د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ اختر نه لرو !

حبيب الله غمخور 06.11.2011 15:45

اخترزموږ له هيوادنه ډير پخوا کډه کړېده !

 خلگ وايي چي راغلی بيا اختردی

داپه چاباندي اختردی  خداي خبردی

استاد پژواک

داماشوم به کوم اختر ولري ؟ 

داماشوم چي خوله ئي دخنداپر ځاي له ژړاډکه، اومورئي دغم پر پېڅول ناسته ده،دغه تاسو داختر بولی؟

 

په غمونواوخواريو،ګړېدنواوژړاووکښي دتوروشپوسبا کوونکو،زورېدلو،کړيدلواوذوکلېدلو هيوادوالو،خويندو اوميندو!

پدې ښه پوهېږم چي  موږ اوتاسو ټول يوځاي دپردوپلاس اولمسون لگېدلی لعنتي اورپه لمبوکې سوځو .

که په افغانستان کښي داسلام اوياددموکراسی دټينگېدودشعارترنامه لاندي زورېږو،وژل کېږواوکورونه موپه کنډوالوبدلېږي .اوکه په بهرکي اوسويوه لحظه هم له خپل هيواد، هيوادوالو اوخپلوانوپه هکله ځان ارام نه احساسوو،دهرې ټکې په لوېدوسره(ځانمرگی بريد اويابن اوری ) په بهرکي ميشت افغانن  فکرکوي چي داټکه خداي مکړه زماپر کورنه وي لوېدلې . سره لدې چي هغه دښاغلي غفور ليوال خبره  چې (( د وژنو، ورانیو اوبدو پېښو پرله پسې خبرونو، تکرار اورېدل موږ افغانانو په دوو معافیتونو واړولو چې اوس را باندې اغیز نه کوي؛ یو داچې د قتلونو دخبرونوپه اوریدو مو عواطف ټکان نه خوري اونه خپه کېږو، اوبله دا چې دغه جنایت په موږ کې عمومیت پیدا کړی دی ،جګړه ماراو جنایتکاران ډاډه شوی ،چې  ...)) دافسوس خبره خوداده چي دوژنواوورانيودمسؤليت پر غاړه اخيستل دوي اوس  وياړ بولي .خوددې ټول معافيت سره بياهم تراوسه غوڅ اکثريت هيوادوال  پدې زورېږي چي ولې زموږ اولس له ددواړو خواوونه يوداسلام اوبل ئې دپرمختگ په  نامه دځانمرگی بريدونو اويا هوايي غونډاروپه ارولوسره  له خداي ورکړې نعمت (ژوند)څخه بې برخې کوي  .

 دانږدې لس  کاله کېږي چي دپاکستاني چارواکواوجنرالانو اويو شمير نورو گاونډيانوداستخباراتي شبکواو بنسټپالو سياسي ډلوپه لمسون ،دعربی شيخانوپه مالي مرستوله يوې خوا اودبهرنيوپوځي ځواکونودخپل سرو اوخودغرضو ړندو پوځی عملياتوپه پايله کښي له بلې خواهره ورځ دافغان  پر کور دوير توره کمبله  غوړېدلې و ی .

يوازي پدې ورستيوکلنو کښي داسلام پلوو اودموکراسي پلوو لخواتر  ((۷۵۰۰ )) زياتو کورونوته دماشوم ،زلمي ،مور،خور،پلار،کاکا،يانيکه اويا اناجنازه کورته وړل سو ېده .

دنړۍ پر مخ بل داسې هيواد او ولس نشته چې پداسې بې رحمانه ډول دي دبهرنيانواوخپلو تاريخي  دښمنانو(ليري اونږدې گاونډيانو) دگټو قربانی وي، همدا افغان غيرتي ملت دی چې دغه ظلم او تېري ته يې اوږه ورکړې او ملا يې نه ماتېږي، هره ورځ  د زړه ټوټه  د روښانه راتلونکی  په اميد دلاسه ورکوي،دهغه جنازه پر اوږودابدي کورپه لور وړي .

افسوس  چې دااته دېرش کلنه  اوږده توره شپه تراوسه لاسهار نشوه!!!

خدای پوهېږي چې دا دومره اوږده، زړه بوږنوونکې او دردونکې شپه به کله د انسانيت اوحقانيت د لمر دوړانگوپه راڅرگندېدوسره روښانه شي . نه پوهېږم چي کله به  ددې بدمرغيو،خواريو اونااميديو تور ټغر دافغان ولس له غولي نه دبدي سوکالي اوبسيانې په لور ټول شي؟

بلې غيرتي مور!

ستامقام تر هرچا اوچت دی .

