي پدې ډول غواړي ددولت اونړيوالي ټولنې څخه دځان په گټه امتيازات ترلاسه کړي،کنه دااړينه خبره ده چي پردې ډول حياتي مسله باندي له ملت سره مشوره وسي  .

اوس به راسو دې خبرې ته  چې دلويي جرگې په هرنامه چي اوس راغوښتل کيږي دافغانستان داساسی قانون د پنځه شپېتمه مادې له مخې دجمهوررئيس صلاحيت دی .پدې ماده کښي راغلي : جمهور رئيس كولاى شي په مهمو ملي، سياسي، ټولنيزو او يا اقتصادي چاروكې د افغانستان د خلكو ټولپوښتنې ته مراجعه وكړي .

اوس کرزی غواړي دده په اصطلاح دوديزي لويي جرگې له لاري دخلکوسره مشوره وکړي . دلته دپارلمان اوبل هر افغان ،سياسي گوندونو،فرهنگی اومدني ټولنو،ملي شخصيتونواودينې سپېڅلو عالمانودنده داوه اوده چي له کرزی نه ئي غوښتي وايی چي پدې جرگه کښي هغوته دگډون امکانات برابرشي کوم چي کولاي سي دملت استازيتوب وکړي .

دبلې خواداساسي قانون په يوسلو لسمه ماده کښي راغلي چي  لويه جرګه په لاندينيو حالاتو كې دايرييږي :((د هېواد د خپلواكۍ، ملي حاكميت، ځمكنۍ بشپړتيا او په سترو مصلحتونو پورې د مربوطو چارو په باب تصميم نيول .))

زماپه نظراوس چي دامريکاسره دستراتيژيک تړون اويادځينوپه خبره داعلامې دلاسليک پر سر خبري روانې دي دادملت په گټه بولم چي دولس له استازوسره په دموکراتيکه فضاکښي مشوره وسي اودوي ته داڅرگنده سي چي ولې دځنې گاونډيانو لخوادخپلو امکاناتونه په استفادې سره دافغانانوپه منځ کښي دلويې جرگې په وړاندي دمخالفت  څرگندولوغوغاجوړه سوېده،يوئي مني اوبل ئې دهيوادپه گټه نه بولي .

بلې ! پدې هر هوښيار چي پر افغانستان ئي زړه خوږېږي  ښه پوهيږي چي داغوغادڅه لپاره اودچاپه هدايت پيل سوې ده . که چيري دملي گټو مسله مطرح وي نوبيابايد سوا ل بل ډول مطرح سي ،هغه داچي دامريکا اويابل هر هيواد سره ستراتيژيک تړون لاسليک  دکومواصولواوافغانستان دته دکومو گټوپر بنياد مطرح دی ؟ دتړون پر مادو بايد چنې ووهل سي چي څومره موږ ته اقتصادي ،پوځی اوسياسي گټې پکښي نغښتي دي،ددغواړېکو په مټ څنگه کولاي سوخپل هيوادله دې ويرانۍ اواقتصادي شاته پاتې والي نه را وباسو.

جالبه ده دهندوستان اوفرانسې سره داډول تړونونه لاسليک سول ،پدې راتلونکی کښي به له اروپايي ټولنې سره هم دستراتېژيک تړون دلاسليک کېدوپه اړه خبري پيل سي ،خوبېله پاکستاني چارواکواو ايراني اخوندانوبل چا څه ونه ويل اوهغوي هم خپل غبرگون په ډيرو ماهرانه اوډيپلوماتيکوالفاظوکي څرگند کړ .

