د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دقذافي وژنی دلیبیا دانتقالي شورای په منځ کی داختلافونو بوی راپورته کړ

بخت الرحمن بخت 24.10.2011 23:06

دلیبیا د ملي انتقالي شوری ځواکونه چی له تیرو اتو میاشتو راهیسي دامریکي دامتحده ایالاتو او دناټو دغړو هیوادونو له لوري دلیبیا دپخواني اولسمشر معمرقذافي دواک په خلاف په وسلواله مبارزه لاس پوري کړی وو، دغه وسلوال که څه هم دناټو ځواکونو له پوره هوایی مرستو اوکمک څخه برخمن وو خو بیاهم ځاي پرځای دلیبیا دپخواني حکومت قذافي ته دوفادارو ځواکونو له لوري له سخت غبرګون سره مخ شول، خو چي کله به هم دغه وسلوال دلیبیا دحکومت له لوري له مقاومت اوماتی سره مخ کیدل بیا به یی دبهرنیانو په وړاندي ناري راپورته شوی، چی دقذافی دنظام اوپه فوځ په وړاندی ددغي بهرنی ټلوالي هوایی بریدونه ناکافي دی.
دغه بهرنی ټلواله چی دقذافي دځواکونو او دلیبیا دعسکری زیرمو اوتاسیساتو دورانولو او له منځه وړولو لپاره به یی هیله لټوله یوځل به یی بیا ددی عصر دجدیدو الوتکوپه واسطه دلیبیا فوځي تاسیسات تربریدونو لاندی راوستل اوبیا به یی دقذافي په وړاندي دجوړي شوی ټلوالي وسلوالو ته وویل چی اوس نو ورشي په سیمه کی نه ژوندی ژبه پاته شوی اونه هم دډز کوله کومه اله.
لنډه داچی دغو وسلوالو دبهرنیو بادارانو په مرسته اوکمک سره اخیر دلیبیا پلازمینه طرابلس فتح کړ، باب العزیزیه کی یی دقذافي په لټولو کی ټولی لوټی اوخښتی یوپل بل بسی واړولي، کله چی دقذافي په موند لو کي پاتی راغلل ، ویی ویل چی قذافي دخپلي کورني له غړو سره یوځای الجزایرته تللی دی، دنړیوالو(انټرپول) دپولیسو له اداري څخه دنوموړي دنیولو او لیبیا ته دسپارولو غوښتنه هم وکړه
خو دقذافي له لوري به کله کله ږغیږ پیغامونه خپریدل او نوموړي به پردغه ټیکی باندی زیات ټینګار کاوو چی ترمرګه به هیواد کی پاته کیږی اوله هیواده څخه به نه وزي.
دطرابلس له نیولو څخه وروسته بیاهم دټلوالي وسلوال کله نا کله وقذافي ته وفادارو ځواکونو له لوري له نښتو سره مخ کیدو، کله به ددغي ټلوالو له لوری داسي خبرونه هم خپریدو چی دقذافي پلانی زوی مو نیولی اویا هم وژلی دي، خو چی دقذافي دزامنوله لوري به په غږیزو پیغامونو کی ددغي ټلوالی ادعاوي ردکیدله بیا به یی دناټو غړو هیوادونه ته ګیله وکړه چی و قذافي ته وفادارو عسکرو په وړاندی له پوره زور او ځواک څخه کارنه اخلی.
بالاخیر هغه وو چی تیره پنج شنبه له غرمی څخه وروسته مو د نریوالو غږیزو او انځوریزو رسنیو له لاری خبرترلاسه کړ، چی دلیبیا هیواد ټولواک مشر معمرقذافي سخت ژوبل شوی او وروسته یی دټپونو له امله سا ورکړه.
په اول کي داسي خبرونه وو چی دقذافی اوملګرو قافله یی دسرت له ښار څخه دوتلو په حالت کي وه چی دناټو ځواکونو ترهوایی برید لاندی راغلي ، اونوموړ دناټو ځواکونو دبرید له کبله ووژل شو.
خو وروسته چی کله خبري رسینو دنوموړي ځیني ویډیوګانو نشر کړی، خبره بل رقم وه.
اوس به راشو دقذافی دوژلو په اړه به دجګړي داول خط دځیني قواماندانو دسترګو لیدلي حال بیان کړو، ترځو څرګنده شي چی قذافي ولی ووژل شو، چاووژي او چیري یی ووژی.
دبی بی سی دنړیوالي خبری رسني له لوري یوه ویډیو خپره شوه، په دی ویډیو کی قذافي په وینو کی لت پت ښکاری، څو وسلوال یی کشه وي او ورباندی دتکبیر چیغی وهي، دنوموړي شااوخوا دوسلوالو ګڼه اوګوڼه ده، وسلوال ډول ډول ناري وهی خو یواځی دالله اکبرناري فهمول کیږی، له ګڼي ګوڼي او شوماشو ر سره یوځای دډزو اوازونه هم اوریدل کیږي.
