د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښه به وي چې دخپلې کمبلې سره پښې سمې وغځوو

حبيب الله غمخور 25.10.2011 13:48

هيڅوک حق نلري دافغان ولس په استازيتوب ددوي دملي گټواوغرور پر خلاف  بي مسوليته څرگندونې وکړې

تاريخ شاهد دی  چې پاکستان دخپل جوړېدوله وخت نه بياتراوسه دافغانستان سره ښه گاونډيتوب ندی پاللۍ.

نن مې په ډله ايزو رسنيوکي ولوستل چي کرزی صاحب وايي : ((که پر پاکستان امریکا یا هندوستان حمله وکړي او جګړه ونښلي، افغانستان به له خپل ورور پاکستان سره ودرېږي  .))

دشرم خبره خوداده چي کرزی صاحب پاکستانيانوته پداسي حال کي د وروڼوخطاب کوی چي دنوروټولواحمقانه اوغير انساني مداخلوتر څنگ ئي پدې ورستيو څو مياشتوکي  تر (( ۱۶۰۰ ))زيات توغندی زموږ پر مقدسه خاوره اورولی اوپه سلهاوو کورنۍ ئې دخپل ټاټوبی پرېښودلوته اړيستي دي ،هدف مې ښکلي ننگرهار اوگران کنړ مربوطې سيمې دي .

موږ پدي هکله فکر کوو چي څنگه نړيواله ټولنه او امريکا  پردې معتقده کړو چي دشرارت مرکزاودافغان ولس ددښمنۍ زاله پاکستان دی ؛ولې متاسفانه  کرزی صاحب دافغان ولس دارادې اوددوي مقدساتوته ددرناوي خلاف هغوي ته دگرانو ورنواودهغوي نه دهرډول ملاتړ خبري کوي .

نوموړي د پاکستان جیو تلویزیون سره په مرکه کې وویل :  ((که پر پاکستان امریکا یا هندوستان حمله وکړي او جګړه ونښلي، افغانستان به له خپل ورور پاکستان سره ودرېږي. دادکرزی نظر دي يو افغان چي ځان افغان بولي دپاکستان په پلوي به هيڅ وخت اوپه هيڅ حال کي ونه درېږي .))    

نوموړی داخبرې پداسي حال کښي کوي چي پدې ښه پوهېږي اوداټولې نړۍ ته ترلمر روښانه ده چي په ژوندبه  يوافغان چې دخپلې افغانی مورشيدې ئي رودلې وي دپاکستان په دفاع کي ونه درېږي.پدې دليل بايد داپه ډاگه وويل سي چي ښاغلی  کرزی صاحب پدي ډول څرگندونوکې په هيڅ صورت اوپلمه دافغان ولس استازيتوب نسي کولاي .

 کرزي صاحب  دپاکستاني ژورنالست دسوال په جواب کي وړاندي  وايي : (( که پر پاکستان برید وشو او د پاکستان خلکو د افغانستان مرستې ته اړتیا لرله، افغانستان به له تاسو سره لاس یو کړي.موږ ستاسو وروڼه یو، پاکستان د پخواني شوروي پوځونو د یرغل په کلونو کې موږ ته پناه راکړه، پاکستان ته موږ د ورور په سترګه ګورو، موږ په پاکستان کې د کډوالو په توګه په عزت ژوند کړی.))

دافغان ولس دغوڅ اکثريت خطاب کرزی صاحب ته دادۍ چې کرزی صاحب دې پدې پوره پوه وي چي دپاکستان اوافغانستان دراپېښوتاريخي لانجوپه اړوند پدي ډول بې مسوليته افغان دښمنه څرگندونو دافغان ولس استازيتوب نسي کولاي. نوموړۍ پدې تر هرچاښه پوهېږي چې افغان ولس دده نه دخلاصون لاره لټوي اوپدې هم  پوهېږي  چي پاکستان دخپل موجوديت له وخته تر اوسه دافغان ولس په وړاندي کومې کرغېړنې کړنې  سرته رسولې دي !

