د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان او راتلونکي خوځښتونه

احمدجان اریوزی 06.11.2011 23:04

په افغانستان کې یو شمیر وګړي او یا سیاسي کتونکي وايي چې په ټولنه کې د یوه اولسي خوځښت اړتیا شته ، تر څو دا خوځښت ددې سبب شي چې په ټولنه کې د یو ژور بدلون رامنځته شي .
دا کسان تر ډيرې اندازې په عربي نړی کې د وروستیو اولسي پاڅونو تر اغیزې لاندې راغلي دي .
یو اولسي خوځښت چې موخه یې د ټولنې د پرمختګ له پاره د زمینه برابروي ، په فرمایش سره نه رامنځته کیږي بلکې هغه ځانګړي شرایط غواړي چې هغو شرایطو د موجودیت له امله خلک دې ته اړ کیږي چې بدلون راولي .
د ویلو وړ ده چې هر پاڅون په ټولنه کې د مثبتو بدلونو سبب نه کیږي .د مثبت بدلون له پاره ، مترقي خوځښت په کار دی په یو شمیر پاڅونونه کې چې ګډون کونکي یې مترقي افکار ونلري په خپله د همغه اولس په زیان تمام شوي دي . په افغانستان کې د دا ډول پاڅونو مثالونه شته. د مثال په توګه د امان الله خان په ضد پاڅونونه د خلکو او هیواد په زیان تمام شول دا ځکه چې ددې پاڅونو په مشری کې د خلکو دښمنانو ځای درلود.
د شوروي په وړاندې د هیواد خلکو یو پراخ پاڅون تر سره کړ او په دې لاره کې خلکو بې شمیره سرشندنې تر سره کړې . خو دا پاڅون هم د پاکستان او ایران د اغیزو له امله منحرف او د هیواد د خلکو په زیان تمام شو.
همدارنګه په اوسني مهال کې د زورواکو په وړاندې د خلکو مقاومت هم د دې په ځای چې اولس ته په ګټه تمام شي د دې مقاومت څخه هم د پاکستان پټ سرویسونه د پنجاپ په ګټه کار اخلي .
دا په دې مانا چې د خوځښت او پاڅون په اړخ کې مهمه ده چې د هغه په مشری کې څوک واقع دي ؟ خوله بده مرغه د افغانانو وروستي خوځښتونه او پاڅونونه د ګاونډیو هیوادونو له خوا په نا سمه لار بوتلل شوي دي.
اولسي پاڅون په یوه ټولنه کې د خلکو په مټو تر سره کیږي . اولسي خوځښتونه کیدای شي ځانته راز راز او نوي بڼې ونیسي .
د ساري په توګه دا بدلون اویا انقلاب په ټولټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون له لارې داسې ډلې او یا مشر ته رایې ورکړي چې د بدلون او پرمختګ غوښتونکي وي .د دا ډول پېښو مثالونه د نړی په تاریخ کې ډیر دي .
د افغانستان د اولس مشری په لومړیو ټولټاکنو کې هم د افغانستان خلکو په هیواد کې په واقعي مانا سره د دموکراتیک نظام د جوړیدو له پاره ښاغلی حامد کرزي ته رایې ورکړې . تر څو دی وکولای شي د یوه ځواکمن اولسمشر په توګه د زورواکو او فاسدو کړیو واک ته د پای ټکی کیږدي . دا یو اولسي خوځښت و . او که اولسمشر په مسقلانه توګه د خلکو په ملاتړ سره د زورواکي نظام په ړنګولو کې بریالی شوی وای ، په هغه مهال ویل کیدای شول چې د افغانستان خلکو یو ژور بدلون رامنځته کړ.
مګر له بده مرغه د خلکو دا هیله او غوښتنه د ښاغلی اولسمشر د یاده ووتله او د زورواکو ډلو د حاکمیت د لاټینګښت له پاره یې اقدامات تر سره کړل . د خلکو دا خوځښت د ماتي سره مخامخ شو . خو خلک تر اوسه ناهیلي نه دي .
په ځينو هیوادونو کې بدلونونه د وسلو څخه په کار اخیستلو سره تر سره شوي دي چې تر ډیره بریده وروستی پایلی یې زیانمنې تمامې شوي دي.
د یوه اولسي خوځښت له پاره شرط دادی چې خلک د واکمن نظام څخه تر ستوني راغلي او په ټولنه کې ژور بدلون غوښتنه ولري .او عملا دې ته تیار وي چې ددې بدلون په راتلو کې لازمه برخه واخلي . اولسي خوځښتونه په اولسي پاڅون باندې اوړي .
