د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مرداره ده ؟!

محمود نظری 27.10.2011 20:39

طنز

 

پیشو يې کړې د غوښو تحویدار  ده

زموږ له خپلو باشیانو څخه مرداره ده

خره یې راته بې بریته زمریان کړه

 دا علمی رتبه خره ته  مزه داره ده

 ډیر بې پته وټاکل سوه سرلښکران 

هر یوته د کلانتر څوکۍ پت داره ده
هر یوچې یې خوند وګوري ملنګ سي
دا د خیانت حلوا خورا خوند داره ده
دلته ټول مشران دی کشران نسته
دډیرو قصابانو دلاسه غوا مرداره ده
چور اوچپاو کیږي وایي دیموکراسی ده
زه وایم داخبره لږڅه لګه داره ده
ډیریږی مستقل ریاستونه، کمیسیونونه
دا غوماښې له ټولو سره په وینوکې بنډه داره ده
دکیمسیون او قانون کوتنه ایستل سوی
دلوی جرګې کوتنه لا پاته اشه داره ده
کراري نه ده لیکل سوی په ازل کې دافغان
لکه لیونتون له یو نه د یوه کریغره شورداره ده
بزرګانولکه پوډریانو سرونه پر زنګانه ایښي
د ولاړیدو نه دی یوه یوه خبره یې پانډه داره ده
دلته هر مرداراوناروا کړه حلال سوی
یوازې سوله ، رښتیا او وطن پرستی مرداره ده
ترڅو به ناروغ او کوږ سیاست دلته چلیږي
د میرا هر خبره ولس ته کوپي کشی داره ده
لکه اوښ یو امیر دلته سم نسته
دا خبره اربابانو ته لغاز داره ده
واکمنو دقانون ژی له اوبو ډ ک کړی
اوس يې په هر کمینه او شوکمار داره ده
جوپه مشر مو تر دننه بهر ډیر الوزي
دا وریښمینه چپنه یې خورا هوا داره ده
مشرپه ارګ کې دی یو پوچک کارتوس
دنیا او ولس د هغه ډز ته پامته داره ده
***
پردو موږ ته تناوکړی راوست امر موږک
دا لویه څوکۍ په هغه باندې بر داره ده
ټوله خره دلته اموخته سوه په غوښه
دهغو له برکته موږ ښه هوا بوی داره ده
ګاوندیان موکوی له هر خوا منډون
ددې یتیم هیواد میره اخیتارداره ده
ددنیا ټوله ښکاریان دلته راغلي
زموږ د هوسۍ غوښه لعاب داره ده
تلواله له ورځی الوی وی تر سل زیات مږونه
یوناما وايي هغه تر طالب ډیره انصاف داره ده
دا دسولې سپینه کوتره درنه ګرځي
لکه چې چا کړی هغه خواره بار داره ده
دستر خوان مو د چاروالی میدان سوی
اخیری لوبه يي هرومروچالداره ده
د ښځو دازادی په نامه کونډې بورې زېږی
د ا دښځو کیسه یرغلګرو ته بخچه داره ده
داور شغلې دلته تر اسمانه رسیږي
د سونګ دموادو یې دنیا ذمه داره ده
په دې دنیا کې څوک په سیاست باور وکړی
د هر ملا، پادری اوربی ګنډه مرداره ده

هغه وکیلان چې دجوړجاړی پر ګوډ خره راغلی
د هر یوه خوله لکه مست پيل ځکداره ده
دفرعون مارکو وکیلانو انډوخرګوره
هغوته یوازې خپله ګټه وټه واره داره ده
داپوزیسیون چرګه بې وخته کوی اذانونه
په ګټه وټه کې له پاسوالو سره توبره داره ده
قانوني او ډبل عبداله ورکړ ناتو ته سند
چې دافغان د وژلو اوشتو حق داره ده
اوس هم توران د کامی تور عینکو ګوری
دا خبره افعانانو ته ډیره شرمداره ده
دکلتور وزیر افغانستان خپله بولی خراسان
دهغه خپله تړیا د ایران سره زونګه داره ده
کاشوازه پښتانه په نورو ژبو میینان سوی
له پښتو ژبې دری ورته ډیره واره داره ده

وییونه:
بنډه ( حصه ، ونډه)،پانډه ( بی دوده) ، پامته ( انتظار)