دټولوغمونوسرۀ چې ستاملايي کړوپه کړيده تربل هرچاستاسره دزړه خواله اوغم شريکي  ښه کېږي  .

غمځپلي اوکړېدلي مورې!

اوس ليوني هم پدې پوهيږي چې ستا په سترگوکښي اوښکی نورې  وچې شوې دي ،دومره دې وژل او اوښکي دې توي کړې چي اوس بايد دريابونه تري جوړ شوی وي ، داچي ددې اوښکو سيلاب او توفان به کله ستا،ستادبچو اوستادکاله مکاردښمن لاهوکړي نه پوهېږم  ،يو خداي پرې خبردی .پدې هکله چې  ولې دومره زورېږي اودزورېدونه دي گاونډيان خوند اخلي نه پرې پوهيږم اوهرڅومره فکر کوم عقل مي عاجزپاته شي!

په ټول نړۍ کښي ستا دبې وزلوبچو دزوره ونواوربړونوله امله چيغي اونارې ،سورې  دعرش عظيم ترمناروورسېدلې ،خوهلته او دلته دټولو غوږونه کاڼه دي اوسترگې يې ړندې ،ستااوستادبچو چيغوځمکې اوآسمانونه په لړزه راوستل، ولې ستااو ستا دخاوري کرغېړن  اوناولي د ښمنان  يې له ځايه ونه ښورول  .  نه پوهېږم چې دلته ولې دانسان اوبې گناه ماشوم او مور داچيغې اوکوکاري دلوي څښتن په دربارکي دومره بې تاثيره اولاجوابه پاته دی اودنړۍ ددموکراسی اوبشري عدالت دتامين ټېکدارانپرې نه خبرېږي اونه ئي اوري ؟

زورېدلی اوپر ملاکړوپ پلارجانه ،پرېشانه اوحيران پاته وروره ،گرانې اوپتمنې زورېدلې خور !

 ممکن دليل يې داوي چي ستاځني نا فهمه اونااهله بچي ياورونه  سهار اوماښام ددي لړزېدلي اونړلېدلي خيمې موږی په خپلو لاسونو باسی،دپردوغلامي کوي،داغلام هغه ليوني ته ورته دی چې ټول  په سرو سترگودغم پر کمبله ناست،اوژاړې،خو دۍ ورته خاندي ، وايي (( ديوانه زنده خوش است ))،دم غنيمت است .

فکرکوم ستا اوستادخاوری دښمن ستادوطندارپلاس ددې ټولوغمخونوجوگه سوی اوپرتااوستاپرټولوهيوادوالوئي داډول ددوستۍ خوپه عمل کښي لمرغوندي روشانه دښمنۍ پيرزوينې لورولي دي . دوي هيځوک په هيڅ نامه پدې ناورين کښي له منځه نه ځې دا موږ يوچي يومودملهداوبل  مو ددهشتگرپه نامه له منځه وړي، ددواړوله خواپر وژل سوی  په چقيقت کي شهيد سوي باندي بهرنيان خوشحالي کوي  .اوخپل غلام يانوکرته شاباسی وايي .

له غرضونو اومرضونونه ډک بهرنیان خو به هر څه کوي، نوموږ ولې د دوی د لاس ګوډاګیان اونوکران سو؟ ولې يوشمير په وياژ افغان وژنواوهيوادورانيوته ملاتړلې ده ؟ ولي پدې وطن کښي انسان وژنه اودجگړې دوام اسلاميت اوغښتلتيابولي ؟ ولي دهيواد دپرمختگ لاردانسان وژنې او ورانۍ له کوڅوتېره سوې بولې ؟ ولې په موږ فدامني چي دلته هيڅ وخت پردي نه دي راغلي اونه ئي حکومت کړی ؟ان تاريخچه ئي تر ابادمه روسي .مگر دائې هيره سوې چي پردې هيودکوم بهرنيواوزبرځواکوتيري کژي اوخپلوموته درسېدولپاره ئي افغانان قرباني کړي ؟ ترڅوبه موږ داحساساتوډکو افسانوقربانيان کيږو؟ اياموږ لکه دنړۍ نور ولسونه نسوکولاي په سوله ايزه توگه خپل هيواد ودان کړواودلته دټولو لپاره ديوهوسااوبسياژوند شرايط برابرکړو. ولې موږ عربواوعجمونوکران اوسو ؟