په عمومي ډول سره اقتصادي ، سیاسي محرومیتونه د خلکو د خوځښتونو سبب کیږي او خوځښتونه په پاڅونو اوړي .
په افغانستان کې بې وزلي او بیکاري لوړې او د نه زغملو سطحې ته رسیدلی ده د یوې خوا خلک په کیږدیو کې د لوږې او ساړو څخه مري او بلې خوا ته د زورواکو لوټمارانو د ډالرونو څخه بهرني بانکونه ډکیږي دلته تش په نامه قوانین شته دي چې په عمده توګه د واکمن ټولي له خوا نه مراعات کیږي .هیواد کې د پرمختګ بهیر په ټپه ودریدلی دی او دموکراسي په عمل کې وجود نلري . په هیواد کې ټوپک ، ترور او وحشت حاکم دی . سیاسي او اقتصادي تضادونه ډير ژور شوي دي. .
لویدیزو هیوادونو په افغانستان باندې په خپل یرغل سره دلته ، په جنایتونو تورن ، په فساد ککړ او متعصب ټولی واک ته ورسوه .
دا ټولی چې عملا د هیواد واک په لاس کې لری د هغه هر یو غړی په میلیونو ډالر شتمني په غیر قانوني توګه د لوټ له لارې راټوله کړیده او دا لوټماري تر اوسه روانه ده.
د خلکو په باور دې ټولي ته د خلکو هوسايي ، ملي ګټې او د خاورې بشپړتیا کوم ارځښت نه لري .
اوسني حاکم ټولي نه یوازې په هیواد کې د زورواکی نظام چلوي بلکې د دې ټولي او د اولس تر منځ لویه اقتصادي واټن رامنځته شوي دی.
په اوسني زورواکه نظام کې نه یوازې اقتصادي محرومیتونه زیات شوي دي بلکې د هیواد زیات شمیر خلک ځانونه په اوسني اداره کې نه ويني .
سیاسي څيړونکي وايي چې په دې نظام کې پښتانه د سیاسي ډګر څخه څنګ ته شوي د کابل په اداره کې دوی بې برخې دي په دې اداره کې یوازې څو تنه غوړه مال پښتو ژبي شته دي دا کسان تر ټولو زیات د پورتنی حاکم ټولي مزدوران دي .
همدارنګه ددې نظام چلونکي د هغو لارو او چارو څخه کار اخلي چې وکولای شي په هغه سره پښتانه وځپل شي .چې ښه مثال یې په شمال کې متعصبې دولتي ملیشاوې دي . همدې واکمن ټولي د هیواد په ختیز ، جنوب او لویدیز کې د ایران او پاکستان په مرسته دجګړې اور بل ساتلی او افغانستان د پښتنو له پاره سور تنور ګرځیدلی دی. د پورتنی ټولي د حاکمیت له امله نه یوازي په خلکو اقتصادي فشار زیات شوي دی بلکې اکثریت اولس په مظلوم اولس اوښتی دی.
په نړی کې افغانستان یوازینی هیواد دی چې اکثریت توکم( پښتانه ) یې محکوم دی د دوی ژبه د رسمیاتو او تعلیم څخه د ټاکل شوی پروګرام له مخې ایستل شوي ده.
په اوسنی واکمني کې د هیواد زیاتره ماشومان په مورنیو ژبو د زده کړو څخه بې برخې دي. چې دا د اساسي قانون او بشري حقوقو خلاف عمل دی . په مورنی ژبه باندې د زده کړو په حق باندې د پوهنی د وزارت باټې وهونکي رهبري سترګې پټوي. اود میلیونو زده کونکو قانوني او انساني حق ( په مورنیو ژبو د زده کړې حق) تر پښو لاندې کوي او لدې لارې د دوی استعدادونه وژني . چې دا یو نه بښونکی جرم دی .
دا ځکه چې د پوهنې وزارت رهبري نه غواړي اوسنی واکمن ټولی ور ته په غوصه شي.
په هیواد کې د پرمختګ له پاره متوازن پروګرامونه وجود نلري زیاتره پښتني سیمې د انکشافي پروګرامونوڅخه بې برخې دي . د هیواد زیاتره اقتصادي وزارتونه لکه د اوبو او انرژي ، د ټولګټو، د کلیو د پراختیا او د کرنې او مالداری وزارتونه د متعصبو کړیو له خوا رهبري کیږي.
