د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اینځر ګټې

فیصل جلالي 27.10.2011 19:34

والتین والزیتون
قسم پر اینځر او زیتون
لیکوال:هارون یحی

ژباړن: فیصل جلالي


خدای ج سوونو کاله مخکې په قران کریم کې پر انځر سوګند یاد کړی، سوګند ددې میوې غذایي او صحي ارزښت زیاتوي.
په ټولو میوو کې یوازینۍ میوه اینځر ده چې ‌‌ډیر مقدار فایبر لری، یو دانه وچ اینځر په ورځ کې د انسان دبدن ۲۰٪ ضروری فایبر پوره کوی.
کومې میوی چې فایبر لری د انسان د هاضمی سستم سره ډیره مرسته کوی او د هاضمی سستم د سرطان له غدی مخنیوی کوی. غذای فایبر پر دوه ډوله ده.
۱.په اوبو کې منحل فایبرونه؛
۲.غیر منحل فایبرونه ؛
منحل فایبرونه
هغه غذاګانی چې منحل فایبر لرونکې دی هغه له کولمو سره د فاضله موادو په لری کولو کې مرسته کوی.
غیر منحل فایبرونه
غیر منحل فایبرونه غټي کولمی د سرطان له ناروغی ساتي ، همدارنګه هغه غذاوی چې عام فایبر لری د وینی کلسترول کموی او د انسان بدن له قلبی حملو ژغوری، د یادونی وړ داده چې په اینځر کې دواړه فایبرونه موجود دی.
د کلفورنیا مشورتی بورد په دی عقیده دی چې اینځر نسبت نورو میوو ته ډیر مقدار انټی اوکسډانټونه لری، انټی اوکسیډآنټ هغه مواد دی چې موږ سره د هر ډول ناروغی په لرې کولو کې مرسته کوی، کوم مضره مواد چې د کیمیاوی تعاملاتو په نتیجه کې دانسان په بدن کې پیداکیږی د انټی اوکسیډانټ په واسطی سره له منځه ځی، او د بدن حجرات له تخریبه ژغوری .
د سکرانتوم پوهنتون پخپلو څیړنو کې دا ثابته کړی ده چې په اینځر کې ډیر مقدار فینول موجود دی، چې یو ډیر مقدار فینول له یو انټي اوکسیډانټ سره برابریږی، د فینول دنده دا د چې د بدن جراثیم مړه کوی.
په نیو جرسی کې د روتګر پوهنتون دا څرګنده کړی ده چې ۳اویګا، ۶اومیګا او فیتوسټرول په وچ اینځر کې موجود دی، چې دا ټول هغه مواد دی چې کلسترول کموی د همدی شحمی تیزابونو په واسطی سره ډیری ناروغی صحت پیدا کیږی لکه د قلب ناروغی، دماغ او له عصبی رشتو سره هم مرسته کوی.
د کلفورنیا مشورتی بورد په دی نظر دی چې اینځر یوه بشپړه میوه ده چې د هر ډاول ناروغی لپاره دارو ده.
اینځر یوازی غذایی ارزښت نه لری بلکې صحی ارزښت يې هم ډیر دی. اینځر واځده، سودیم، او کلسترول نه لری، خو ډیر مقدار فایبر لری.
هغه څوک چې غواړی خپل وزن کم کړی یا واځده، په دی لاره کې اینځر ورسره ډیره مرسته کولای شي.
اینځر ډیر زیات منرالونه لری، ۴۰ګرام اینځر په ورځ کې د بدن ۶۰٪ کلسیم، پوتاشیم، او وسپنه پوره کوی، وروسته له مالتی نه اینځر ډیر کلسیم لری.
دا ټولی ښیګڼی په اینځر کې د خدای ج ستر رحم دی پر خپلو بنده ګانو باندی چې تر څو وکولای شی چې خپلی ناروغی او نور مشکلات پری حل کړی، د اینځر ګټی انسانانو ته د ننی معاصری ټکنالوژی څرګنده کړی، خو خدای ج پری سونو کاله مخکې پری سوګند یاد کړی او د اینځر ګټی يې ښودلی وی.