لږ تر لږه له ۳۸کالو را په دې خوا ټول له يوه سره هرځاي له دغو ناخوالو اوبدمرغيونه سرټکوي،يوئي پر موږ اوتاسو تاونوي ،وايي دا زموږ گناه ده ،بل ئي پر بېگانه اوزيات ئې پر نږدې اوليري گاونډيانو ياپرهغوچي زموږ په هيوادکي ئې گټي نغښتي دي تاوانه وي. خوداهم دارښتياده چي موږ خپله د خارجیانو د لاس آله یواوهغوي موتل دخپلو گټو اوموخو لپاره دخپل هيواد اوهيوادوالو پر خلاف داسي استعمالوي ته به وايي دپېړۍ دښمني ورسره لري . له بدمرغه زموږ دزيات شمير سياستوالواو دولتي چارواکولپاره ملي گټي ،دهغوي ساتنه يوازي دشعاربڼه لري  ،دځاني گټوپه خاطر هر څه قربانوي ،هغه متل دی وايي : ((ديو شپږې لپاره درست پوستين په اورکي اچوي .))

رښتياخوداده ، هر ملت دخپل برخلیک د ټاکلوپه اړوندځانگړې  مسؤليتونه لري  دهمدې   علمي اصل پر بنياد بايد داومنوچي زموږ ملت اوپه ځانگړې توگه هغه سياسي اوټولنيز قوتونه ،سازمانونه اوشخصيتونه ملامت دي کوم چي پدې هکله معين مسؤليتونه لري اوددغو اخلاقي مسولتونوڅخه ځان پر ځانگ باسي ،ځکه چي زموږ دولس غوڅ اکثريت وگړې نالوستي دي،ځکه خوئې هر کس اوناکس په ډېره اسانۍ سره دخپلوموخوسرته رسېدوپه خاطراستعمالولاي سي .

نوپردې ټولوسربېره بياهم راته داخترمباره کي وايي؟ 

زه فکر نه کوم چي دکومې افغاني کورنۍ دکور دړه دې داخترلخواټکول سوې وي !په کوم منطق داووايوچي افغان ولس اختر لري ،موږ اختر نلرو ،کوم اختر ؟دچا اختر ؟؟؟؟؟

اياداسي کورچاته معلوم دی؟ چې زړه يې دمرگ غشی نه وي  زخمي کړۍ ؟ ايادداسي کور پته لري چي هلته څوک وخاندي ؟ ستااويازماپه لېدوئي په سترگوکښي دغم داوښکوډنډونه جوړنشي؟

داسي کورشته چي هلته دفاتحې اوغم کمبله اواره نه وي ؟ فکرکوم نشته  . که په يوه ورځ کښې ددواړوخوانه په ښارونو،کليواوبانډوکښي اړودوژ جوړېږي  ،اوله پاکستان څخه واسکټ  والاراځي اودلته ئي بياپه بمونوله منځه وړي نوپدې اړوډوړ کښي کم تر کمه لس اوکله ،کله تر ۲۰ نفرو قربانېږي  اوس ئي تاسو خپله وشمېری اودافغان ولس پر کوروئي تقسيم کړي ،بيانوراته وواياست چي دچاپه کور کي اختر ميلمه سوی او خوښی ئي ورته راوړې ده ؟؟؟؟؟؟

نو اختر خو په فاتحو تيرشو ؟

بلې!

زموږ ولس اختر نلري .

دادنورواختر دی .

 دا دنازولواختر دی ، حي خپله دافغانستان په قصرونواوکورنۍ ئي دبهرپه بنگلوکې اوسېږي .

دادليونواختردی  .

دادبې خبرو اوبې احساسواختردی .

دادهغواختردی چي انسان او انسانيت ورته هيڅ ارزښت نلري .

افغانستان  په وسرو وينوکښي لامبي ،اودوي ورته وايي داختر دي مبارک سه ،دکوم اختر؟

موږ اختر نلرو،کوم اختر ،دچااختر ؟

رښتيا خوداده چي ترډيره به زموږپه کورنيوکېداختردې  مبارک دېشه ږغ وانه اورېدل شی  .

ترډيره به زموږ پېغلوټې خپل تنکی  لاسونه په  نکرځو سره نکړی ، اوزلمی به موداخترپه جاموسنگارنشي .

زموږ نه خوښيواواخترونوډير پخوااودډيرې مودې  لپاره کډه ئې کړېده، دراتلوپه انتظارموداډير وخت سترگي په لار وچې پاته  سوې .

فکرکوم له ازله زموږ دولس په برخه همدا غمونه  اوژړاده!

اخترونه او خوښۍ له موږنه بېگانه دي !

که داموږ اوداموله هيواداوهيودوالوسره مينه وي اوپدې بڼه دملي مسوليت احساس کوو،نو داخترونو اوخوښيوسره دډيروخت لپاره بايد مخه ښه وکړو.