ځینې سیاست پوهان په دې باور دي چې د کابل واکمن ټولی د پښتنو ضد د اپارتاید سیاست مخې ته بیایي .
دا چې پښتانه په اوسنیو شرایطو کې ولې دومره د ستونزو سره مخامخ دي ، ددې اساسي سبب دادی چې په افغانستان او نړیواله سویه پښتانه یو سیاسي مرکزیت او مشرتوب نلري .
په افغانستان کې اوسنی متعصب حاکم ټولي په ټولنه کې ژور سیاسي ، اقتصادي تضادونه رامنځته کړي ، ژبنی او مذهبي تعصبونو ته لمن وهي .
دا لوټماره ټولي کله وار د ژبې شا ته ځان پټوي او کله وار ملیت او قوم تر نوم لاندې ځانونه غلي کوي ، دوی راز راز نقابونه په خپلو مخو را غوړوي او مختلف مفاهیم د دموکراسی ، ژبې ، قوم ، ملیت ، مذهب او نور په خپله ګټه استعمالوي . دوی په دې ډول د خلکو پاکو ذهنیتونو او عقایدو څخه په خپله ګټه واخلي .
دا په دې مانا چې د یوې خواته د افغانستان خلک ولاړ دي او بلې خواته په جنایتونو تورن لوټمار ټولی دي چې دا لس کاله کیږي د افغانستان په خلکو باندې د بهرنیانو په مرسته واک چلوي .
اوس مهال دا ټولی دی چې نه پریږدي افغانستان د سولې ارامۍ او د دموکراسۍ خواته حرکت وکړي . دوی په ټولنه کې د قانونیت او عدالت د ټینګیدو په لاره کې ستر خنډ دي.
دا ټولی نه یوازې په هیواد کې د ډيرو اقتصادي او سیاسي بحرانو سبب دي بلکې نړیواله سویه یې د افغانستان د دې هیواد دریز ته زیان اړولی دی.
همدا حاکم ټولی ددې سبب شوی دی چې د افغانستان خلک په اوسنیو شرایطو کې د پرمختګ له پاره ډیر ښه چانسونه د لاسه ورکړي .
دا ټولی چې د هیواد واک په لاس کې لري د مغرضو ګاونډیانو په وړاندې د هیواد د ملي ګټو د ساتلو غږ نه شي پورته کولی او معمولا د دوی په مقابل کې د تسلیم طلبی او غوړه مالی چلند کوي .
د خلکو په باور اوسنی واکمن ټولي د افغانستان د خاورې بشپړتیا او کامله خپلواکي د یاده ایستلي او نږدې دی چې د پنجاپ او تهران په اشارو سره خپلې ورځنی چارې تر سره کړي .
په دې ټولي کې د ( سر لوړي او متحد افغانستان ) فکر به ډیر لږ کسان ولري .
همدا ټکی دی چې خلک په اوسنی حاکم ټولي باندې بې باوره شوي دي د افغانستان خلک غواړي چې د دوی دولت د ګاونډیانو په وړاندې د یوه برابر دولت په توګه چلند ولري او د ملي ګټو د دفاع په مورچل کی ودریږي .
نولدې امله خلک په افغانستان کې د یوه واقعا ملي ادارې غوښتونکي دی او دا اداره د یوه سوله ایز خو ځښت له لارې رامنځته کیدای شي .
خو تر هر څه د مخه باید وویل شي چې حاکمه ټولی د پورتني اصل څخه په پوهیدو سره هڅه کوي چې د خلکو د تیر ایستلو له پاره د نویو چلونو څخه کار واخلي .
د ساري په توګه حاکم ټولګي د خلکو د تیرایستلو له پاره په دوو اړخونو کې کار کوي یو هغه اړخ دی چې عملا د دولت ټولې څوکۍ په لاس کې لري . دوی د هیواد روپيو او شتمنیو کورني او بهرني منابع لوټوي . دا وګړي غواړي چې د غیرمسوول او واجب الاحترام کسانو په توګه مدام العمر د افغانستان په خلکو واک و چلوي.
دا ټولی ددې له پاره چې د هیواد خلکو او نړیوالوته دوکه ورکړي دوی څو تنه په ظاهري توګه د واک څخه د باندې ساتي .دا کسان بیا د اپوزیسیون اکټونه کوي .
