د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اعلاميه

حبيب الله غمخور 01.11.2011 20:13

 

پدې اړه دافغانستان دبهرنيو چارووزارت دجدی پاملرنه غواړ و!

ددوستۍ فرهنگی ټولنه چي په سويډن کښي دنړۍ دمختلفوقومونواوژبوله اوسېدونکونه جوړه سوې اودڅوکلوراپدېخوا دسويډن هيواد دمالموپه ښارکښي علمي اوفرهنگي فعاليت لر،دنورونړيوالومسائيلوتر څنگ ئې تل دافغانستان سياسي ،ټولنيزاوفرهنگی حالات  اوپدې اړه دافغانستان دعاموخلکواونړيوالو نظريات له نږدې څارلې دي . داړتياپه وخت کښي زموږ ټولنې دنړئ اوپه هرگوټ کښي دعام ولس دانساني اوملي گټونه ددفاع په خاطر اعلاميې ،احتجاج ليکونه اوپرانستې ليکونودنړئ مختلفو هيوادو چگپوړو چارواکواونړيوالوسازمانوته ليږلي دي .ددې ترڅنگ ئې تل دافغان ولس دروااوپرځاي حقوقواوملي گټونه دفاع کړې  اوله نړيوالونه ئې غوښتنه کړې چي دافغان ولس سره انساني اوسوله  ايزومرستوته ورودانگی ؛له نېکه مرغه زموږ يوه غوښتنه هم دهغې دبشری اوانساني ارزښتنواوماهيت له مخې چي درلودئې  بېځوابه نده پاته سوې .

ددغه بشري اوفرهنگی ملاتړددوام په درشل کښي دادی اوس يوځل بيادافغان ولس په ځانگړې توگه پښتون لوي قوم سره دبن په غونډه کي دخپلې مورنۍ ژبې په هکله ددولتی چارواکواوددې کنفرانس دجوړونکو لخوا دسپکې کړنې په اړوند دراپيداسوي اندېښنې په هکله خپل رسمی دريزاوموقف دافغانستان دټولوخلکو دگټواوملي يووالي ته ددرناوی په موخه ددي اعلامې په طرځ کښي دافغان چارواکواونړيوالواړونده سازمانواوادارودمشرتابه ترغوږو رسوو.

 موږ پداسي حال کښي چي ددوي ددې ملي اندېښنې سره ځان همږغۍ بولوددې ولس دغه راپيداسوې اندېښنه چي  ولي دبن په کنفرانس کښي چي دروان کال  دسامبر پر ۵ نېټه جوړېږي  دنوروژبوترڅنگ لکه انګلیسي ،المانی ،فرانسوی ،عربی ،روسی  ،دری  دپښتوژبې نوم نه ليدل کيږي، پر ځاي بولواودکنفرانس دسمالونکونه په کلکه غوښتنه لروچي  خپل پام دې ستري ملي تشې ته په جدي بڼه راگرځوي .

په يوشمير ويب پاڼوکښي پدې هکله دکارپوهانواوافغان روڼ اندواندېښنې خپرې سوی چي ددوي په وينادبن په کنفرانس کښي به پښتو ژبه دنوروژبوپشان دکنفرانس دگډونکونکو ژبه نه وي . سره لدې چي تراوسه  لاددولتی چارواکولخواکوم رسمی اوکره معلومات نسته ،دوي له وړاندي دافغانستان له يوې ملي ژبې سره چي ددې هيواد غوځ اکثرت ژبه ده داډول سپک برخورد اوکړنه  دافغان ولس اوپدې هيوادکښي دمېشتو قومونودوحدت او ورورگلوۍ په گټه نه ،بلکې داډول بې مسوليته کړنې ددې هيواد دروانو غميزواوملي نفاق دغځېدولامل بولي .

بلې !

له نن څخه شپږ مياشتي وړاندي دافغانستان او المان فدرالي جمهوريت جگپوړودولتي چارواکو لخواپه نړيواله کچه اعلان وسوچي دروان ۲۰۱۱ ز کال ددسمبردمياشتي په لمړيو اونيوکښي به دافغانستان دراتلونکي سياسي ،اقتصادي اوپوځی  برخليک  ټاکلوپه اړوند دالمان فدرالي جمهوريت دبن په ښارکي نړيوال کنفرانس جوړ سي .

په خبرکښي داخبره هم سپينه شوې وه چي ددې نړيوال کنفرانس کوربه دالمان هيوادخونوري  رسمی چاري ئي په افغان دولت پوري اړه لري .داپدې معناچې ددې نړيوال کنفرانس  اساسی چاري دافغانستان دبهرنيوچارو وزارت لخوا سمباليږي .

دروان کال دحمل دمياشتي  پر اتمه دافغانستان دبهرنيو چارووزارت وياند ښاغلي فقيري  ډله ايزورسنيوته په دری ژبه وويل : ((كنفرانس بين‌المللي بن به ميزباني كشور آلمان با دستورالعمل دولت افغانستان  داير ميشود.))

دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت ددې مقام په وينا (( رياست اجلاس بن دوم را افغان‌ها به عهده خواهند داشت و با دستور العمل افغاني به پيش برده خواهد شد. ))

دغه وينا اوترهرهغه وروسته دافغانستان دولسمشر ښاغلي کرزي څرگندونې چي دبن کنفرانس ټول واک اوصلاحيت په افغانانوپوري اړه لري، په نظرکي نيولوسره په حقوقی بڼه  دکنفرانس دگډونوالولخوا دپښتوژبې پر استعمال قدغن اودکنفرانس دنورويادوسويوژبوپه قطارکښي دپښتوژبې نه يادونې په اړوند د پورته راپيداشوي داندېښنې سترمسوليت هم دافغاني هغوچارواکوپر غاړه دی کوم چي ددې کنفرانس دسمبالښت ،ترتيب اوتنظيم چاري اودمشرتابه مسؤليت لري .

له ډله ايزورسنيواوترموږ پوري رارسېدلوبرېښنا ليکونونه داسي برېښي چې ممکن رښتياهم  د بُن دوهم کنفرانس  کې پښتو ژبې ته ځای نه وی ورکړل سوئ  اوپدې کنفرانس کښي به گډونوال  يوازي  دانګليسي، روسي، عربي، الماني ،فرانسوي  اودري ژبوداستعمال حق اوامکانات ولري .

پدې اړوندزموږدټولنې وړاندیز !

ددې لپاره چي دنړيوال کنفرانسونه دافغانستان دسياسي،اقتصادي،ټولنيزاوپوځی  ستونزودحل لار چارولټولولپاره دايرېږي زموږ وړانديز دادی چي دافغانستان په اړوندپه ټولوهغونړيوالوکنفرانسونوکښي چي له څوژبونه گډونوالوته داستفادې حق او اجازه ورکړه سوی وي نودافغانستان دوملي ژبو(پښتواودری ) داستعمال اواستفادې حق اوامکانات برابرول هم بايدددې هيوادسياسي خپلواکی اوملي غرورته ددرناوي په موخه له نظره ونه غورځول سي.

د بُن دوهم کنفرانس کښي دپښتو ژبې  هیرول دافغانستان یوه لوي اوسترقوم دهیرېدلو په معنا بلل کېږي ، موږ داډول کړنه په نړيواله کچه لويه اونه بخښونکې تيروتنه اودخپل ولس سره دافغاني اړونده چارواکو لخوا ملي جفا بولو.

پر ځاي اوله ازرښتونونه به ډکه وي که چيري په  نړيوالو کنفرانسونوکښي پښتو اودري ژبې دنړئ له نورهغوژبوسره يوځاي داستعمال حق ولري کوم چي په کنفرانس کښي مطرح ژبې بلل کيږي . اوددې تر څنگ دادافغانستان دمېشتو قومونوديووالي اواتحاد په گټه بولوچي په مرکز (کابل ) کښي ټول دولتي مامورين اودټول هيوادپه کچه ټول ملکی اوپوځی اوسياسي جگپوړي چارواکي په پښتو اودري ژبو يوشان ليکل ،لوستل اوخبري  وکړاي شي، ترڅو دعامو خلکودمراجعې په صورت کښي هغوي ددولتي مامورينوسره دژبې دنه پوهاوی له امله  له  ستونزوسره مخامخ نسي اودبلې خواداډول دملي نفاق اواختلاف دزېږېدومخه ونيول سي  .

پدې حساسو پوځی ،سياسی اوټولنيزوشرايطوکښي چې له يوې خوادافغانستان دگاونډيانوپه هڅونه ددې هيواد په پښتون مېشتو سيموکښي دټول هيوادپه کچه  تاوتریخوالی مخ پر زياتېدودی  اودبلې خواله لويه سره پښتانه له دولتی واکمنۍ نه ددوي سره دميرېزي ورور په بڼه دکړنې اوددوې غوښتنوته نه پاملرنې له امله ددولت اوملت ترمنځ واټن ليري شوی اودبلې خواله دې ناخوالي نه دسولي اوثبات دښمنان دخپلو موخوپه گټه دپښتنوپه منځ کي په تبليغاتي اوعملي بڼه استفاده وکوي ،نوکه دبن په کنفرانس کي هم پر پښتو ژبې قدغن اوهغه ددې کنفرانس له ويونکو ژبونه ووزي ،پدې باوريوچي داکاربه دپښتنودنوري خوابدۍ،په هيوادکي دسولي اوثبات دټکني کېدو لامل شي .

دپښتو ژبې اوپښتنوسره په رسمی بڼه داډول  سپکه کړنه اوبرخودربه دهغولپاره گټور تمام سي کوم چي دملي نفاق اوترېنگلتيالپاره ئي ديوه کمزورافغانستان دخوب رښتياکېدوپه موخه ملاتړلې ناست دي .

که چيري داسي تيروتنه سوې وي چي په رښتياسره هم دکنفرانس درسمي ژبوپه لړ کښي پښتوژبه په پام کښي نه وي نيول سوې دافغانستان له ولسمشر اوددي هيوادله بهرنيو چارو وزير اوپارلمان څخه غوښتنه کوو چي دغه مليناخوالي ته جدي پاملرنه وکړي ،پرې نه ږدې چي يولړ بېلتون غوښتونکي دافغان ولس په منځ کښي پدې وسيله داختلاف رازېږېدواوغوښن کېدولپاره امکانات ولټوي.داستونځه چي ډيره ساده اوعادې ده ژرترژره بايد حل اودعام ولس راپيداسوواندېښنوته ددولتي اړوده چارواکولخواپه رسمی بڼه  جواب وويل سي . ومن الله التوفيق

ددوستۍ دفرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب الله غمخور