د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وردګ او طالبان

شهیدالله 03.11.2011 20:32

د وردګو ولایت چې د کابل په ۲۵ کیلو متری کې پروت دی یو له هغه ولایاتو د ی چې له اویا سلنې څخه زیات وګړې یې پښتانه دي. د تاریخ په اوږدو کې یې د ګران هیواد څخه په میړانه دفاع کړې او په دې لار کې یې قربانی ورکړې.

د روسانو سره د جهاد په وقت کې د مجاهدینو تود سنګر و، د روسانو قطارونه به په ښه زړه نه شوی ترې تیریدلی. ددغه ولایت په څلوروولسوالیو کې د وردګو قوم میشت دی. د وردګو قوم لکه د مشرقي خلک له تعلیم سره زیاته علاقه لري او چون ځمکه لږ لري همدا تعلیم یې د یوه با عزته او راحته ژوند یواځنۍ وسیله ده. ځکه خو د جهاد په وقت کې هم ددغه ولایت مجاهدینو په زړو کلاګانو، ونواو باغچو کې هم ددغه وطن بچیان له تعلیم څخه محرومه نه کړل، او دوی ته یې ښونځې جوړ کړل، درس یې ورته ورکاوه. ځینو حالاتو کې به بمونه هم اوریدل خو خلکو تعلیم ته شا نه کړه. د همدې تعلیم برکت و چې اوس په زرهاو ځوانان په ښو تنخواګانو سره په دولتي او غیر دولتي پوستونو کې کار کوي. د خپل ژوند له ښه کیدو سره، سره خپل هیواد ته هم خدمت کوي.

د طالبانو په وقت کې ځینو عربې خیریه ټولنو په تعلیمي ډګر کې خپل کار ته ادامه ورکړه، خو د کرزي په حکومت کې دغه مرستندویه ټولنې د یونس قانوني له خوا وتړل شوې اود کار شرط یې ورته دا ایښی و چې که پنچشیر کې کار کوی نو اجازه لری په بل صورت کې تاسې القاعده یاست.
د ۲۰۰۵ کال راهیسې د وردګو اکثره ولسوالیو کې طالبان فعال شول او د دوی لومړی کار د پرختیایې پروژو بندول و، همدارنګه د خپلو کړنو ، ترور، وژنو له کبله یې دغه ولایت په یوه نا امنه ولایت بدل کړ تر څو نور هلته پرمختیایې پروژې له سره په پلان کې ونه نیول شي. ددوی ددغه کړنو له کبله دې ولایت ته امریکایان هم راغلل او بیا نو سم د جنګ میدان ګرم شو. خلک د مجبوریت له کبله کابل ته راګده شول.