دوی د حکومت په کړنو باندې نیوکې کوي او کله وار فرمایشي مظاهرې کوي او د مظاهرو له پاره د ښار دچوکونو څخه وزګار کسان په کرایه راولي . مګر کله چې وویني چې خلک ورسره نه شته بیا یوازې د مزدورو رسنیو څخه په اصطلاح ژورنالستان خپلو کورونو ته راغواړي دوی په دې ترځ کې خپل شاهانه ژوند په هکله تصویر خلکو ته ورکوي او د بلې خوا هلته په لاپو شاپو سره د خلکوپه اصطلاح پرطمطراقه مرکې کوي .
په دې ډول حاکم ټولی هڅه کوي چې په هیواد کې د سیاست او اقتصاد ټول ډګرونه په خپل واک کې ولري .
خو ایا کیدای شي دا حالت د تل له پاره دوام ومومي ؟
ډير شمیر کتونکي په دې باور دي چې نه یوازې اوسنی حاکم ټولی د دموکراسي ، پرمختګ او د عدالت د ټینګیدو په لار کې خنډ دی بلکې نور یو شمیر فکتورونه هم شته دي چې دې فاسد او متعصب ټولي سره مرسته کوي چې خپلې واکمنی ته دوام ورکړي .
تر ټولو مهم فکتور په امنیتي او دفاعي څواکونو باندې د پورتنیو ډلو نفوذ دي .
خلک دا ویره لری چې دا ځواکو د خلکو د سوله ایزو او قانوني خوځښتونو په وړاندې به بې پرې پاتې نه شي او د واکمن ټولې د ګټو د ساتلو له پاره به په تشدد لاس پورې کړی .
یو ددې فکتورونو څخه د مغرضو ګاونډیو هیوادونوله خوا د افغانستان په کورنیوچارو کې لاس وهنې دي . دا لاسوهنې مختلف اړخونه لري .دا لاسوهنې ( په هره بڼه چې دي )په مجموع کې د واکمن ټولي د حاکمیت د ټینګیدو او په هیواد کې د سیاسي دموکراتیک نظام د ټینګیدو د مخنیوي سبب شوي دي اوکیږي.
په افغانستان کې د اولسي خوځښتونو په لار کې یو بل خنډ د بهرنیو پوځونو شته والی دی . د افغانستان خلکو ته دا جوته نه ده چې د زورواکی نظام په وړاندې د پراخ سیاسي خوځښت په وړاندې به د لویدیزو پوځونو او د هغه هیوادونو غبرګون څه وي ؟
دا ځکه چې نوموړو هیوادونو د ځواکونو په مټو اوسنی واکمن ټولی واک ته رسیدلي او تر اوسه په واک باندې ساتل شوی دی.
همدارنګه یو بل مهم فکتور چې د یوه سوله ایز انقلابي بدلون په لاره کې موجود دی هغه په واقعي مانا سره په هیواد کې د یوه سیاسي ، مترقي لارښوونکي ګوند نه شتوالي دی چې د خلکو باور او ملاتړ د ځانه سره ولري . داسې ګوند چې د خلکو مبارزې د بریالیتوب خواته رهبري کړي.
په افغانستان کې د سل ګونو ډلو څخه زیاتو ډلو خپل نومونه د ګوندونو په توګه ولیکل ، وروسته دا شمیر را لږ کړل شو.
زیاتره دا ډلې په ژبنی ، مذهبي ، قومي او سیمه ایزو جوړښتونو پورې تړلي دي . چې ځینې ډلې په دې هکله خپلې موخې نه پټوي .
د هر ګوند زور او قوت د هغه څخه د خلکو په پلوي پورې تړلی دی چې واقعا وغواړي د همغه ګوند موخو له پاره کار وکړي او دا ګوند وکولای د خلکو مبارزې د بري په لور سوق کړي .
په منځني ختیز کې وروستیو بدلونونو هم د افغانستان خلکو ته دا پیام ورکړی دی چې اولسونه په سوله ایزو خوځښتونو سره کولای شي د زورواکی او دیکتاتوري نظامونه ړنګ او په ځای یې نوي نظامونه جوړ کړي .
د افغانستان خلکو نظریې سره ویشلي دي ځينې وايی چې په هیواد کې داسې سوله ایز خوځښتونه رامنځته شي چې په افغانستان کې واکمن زورواکان د تونس هیواد په څیر دا هیواد پریږدي .او په هیواد کې د دموکراسی له پاره شرایط برابر شي .
ځينې کسان بیا د افغانستان مصر تجربې ته ګوري وايي چې په هیواد کې دې داسې خوځښت رامنځته شي چې د کابل واکمنان دې ته اړ شي په سوله ایزه توګه واک خلکو ته ولیږدوي .