موږنه پوهېږوچي کرزی صا حب په کوم جرات اودکوم ملت په استازيتوب دپاکستان په وړاندي داسي څرگندونې کوي ؟ ايانوموړۍ پدې نه پوهېږي چي پاکستاني چارواکوته دهغه په وړاندي دافغان ولس نظر معلوم دی اوپدې ښه پوهيږې چې کرزی صاحب په افغان ولس کي ځاي نلري .داټوله نړۍ پدې پوهېږي بېله دېنه چي دکرزی صاحب په وړاندي دافغان ولس دسمپاتی په هکله  دطالبانواوددولت دنورووسله والومخالفينو خبره مطرح وي ددولتی فساد اوملی مزورونوپه پايله کښي عام ولس ددې دولت اودهغه په سرکي له  کرزی صاحب نه دابد لپاره  بېزاردی .

جالبه اوحيرانوونکې خوداده چي کرزي صاحب  دا خبرې په داسي حال کې کړي ،کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن سره په گډه خبري ناسته  کې  د افغانستان د ټولو بدمرغیو او د جګړې د دوام مسوولیت د پاکستان په غاړه واچاوه ، ویې ویل : تروریستان په پاکستان کې روزل کېږي، تمویل کېږي، ساتل کېږی او افغانستان ته د حملو لپاره رالېږل کېږي.

خو اوس موږ نه پوهېږوچي کرزی صاحب ولي لکه پاکستاني چارواکي له خپل ولس سره دومخی سياست کوي ؟يوه ورځ يوڅه اوبله ورځ بل څه وايي ؟

له کرزي څخه يې پوښتل چې ایا افغانستان به په هغه صورت کې چې هند پر پاکستان برید وکړي، د پاکستان ملاتړ وکړي؟ ده وویل : ((که هرڅوک پر پاکستان برید وکړي، موږ به د پاکستان ترڅنګ ودرېږو.افغانستان به د پاکستان ورور وي او هیڅکله به له ورور سره خیانت ونه کړي.))

دلته مي هغه پښتو متل راپياد سو چي وايي : ((که پزپرېکړي شرم درلوداي بيابه ئي دپزي نوم نه اخيستی )) پر افغانستان دپاکستان بريدونه اوتيریولړۍ  په خرپ روان ده، خو کرزی صاحب ددي لپاره که سبا بې واکه سي بايد هلته ځاي ولري داډول دافغان ولس دملي غرورپر خلاف څرگندونې کوي !

 کرزی صاحب بايد پدي باورولري که امريکادهغه نه لاس په سرشي په افغانستان کي به څوک هغه ته کتابت هم ورنکړي ،موږ ډير پخواپوهېږوچي تر واک سپارلو وروسته که ددې پروسې عملي کېدل په ۲۰۱۴ کي  ممکن سول په افغانستان کي يوه شېبه هم دپاته کېدو امکان ونلري. پدې بايد ډاده اوسي چي  په هغه صورت کې به پاکستان هم دهغه نه ملاتړ ونکړي ،ځکه پاکستان دتاريخ په اوږودوکي دهغه افغان ملاتړ کړی  کوم چي کولاي سي په افغانستان کي  دافغان ولس دملي گټو پر خلاف دپاکستان په گټه  کارونه سرته ورسوي  .

پدې تاريخي اودپاکستان په گټه تلوېزيوني مرکه کښي دښاغلي کرزی له څرگندونونه له ورايه داسي ښکاري  چي نوموړی  دافغانستان دجمهوررئيس په توگه نه ،بلکي په پاکستان کي اوياله پاکستان نه راغلي مهاجر په توگه دخپلو درنو او گرا نو خودافغان ولس تاريخي دښمنو ورڼوپه گټه خبري کوي اوهغوي ته ددرناوی په خاطر  سرټيټئ کوي .

داسي ښکاري  چي دهغوي دخوشاحالېدواوپه پاکستان کي دسبالپاره دپښې اېښودلوپه موخه هغه داڅکزوخبره داډول  بې مسولته اوافغان ولس دارادې خلاف گايېږي .

کرزی صاحب په خپلو څرگندونوسره دابدلپاره دافغانستان په کورنيو چاروکي دپاکستان دمداخلواوپر افغانستان پر پاکه خاوره دپاکستان لخوادتيری وړاندي کومه انتقادي خبره نسي کولاي ،هغه دافگانستان دجمهوررئيس په توگه افغانانوپه استازيتوب پاکستان نارواکړنوپه خاطر دانتقادکولوحق له لاسه ورکړ اودنړيوالي ټولنې دهغوتلاښونوپه وړاندي ودريد کوم چي پر پاکستاني چارواکو فشار راوړي ترڅوپه پاکستان کي دترهگرو جرړي وباسي .په حقيقت کي دده خبرې دامريکادبهرنيو چارودوزيري دهغوڅرگندونوپر خلاف غبرگون دی کوم چي پاکستاني چارواکوته ئي وويل : ((دافغانستان په وړاندي پاکستان دمرستندويه ،بې تفاوته اويازيان رسونکی لار گوره کولاي سي .))