اوس پدې ولایت کې هیڅ کار هم نه کیږي، هر څه د طالبانو لاس کې دي، خو د طالبانو جوبونه تش دي او دوی خپل نسونه هم په خلکو ورتاوان کړي، نو پرمختګ به په څه وکړي؟
خو سوال دادی چې نن وردګ ولې دومره په طالبانو کلک ولاړ دي؟
که چیرې د طالبانو دورې ته وکتل شي، هلته د ډیرو وړو قومونو ( د شمیر په لحاظ) بې عزتې شوي، هیڅ دولتي چوکی نه ورکول کیده، اعتباره نه پرې کیده، په وړو قومونو پسې په کتابو کې ښکنځل کیدل خو پوښتنه نه وه، نو وردګ د طالبانو د کومې مرستې احسانمند دي چې نن یې ټول وطن ددوی په خاطر په سکروټه بدل کړی؟
بل طرف ته که د خوست خلکو ته وکتل شي چې د پوهنتون سره اوس د هوایې ډګر خاوندان هم کیږي، ګمرکونه ، سړکونه یې جوړیږي......دغه ټول ددغه قوم په هوښیارتیا دلالت کوي. دوه کاله وروسته به امریکایان نه وي خو خوستیانو به خپل وطن ښه پرې جوړ کړی وي. شاید په عربي ممالکو کې د خوستیانو په زیات شمیر موجودیت ددې باعث شوی وي چې په دوی کې یو ملي شعور پیدا شي، تر څو نور د پردیو په خوله خپل وطن وران نه کړي، او نور نو د پنجاب په جهاد ، جنت او دوزخ ښه پوه شوي دي.
خو د وردګو غریب ځوانان اکثره ایران او پاکستان ته مهاجر شوي، نو پدې دواړه ملکو کې خو د افغانستان د بربادولو پرته هیڅ هم نه آوریدل کیږي. چې څوک دغه وطن (افغانستان) څومره ورانوي ، هومره جنت ته نیږې کیږي او جوړونکي یې کافر، ملحد، مرتد اودوزخي دی.
خو یواځې د وردګو ځوانان د خپل ولایت په ورانولو کې اوله نمره نه لري، د زرمت خلک هم ښه پاخه د خپل وطن دښمنان دي، په ځای ددې چې خلکو ته د ښونځې، سړک، روغتون غمه وخوري، لګیا دي آباد ځایونه هم ړنګوي ، لوګر، پکتیا او پکتیکا یې هم همداسې وبوله.
د شنیز له درې څخه جفتو ته د سړک پخول پیل شوي و، خو ددغه جاهلانو لکه کبله هرڅه په راکټو وویشتل شول او سړک جوړلو یې بند کړل. د تنګې سړک یې ټول په ماینو سوری، سوری کړ. د کابل کندهار سړک خو ټولو ته څرګند دی.
د جغتو هغه کلی چې پښتانه پکې اوسې (وردګ) هلته د سهاره نجونې د غوا پړی په شا غوا پټیو ته بیایې خو لږ اخوا د هزاه ګانو نجونې د ښونځې بکس په شا ښونځي ته ځي، له خیره پنځلس کاله وروسته به همغه پښتنه نجلی د معالجې لپاره په خره سوره وي ، پښتون به د خره پړی نیولی وي او د هزاره ډاکترې کلي ته به روان وي. ددغه بدبختی ټوله ګناه د پنجاب او دغه خرڅ شوي ملا او طالب په غاړه ده.
دغه ځوانان چې په وردګو کې جنګ کوي، اکثره هغه دي چې یا یې ښونځی نه دی لوستلی، یا یې نیمایې کې پرې ایښی یا کانکور زده دي یا خو د مدرسې طالب و یا دی.
دوی اکثره د خپلو کورو څخه شړل شوي، د پلار او موز آزار وهلي ځوانان دي چې د کندهارې طالب تر کوماندې لاندې کار کوي او هغه بیا د پنجاب او کوټې څخه امر اخلي.
خو آیا د خپل ژوند د ناکامیو قصد باید د خپل اولس څخه و ایستل شي؟
او که په ځلونو سوچ وشي چې زه څنګه د خپل ژوند مسیر ته تفیر ورکړم.
زمونږ پښتنو یوه بدې داده چې کله هم د ژوند څخه خسته شو، او غواړو جنت ته لاړ شو بیا نو د پنجابې ملا یوه وړه فتوا کافي ده چې خپل ورور، مور ، پلار ووژنو ، وطن وران کړو یا خو خپلې افغانۍ خویندې په لاهور او اسلام آباد کې د خپل عزت خرڅولو ته مجبوره کړو.
دوه پښتانه سره ناست و یوه ویل چې راځه د امریکایانو خلاف جهاد وکړو، بل ورته ځواب ورکړ چې هغوی که سړی ګیر کړي، د شا له خوا یې....کوي، لومړنې ورته وویل چې د خدای پاک به لاره کې ....ورکړې پروا نه لري.

هزاه چې له دغه ژوند څخه نا خوښه وي، ځې کاناډا، استرلیا یا نورو ځایو ته پناه وړي، هلته تحصیل کوي، او د یوه ښه ژوند څښتن کیږي.
زما هیله د ټولو پښتنو څخه په خاص ډول د وردګو له ځوانانو څخه داده چې نور نو د پنجاب په خاطر خپل وطن مه ورانوی، د کابل کندهار به لاره عام خلک مه ځوروی، د خلکو بچیان له موټر مه ښکته کوی او مه یې وژنی.

که تاسې جنګ ونه کړی، امریکایان خپله وځي، لکه د لښکرګاه او نورو ځایو څخه چې ووتل. او که احیانآ امریکایان ووځې، د کرزي حکومت سقوط وکړی، نو بې چوکیداری بله وظیفه له ملا صاحبانو څخه نه شی لیدلای. ځکه پښتون ملا په توکو (ټوټه، ټوټه ډوډیو) لوی شوی، ددوی حرث د شلو عامو وګړو له حرث څخه زیات دی. لوګریانو ته به بیا قمچینه، قیچې په لاس ورکړي تر څو د امر باالعروف په وسیله خلک ورټي، ووهي او بې عزته کړي.
آفرین د په خوستیانو شي!

په درنښت