کتونکي وايي چې اوسنیو شرایطو ته په کتو سره د کابل واکمنان دې ته تیار نه دي چې په افغانستان کې سوله ایز خوځښتونه راشي . د دوی په باور د کابل واکمنان دې تیار دي چې اولسي خوځښت په ډيره بې رحمانه توګه وځپي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې واکمن ټولۍ دې ته تیار نه دی چې سوله ایز خوځښتونه ددې سبب شي چې د دوی ګټې او واک د ګواښ سره مخامخ کړي . نو لدې امله واکمنه ډله هم د تشدد نه کار اخلي .
د کابل واکمن ټولي دا تمایل هغه مهال را ښکاره شو کله چې د اغلي سیمین بارکزی د پارلمان څخه د شړل شوي وکیلې د نه خوړلو اعتصاب وکړ . دا اعتصاب کله چې لسمې ورځې ته ننوت . دې اعتصاب د اولس په منځ کې د یوه خوځښت سبب شو.همدارنګه یو زیات شمیر ځوانان دې ته تیار شول چې سوله ایز لاریونونه پيل کړي .
د کابل ادارې واکمنان د سوله ایزو خوځښتونو په لیدلو سره وارخطا شول . دوی په ډيره بې رحمانه توګه د اغلی سیمین بارکزی په کیږدۍ چې د پارلمان د ودانۍ مخې ته درول شوي وه برید وکړ. او اغلی سیمین بارکزی یې په ډيره وحشیانه توګه د سردارمحمد داود خان روغتون ته ولیږدول شوه . هلته د دې میرمنې اړیکې د نورو خلکو سره وشلول شوې .
همدارنګه هغو ځوانان چې ددې څخه یې په ملاتړ سره سوله ایز لاریونونه راایستل اویا یې ملاتړ کاوه د دولت له خوا وبیرول شول.
دا ځکه چې د کابل واکمنان په دې ښه پوهیدل چې دا سوله ایز خوځښت کیدای شي په یوه داسې خوځښت باندې واوړي چې د کابل اداره به رانسکوره شي . نو ځکه یې د بارکزی په کیږدۍ د یرغل امر ورکړ.
د اغلی سیمین بارکزی سره د کابل واکمن چارواکو دا ډول چلند دا په ډاګه کوي چې دا چارواکي په هیڅ ډول د سوله ایز دموکراتیک خوځښت د زغملو توان نه لري .
همدې پېښې دا په ډاګه کړه چې افغان خلک یوې مناسبې موقع ته انتظار وباسي تر څو د واکمن ټولي په وړاندې لازم اقدامات وکړي .
هغه څه چې د ویلو وړ دی هغه دا دي چې د افغانستان حالات د عربي نړی سره توپير لري . د هغو هیوادونو دیکتاتورانو یو مهال د هغو هیوادونو له پاره د یادونې وړ کارونه کړي دی . خو د شرایطو سره سم دا کسان وروسته په دیکتاتورانو اوښتي دي.
اوس په افغانستان کې زیاتره سیاست پوهان او کتونکي په دې باور شوي دي چې د اوسني متعصب او فاسد ټولي د واکمنی په صورت کې د یوه قوي ملي حکومت جوړیدل او د په عدالت ولاړ دموکراتیک نظام رامنځته کیدل ناممکن دي .
د افغانستان خلک په واقعي مانا سره د دیموکراسی ، پرمختګ اود یوه عادلانه نظام د ټینګښت غوښتونکي دي. او افغانستان هم د یادو شویو بدلونو په لور روان دی.
په تیرو دیرشو کلونو کې د افغانستان خلک په ځانګړي توګه پښتانه په ډيره بې رحمانه توګه ځپل شوي دي او ددوی د ځپلو بهیر لاتر اوسه روان دی خو بیا هم ژوندي دي او په ډير لږ وخت کې به پښو ودریږي.
هغه څه چې روښانه دي هغه دادي چې د هیواد خلک اوس د سوله ایزو او د موجوده اساسي قانون سره سم د ملي پراخ خوځښت او پاڅون پلویان دي .داسې پاڅون چې کیدای شي په افغانستان کې د ملي ځواکمن نظام د جوړیدو سبب شي .
کیدای شي دا خوځښت په ټولټاکنو کې د خلکو د پراخ او اګاهانه ګډون له لارې د ټولنې د ودې په لاره کې د شته خنډونو د لیرې کولو او د رښتیني دموکراسي نظام د ټینګښت په موخه ، بریالیتوب ته ورسیږي .