مگر کله چي دافغانستان اوامريکاترمنځ دستراتېژيکوهمکاريودتړون خبره کيږي اوياددې تړون پر سره له افغانانوسره دمشورې  په موخه دجرگې دۍوړېدوخبره مطرح کيږي بيانو له شانگهاي نه تر تهران پوري ټول داکاردافغانستان اوسيمې په گټه نه بولي .دخداي قربان سم پدغه وخت کي چي ددوي گټوته صدمه رسېږي بيانودوي دافغان ولس سره دهم دردی او خواخوږۍ ترشعارلاندي په هرکنفرانس کي همدا يوه خبره کوي چي دافغانستان اوامريکانږدې اړېکي دافغان ولس په گټه ندي اوددوي سيمه ايزوگټوته زيان رسوی .سره له دې چي دافغانستان خلک په ډاگه وايي چي موږ له هيچاسره داسي تړون نه لاسليکوو ،کوم چي ددې خداي ناترسه دوگاونډيانو(پاکستان اوايران ) اوياهم دنوروهيوادوپر خلاف وکارول سي،ولي ددوي چرگ يوه پښه لري وايي خداي يومالگې تروې چي وس مورسېږي په افغانستان کي به دننه ددې اړيکوپر خلاف په يوه اوبل نامه ستونزي راوزېږوو،دوي ديوه پر پښوولاړاوپرمخ تللي افغانستان سره علاقه نلري ،پاکستان نه غواړي چي افغانستان دامريکاسره په اړېکو کښي ددوي ځاي ونسي اوايران بياله دې دوستۍ اودلته له شتون څخه دخپل اخوندي اوپر ملت تپل سوی رژيم دنگېدوله ډاره مخالتف کوي .

ماغوښتل ډير لنډه ليکنه وکړم اولاندي ټکوته په لنډه بڼه گوته ونيسم خودمجبوريت له مخې يوڅه رانه اوږدېږي  .

۱/ دقانون له مخې دهرې غونډې راغوښتل دجمهوررئيس صلاحيت دی .موږ افغانان اوپه درغليوجوړسوی پارلمان کي وکيلان چي اوس په زورځانونه دملت استازي بولي دامسوليت لري چي دغونډي دراغوښتلوپر اجندا،اړينتوب اوغونډي ته پر رابلونکو دهربهرنی هيوادسره داړېکودټينگېدوپر مسائيلو دملي گټوپر بنياد له کرزی سره تودي اوخبري وکړي .

۲/ موږ پدې حساسو شرايطوکي دنړۍ دهرهيوادسره دښواقتصادي ،سياسي اوپوځی اړېکولرلوته اړتيالرو. موږ له پاکستان اوايران سره هم دښمني نه غواړو،خودوي قسم خوړلۍ که زموږ سره دوستي وکړي .

زموږ دهيواد دپراخونړيوالواړېکوغځېدل اودافغانستان دراتلونکي په گټه دپروتوکولواومعاهدولاسليک کېدل دوي دځان په گټه نه بولي اوپدې پوهيږي چي پدې صورت کي به ئي تر ډيره بريده توراوکرغېړن لاسونه دافغان ولس له گرېوان څخه لنډ سي ځکه ئې مخالفت ته ملاتړلې ده .

۳/ متاسفانه په اساسي قانون کښي دلويي جرگې دجوړېدولپاره پدې اوسنيوشرايطوکښي پاټکونه جوړسوی کنه ډير پخو اړينه وه چي لويه جرگه راوغوښتل سي اودافغانستان پر کورنيو اوبهرنيو مسائيلو او اړيکوپه زغرده خبري وسي ،ځکه خو فکرکوم کرزی صاحب دهمدې لويي جرگې دملي عنعنۍ دمخالفينودخوشحالۍ په خاطرددوديزي لويي جرگي نوم ورکړ . ولې پدې بايد هرڅوک پوه وې چي دافغان ولس اراده دغه چي اوس ئي ځانونه استازي بولي نسي تمثيلولاي .

