د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمحمد عزیز(مختار) طنزونه

پوهنمل محمود نظری 01.11.2011 00:11

مختار صاحب د ماما شوخک په نامه یو طنزی نشریه خپروله دا نشریه افغانې ټولنی دویمه طنزیه نشریه تر ترجمان وروسته وه چې ټولنیز اوسیاسی طنزونه او دولتی کارمندانو کاریکاتورنه یې خپرول، داچې مختار صاحب درسنیو دوستانو ماما باله نو د هغه نشریه د ماماشوخک په نامه وه.
(مختار) صاحب یو خوش خویه او بذله ویونکی لیکوال و، چې ډیر طنزی شعرونه يې ویلي دي
هغه په( ۱۳۶۸ ل)کال کې په مزار شریف کې مړ سوی دی.
د هغه دحافظ دشعر تضمین داسی دی


دست بوسی

(به عزم تو به سحر گفتم استخاره کنم)
ز رنج قیمت ارزاق جا مه پاره کنم
اگر ز گوشت گرفتم کناره موسم دی
(بهار تو به شکن میرسد چه چاره کنم)
(سخن درست بگویم نمی توانم دید)
که دست بوسی بیگانه گان نظاره کنم
نیم چو محتسب شهر عاشق رشوت
(مرا چه کار که منع شراب خواره کنم)
اگر به خواب ببینم جمال موتر بینز
(جوان شوم ز سر و ز نده گی دوباره کنم)
به جای تیکه نصوار و پایگاه قمار
( همان به است که میخانه را اجاره کنم)
اگر مقام گرفتم چو ناکسان بینی
(که ناز بر فلک و حکم بر ستاره کنم)

(ستا په عزم می سهار ته ویل استخاره کوم)
ددی ارزاقو د بیو د رنځه کالی پاره کوم
که می له غوښو پرهیز وکړ پرون
( د توبې ماتولو پسرلی راځي څه چاره به کوم)
خبره سمه کوم نه سوای لیدلی)
چې دپردیو د لاس مچولو نظاره کوم
نیم لکه د ښار محتسب د رشوت عاشق
(زه څه کاره یم چي شراب منع کوم)
که په خوب کې ووینم جمال د بینس موتر
ځوان به سم له سره دوباره ژوندکوم
د نسوارو د ټیکې د خمار ځای پر ځای
( دا ښه ده چي میخانه اجاره کړم)
که می مقام پیداکړ لکه ناکسان وبه وینې
چي ناز پر فلک او حکم پر ستوری کوم

تحفه عید
این نفس سر کشم بشود در بدر به عید
ترسم شوم شهید شکم بی خبر به عید
در ماه روزه سفره زاهد پلو ندید
شاید شود نیاز شبش کارگر به عید

د یاغی نفس می سی دربدر په اختر کې
ویریږم شهید د نس سم بې خبره په اختر کې
په روژه کي زاهد دستر خوان ونه لید پلو
شاید د شپې دعا يې قبوله سی په اختر کې


از بسکه کلچه خورد به هرخانه محتسب
دستور معده میدهدش داکتر به عید
پر خورد شیخ شهر و ببردند بر خرش
باشد که انفلاق کند بی خطر به عید

محتسب ډیری کلچی وخوړې په هر کور کې
ډاکټر د دګېډې دستور ورکوی په اختر کې
د ښار خیټو شیخ یې پر خره یووړ
چې انفلاق ونه کړې په اختر کې

بیداد محتکر به دلم داغها نهاد
ترسم که احتکار شود داغتر به عید
یارب! روا مدار شود خلق بیگناه
هر دم شهید راکت بیدادگر به عید
د محتکر جفا په زړه داغونه راکړل
ویریږم چي احتکار ډیر سي په اختر کې
یاربه ! بیګناه خلک مه هر دم شهیدوه
د بې عدالتي په راکت په اختر کې

مختار صاحب لاسوته بی نیازه خدای ته پورته کوي او دپاک خدایه غواړی د افغانانو له کوره نفاق لیری کړی او دزړه له سوزه وايي

نیاز به درگاه بی نیاز


یارب که آه خسته دلان کارگر شود
شام نفاق ملت افغان سحر شود
یارب! به اشک داغ یتیمان بیگناه
طرح جفای خصم وطن بی اثر شود
یارب ګوندې دخوارو آه قبوله سي
دا دافغان ملت دنفاق شپه لنډه سي
یارب ! د بی ګناه یتیمانو د تودو اوښکو په برکت
ګوندې د وطن د دوښمن دجفای طرح بې اثره سي

دشوخك طنزی نشریه:
دشوخك طنزی نشریه له ترجمان وروسته دوهمه طنزیه نشریه ده چې په کال ۱۳۵۰ کې د عبدالغفار ګداز په امتیازپه کابل کي خپریدله چې د عزيز مختار يي مدیر مسوول و
داچي دا نشریه په زورواکو نیوکې لرلې نو پرهغو ښه نه لګیده نوهغه يې په کال ۱۳۵۱ بنده کړه،دا نشریه دویم وار په کال ( ۱۳۷۱ ل) د لږ مدی لپاره بیا په خپرونو پيل وکړ، خو دمجاهدینو په دوره کې یې بیاهم مجال پيدا نه کړچې چاپ سي نو له کابل څخه يي مزار شریف ته ګډه وکړه او هلته خپريدله .