افغانانودالس کاله کيږې چي له نړېوالوټولنې او امريکانه غوښتل دافغانستان دمسلې دحل اوپه سيمه کښي درواني جگړې دپايته رسېدوپه خاطر پر پاکستان چي په سيمه اونړۍ کښي دشرارت دمرکزپه نامه نړيوال شهرت لري سياسي اوپوځی فشار راوړي ؛ اوس چي امريکا اونړيواله ټولنه پدې ډاډمنه سول  چې دافغان ولس اونړيوالې ټولنې دټولو ناخوالواوترهگرومرکز پاکستان دی اوددې مرکز جرړي بايد هلته اويستل شي نه داچي په افغانستان کي دترهگروپه نامه بې گناه انسانان وژل کيږ ي ،کرزی صاحب وايي افغانستان به دپاکستان پر خلاف دحملې په صورت کښي دپاکستان په پلوی ودرېږي دافغانانولپاره دشرم اوموږ ته دمنلو وړنده .

دکرزی صاحب ورستی کړنې اوڅرگندونې دافغانستان ملي افتخاراتو اوملي گټو ته زيانميې برېښي،هغه بايد پدي پوه وي چي خپلو خبروته دافغانستان دملي گټو په وړاندي ترهغوچي په ارگ کي دقانوني اوسيدو حق ولري جدي پام وکړي .

پدې بايد ټوله نړۍ پوه وي چي زموږ ولس هيڅوک ، په هر مقام کښي چي وي دپاکستان دتاريخي کرغېړنو کړنوپه پايله کښي دهيچاپر خلاف دپاکستان په گټه نسي استعمالولاي  .

داوعدې که کرزی صاحب اويابل کوم ښاغلی دافغان ولس په استازيتوب  يوچاته ورکوی ، پاکستان چارواکي پدي بايد پوه وي چي موږ له دوي نه تاريخي گيله لرو اودوي په عملي بڼه  پدي څولسيزوکښي زموږ دولس سره دخواخوږي گاونډي په توگه سلوک ندی کړي ،ددوي  يوازنۍ اوهمېشنۍ ډالی موږ ته افغان وژنه اوپدي هيوادکي دخپل لاس پوڅی دولت جوړېدولپاره تلاښونه دي اوبس   .

داپاکستان دی چي داڅو لسيزي ئي زموږکورته جگړه کله دشوروی دتيری اوکله دمجاهد ياطالب اواوکله هم دترهگروسره دنړيوالي مبارزي دملگرتيا په نامه افغان وژنه راوړې ده .

 زموږ وياړلۍ ولس پدي سياسي لوبوکي ژوند دلاسه ورکوي خو پاکستانيان دافگان ولس په بدمرغيو اوخواريوکشي خپلې گټې پکښي لټوي .زموږولس  دلوږی مری اوددوي له واسکټونه په عزاب د ي ،خودوي راکټونه او واسکټونه رالېږي .

دادي يوځل بيادکرزی صاحب دوي  سکني ورونه بولي !خداي دې ده ته مبارک  کړي ،خوزموږ ځيني بېزار يواودنړۍ والي ټولنې  په سرکي له امريکانه په کلکه غواړوچي بايدپر پاکستان خپل سياسي فشارته دوام ورکړي تر څودوي مجبوري سی زموږ دهيوادپه کورنيو چاروکي دوسله والي اواستخباراتي مداخلي او واسکټ رالېږلونه لاس په سر شي .

همدا ډول دنړيوالي ټولنې په ويناچي داستانبول اوبن کنفرانسونه به دافغان ولس په گټه پرېکړي ولري ، جدي غوښتنه کوو چې ددې پر افغان ولس تپل سوی دولت  اودولتي چارواکونه دخپل ملاتړ لاس پورته کړي اوافغان ولس ته اجازه ورکړي تر څوپه خپله خوښه ځانته دولتی چارواکي وټاکي .ومن الله التوفيق