ډير افغانان پد پوهيږي چي غواتوره اوشېدې سپينې دي . گورئ کله چي ايران وغواړي پر موږ فشار راوړی نوافغان کډوال په ژمی اودوبی په ډيره ظالمانه اوغيراسلامي بڼه له خپل هيوادنه باسي .اوکله چي پاکستان گټوته څوک گوته وروړي نوسمدواره ځانمرگی بريدونه يوپه بل پسې مرش سي اومشران ئي چيغه کړي چي بېله موږ هيڅوک دافغانستان مسله نسئ حلولاي .

اوکله چي موږته دننه په کورکې ستونزي راجوړولاي سي هغه وخت نوبيانوري بهانې اوپلمې رازېږوي .

دهغه جملې ،ټول موږ پدې پوهېږواوکه وکيل صاحبان هم گريوانه ته سرټيټ کړي  بې شمېروکيلان سته چي دملت استازي نه دخپلو پيسو استازي دي .تاسو فکر وکړئ هغه وکيل چي په ۳۰۰۰ ياترهغه په کمو،زياتورايوراغلی وي په کوم وجدان ځان دملت استازی بولي ؟داچي دغه رايي ئي څنگه ترلاسه کړي ملت  پد ې ښه پوهېږي .سوال پيداکېږي چي دا ۲۴۹ وکيل صاحبان دملت استازي دي اوملت ددوي خبره مني نوبياولي داڅوکاله په ولسواليوکي ټاکنې نشې کېداي ؟اوولې خپله وکيل صاحب ‌بيله لسو باديگارډانو دکابل په ښارکي نسي گرڅېداي؟ داخوپرېږده چي ېوې ولسولی ته ولاړسي  !

پدې خاطرکه سپينه سره ووايو۹۵ په سلوکي ددې پالمان ددواړومجلسينوغړي دملت استازي نه اونه هم دهغوي په خپلواکه اراده اوخوښي ټاکل سوی دي .پس دابه شرم خبره وي چي هريوراپورته سي اوځان دملت استازی بولي ،دملت داستازيتوب تعريف بل ډول دی.

داټولوته لمر غوندي روښانه ده له هغې ورځې چي دپارلمان دوکيلانوترمنځ پارلمان ته پر راتگ اختلاف اوج ته ورسېد اوکرزی ددې مسلې حل لپاره  د ځانګړې محكمه وټاکل اودهمدې محکې دپرېكړې پراساس ۶۲ تنه وكيلان  پارلمان ته په درغليو سره په راتگ تورن سول او نومونه دوکيلانوله ليست څخه وايستل او پرځاى يې ۶۲ نورو خوابدي كانديدان د ټاكنو كميسيون ته معرفی  کړل.  

داچي داپارلماني لانجه عادلانه حل نسول دابله خبره ده ،خواساسي خبره داده چي زموږ گانډيان  له دغه اختلاف نه دخپلو گټودساتلوپه موخه استفاده کوي .اوس دهمدې وکيلانولخوادپارلمان له نامه نه ددوديزي لويي جرگي دجوړيدوسره مخالفت اعلانېږي  .

دامخالفت پداسي حال کي کوي چي  دهمدې پارلمان دلمړي مرستيال خالد پښتون په وينا ولسمشركرزي د ولسي جرګې له رئيس ابراهيمي سره په ليدنه كې ډاډ وركړى چې دوديزه جرګه به يوازې مشوره وركوي،او له امريكا سره دسترا تيژ يكو  اړيكو د لاسليك په خاطر وروستۍ پرېكړه د ملي شورا د دواړو جرګو صلاحيت دى .

دولسي جرګې لومړي مرستيال خالد پښتون  د شنبې په عمومي غونډه كې وويل چې د ولسي جرګې وكيلانو له ډلې تر دې دمه ۱۷۱ وكيلانو په دوديزه لويه جرګه كې د گډون فورمې ډكې كړي. داخپله ددې معنالري چي دپارلمان اکثريت  په دې جرگه کي برخه اخلي  . مگريوڅودگوتوپه شمير کسان چي دمعينودلايلواوڅرگندوبهرنيواړېکوله مخې بايد دبهرنيوپه هدايت  له دوديزي لويي جرگې دجوړيوسره مخالفت  وکړي . اوخپل مخالفت ته دپارلمان دمخالفت نوم ورکړي  ،پداسي حال کښي چي دادټول پارلمان پرېکړه نده .