یوکس چی خپل نوم محمد لیث ښیی او ځان دهغي ډلي قومندان بولي چا چی قذافي نیولی او وژلي دي.
نوموړي وایی کله چی قذافي زمونږ له لوري څخه محاصره شو، اونور یی یقین شو چی له محاصری څخه نه شم وتلی، نو په داسي حالت کی له خپل جیپ موټر څخه کوز شو چی یوه لاس کی یی توپنګچه او بل کی کلاشنګوف نیولي وو، ښی او کیڼ لوری ته یی کتل، دیوي کندی په لوریی مونډي وهلی ترڅو دتیښتی لاره غوره کړي، نوموړي وایی په دغه وخت کی ما خپلو وسلولو ته امر وکړه ؛؛ ډزي پری وکړي چی څه پیښیږي؛؛ لیث وایی هغه وو چی ملګرو یی ډزي باندی وکړي، چی له امله یی قذافي په پښو او اوږو کی ټپي شو، څرنګه چی قذافي ډیرکمزوی او ناروغه وو ویی نه شو کړای چی دټپونو تاب راوړي اومړشو.
خوکوم څه چی ویډیو ښکاره وی اوڅه چی لیث وایی دا دواړي یوله بله څخه ډیرتوپيرلری، په ویډیو کی قذا في ښکاري چی وسلوال یی له لاسونه څخه کشوي، پرمخ یی ویني راپهیږی اوپه سرکی لګیدلي دي.
دقذ ا في له وژلو څخه یوه ورځ وروسته بیا دالجزیري ټلویزیون له یوه بل کس سره چی خپل نوم (سند الصادق الریبی) ښیی او ځان دجګړي داول خط دهغي ډلي قومندان ښیی چاچی قذافي نیولي او وژلی دي.
نوموړي په داسی حال کی له رسنیو سره خبري کوی چی لاسونو کی یی دسرو زرو یوه ګوتمي اوپه وینو باندي رنګ شوي جاکټ نیولی دی ګمان کیږي چه دغه دواړه دزرو ګوتمي او جاکټ به دقذافي وي.
نوموړي وایی زه دبن غازي ښار دوسلوالو ملګري وم ددی لپاره چی دقذافي په خلاف کیدونکو عملیاتو کی برخه واخلم خپل ملګري می چی دلیبیا له پلازمیني طرابلس څخه دزرو کیلومټرو په فاصله کی واقع ده پریښوو، او راغلم دمصراته ښار له وسلوالو سره یوځای شوم کوم چی دسرت ښار دعملیاتو لپاره روان وو.
دغه کس وایی قذافي چي دخپلي کورني له غړو سره یوځای روان وو اوله ښاره څخه دتیښتي په حالت کی وو، دمصراته ښار دوسلوالو کسانوله ملګرو څخه دکوم کس ترسترګو شو، نوموړي وایی پرما باندی یی غږ وکړ چی داکس قذافي دي، وایی زما بیا هم باورنه کیدی چی نوموړي کس دی قذافي وی خو چی کله ورته نژدی ورغلو دنوموړي له ویښتانو څخه مالومیده چی قذافی دي، وایی خطایی ډزي مو باندی وکړي اونوموړي مو ونیوي.
سند الریبی وایی کله چی زه ورغلم دنوموړي لاسونو مو ترشا ورتړل یوه دزرو توپنګچه ورسره وه هغه مو ځیني واخیسته وایی په دغه وخت ما غوښتو چی نوموړي پرمخ باندي په څپړي ووهم، قذافي راته وویل دزوي پرځای می یی، وایی کله چی بله ځپړي می ورسره کش کړه راته یی وویل ولي خو دپلار برځای دی یم.
سند الریبی وایی ما اوځینو نورو ملګرو چي له بن غازي ښار څخه راغلی وو، اودبن غازي دښار په وسلوالو پوري مو اړه درلوده نه مو غوښتل چی نوموړي ووژنو او اراده مو درلوده چی نوموړي به دبن غازي ښارته بیا یو، خو په دغه وخت دمصراته ښار وسلوالو کسانو هڅه وکړه چی قذافي زمونږ له منګو لو څخه خلاص کړی او دمصراته ښارته یی بوزي، وایی مونږ بیاهم ډیر ټینګار وکړ خو دمصراته ښار وسلوالو سخت مقاومت وکړ نه یی پریښودلو چی قذافي مونږ له ځانه سره بوزو، په دغه وخت کي پرقذافي باندي ډزی وشوي چی یوه مرمی یی تراوږه لاندي اوبله یی په سرکی ولګیدله او نیم ساعت وروسته یی ساورکړه
داچی دلیبیا دملی انتقالی شورا دسلوالو ترمنځ دقذافی دبرخه لیک په اړه اختلاف او اخ اوډب رامنځ ته کیږی، یوه ډله کوښښ کوی چی نوموړي ومصراته ښارته یوسي بله کوښښ کوی چي دبن غازي ښارته یی بوزي.
له دی څخه مالومیږي چي ددغي ډلي په منځ کوم اختلاف وجود لری چی اهسته اهسته یی بوی راپورته کیږي.
له نن څخه څو میاشتی مخکی هم دقذ ا في دحکومت یو لوړ رتبه چارواکی چی له دغه حکومت څخه جلاشوی وو، او دلیبیا دانتقالی شورای له وسلوالو سریوځای شوی وو، چی وروسته بیا ددغي شورا له لوري دوسلوالو دلوی درستیز په توګه ټاکل شوی وو، دناپیژاندو وسلوالو له لوری ووژل شو، چی ددغی شورای له لوری په شورای کی دننه پراسلام پالو وسلوالو باندي دنوموړی دوژنی شک شوی وو، چی وروسته داسلام پالو وسلوالو دمشرانو لوري دنوموړي دوژنی تردید وشوو او په دغه وژنه کی یی داسلام پالو وسلوالو لاس درلودل ردکړل.
همدارنګه تیره ورځ یو ځل بیا کله چی دلیبیا دملي انتقالي شورای دمشرتابه له لوري دلیبیا اولس ته ددغه هیواد دخپلواکی او ازادي مبارکی ورکول کیدله، دلیبیا دبن غازي په ښارکی د ملی انتقالي شوری مرستیال (عبدالحفیظ غوقة) دغونډي برخه والو ته چی اکثره یی میرمني وي وویل دلیبیا نوی اداره به د ا سي یوه اداره وی چي ټولو نړیوالو قوانینو او اوصلوته به پابنده او مسؤله وي، دغه هیواد کی به داسي سیسټم او اداره رامنځ ته کیږی چی دحکومت او حکومتداري په لاره کی باید نړیوالو قوانینوته احترام ولري.
خو له بله لوري بیا دلیبیا دانتقالی شورای ریس مصطفی عبدالجلیل دلیبیا دازادي اوخپلواکی دمراسمو دلمانځلو په مناسبت رابلله غونډي وویل، ازادي خپلواکی او خوشحالی مو مبارک شه ، خونوموړی وړاندی وویل دلیبیا نوی اداره او حکومت کی هرهغه عمل چی داسلام دسپیڅلی دین له شریعیت سره په ټکر کی لویږي لغوه اودمنلو وړنه دي.
نوموړی دخپلو خبرو پروخت په څو ځله دغه خبر تکرار کړه چی په لیبیا کی به یواځی اسلامی شریعت ددغه هیواد قانون وی هرهغه عمل چی له اسلامی شریعت سره په ټکر کی لویږی لغوه اودمنلو وړنه دي.
او همدارنګه دبن غازي په ښارکی دلیبیا دانتقالی شورای مشرانو په هیواد کی دوسلوالو ډلو پرمشرانو ږغ وکړ، چي ټول وسلوال باید خپلي وسلي راتلونکي اداري ته تسلیم کړي، ځکه مونږ نه غواړو چی لیبیا څخه دوخت صومالیه جوړه کړو بلکه غواړو چی دیوی جدیدي اوپرمختللی لیبیا لپاره کار وکړو، نو هرهغه څوک چی غواړي یوښکلي او جدیده لیبیا وویني باید له شورای سره مرسته اوکمک وکړي.
داچی دلیبیا دنوی اداری دمشرانو په خبرو او ویناوو کي څومره تضادلیدل کیږی، اسلام پالو او نورو ازادی غوښتونکو ترمنځ عدم اعتماد وجود لري ، دقذافي دوژلو په اړه دجګړي داولي لیکي دقومندانانو خبري دجګړي په قومندانانو کي ښکاره اختلاف ته اشاره کوي، له دی سره سره هغه نړیوال قوتونه چی دقذافي رژیم په راپرزلوکی یی ددغه اداري مرسته کړی ده هغه راتلونکی لیبیا څرنګه لیبیا غواړي، دلیبیا په ګاونډکی عربي نړی لیبیا ته په کومه سترګه ګوري، داټولی هغه خبری دی چی خدای مکړه داسي نه وی چی دغه هیواد له یو تور برخه لیک اوکورنی ناورین سره لاس اوګریوان نه شي.