بل لوري ته د ولسي جرګې هغه غړوچي په دوديزه لويه جرگه کښي ئې دگډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي ، له امريكا سره د ستراتيژيكو اړيكود لاسليك لپاره د دوديزې لويې جرګې جوړېدل اوپدې هکله مشره د ملي ګټو په خاطر اړين او ضروري بولي .دوي دډله ايزرسنيو استاوسره په خبروکي وويل  په ولسي جرګه كې يوازي ايراني او پاكستاني پلوه وكيلان د دې جرګې له جوړېدو سره مخالفت كوي او د دغو وكيلانو دا دريځ د ګاونډيو هېوادونو روحيه پياوړې كوي .

زموږ ځيني گاونډيان اوددوي لاسپوڅې په مختلفونومونواودلايلوغواړي دافغانستان له سياسي بهير څخه دلويي جرگې کمبله ټوله کړي .زموږ گاونډيان پر پارلمان سربېره ددوي پلاس جوړوسوگوندونو،ډلو ټپلو ،تنظيمونواوجبهوپوسيله هم تلاښ کوي خپلې دغې افغان دښمنې موخې ته ورسېږي ،ځکه خوپدې ورستيوکي دڅومعينو پېژندل سوواشخاصو اوکړيولخواچي دقونومواوژبوپه سوداگروشهرت لري تش په نامه ملي جبهې چي  دملي گټو نه واټنونه فاصله لري  اودولس په منځ کښي ځاي نلري دجوړېدوپه لمړنۍ غونډه کي هم ددوديزي لويي جرگې دجوړيدوپر خلاف ږغ اوچت سو.

هغه سياسي گوندونه چي پدې لسوکلونوکښې ئي کوم رول اونقش  ونسو لوبولاي ،ولي ځانونه ملت اودهغوي گټوته زمن بولي،که ئي زړه کيږي چي سياسي فعاليت وکړي  بايد خپل ملي مسوليتونوته پام وکړي اودملي گټونه ددفاع په واړاندي ودرېږي .

هغوته چي دپارلمان له نامه دافغانستان دسپکاوی لپاره غوغاجوړوي خلک داخبره کوي اوورته وايي ،راسئ سرخپل گرېوانه ته ټيټ کړئ! دهمدې بهرنيانوپه برکت پارلمان شتون لري اودهمدې بهرنيانوپه برکت تاسو دملت داستازوپه نوم پردې ملت ددوي دارادې خلاف تپل سوی ياست .  له بدمرغه اومتاسفانه دهمدې بهرنيانواوامريکايانوپه مټ دبيلډنگو،لکسوموټرو،جايدادونواوپه ډوبۍ کښي دبنگلو خاوندان سولاست ،کنه موږ ته معلوم ياست چي چندان څه مونه درلوده.

دپارلمان ښاغلي وکيلان بايدموږدهيوادلپاره پدې   حساسو اوبرخليک ټاکونکوشېبوملي گټوته جدي پام وکړئ اودادې هم له غوږه نه باسي په هرنوم اونښان ،په هرميتوداوشعارچي څوک دافغان ولس گټوته زيان رسوی دافغان ولس لخوادابدي کرکې اونفرت وژگرځی اوپه هيڅ صورت خپلې نارواکړنې ملت ته دچوپړپه نامه پر هغوي نسي منلاي .

دولسی جرگې دڅووکيلانو اويابلې سياسي ډلې له نامه څخه دادريز چې دوديزه لويه جرگه غير قانوني اوپه هغې کې گډون ئې دپارلمان اتورېطه اوعتبارته زيان رسوي  دملي گټو سره په ټکر کي دئ . ومن الله التوفيق