د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالله غمخمور په شعرونو کې طنزی توکی

پوهنمل محمود نظری 24.10.2011 23:06

غمخمور صاحب په فساد كکړو مشرانو ته په په پښتنی شهامت په چغو چغو وايي دا امریکا د خپل غرض لپاره راغلې ده ، ځانانو خپله مه غولوی ،هغه زموږ د امنیت لپاره نه ده راغلې
د باجوړ ، وزيرستان به درته څه ووايم
په قندهار كې لوي واړه او زنانه وژني
هر څوك پوهيږي امريكا د خپل غرض د پاره
په لره او بره پښتونخوا كې پښتانه وژني
هغه امریکا ته هم په زغرده وايي :
د خداى د پاره !
دا بمبارۍ بندې كړئ
غمخمور صاحب افغانی جنګسالاران هم غندلي دي ، هغه جنګسالاران چې د خوږ وطن خواږه بچيان په بې رحمۍ سره وژني .

دا زمونږ ښكلي ماشومان مه يتيمان كوئ
دا زمونږ مظلومان مه شهيدان كوئ
غمخور صاحب ټول هغه واکلرونکی غندلی دی . چې د ولس په شتمنيو چړچې او ميلې كوي .
هغه د هغه چا پر ضد آواز اوچت كړی ؤ چې د ملت په پيسو يې فيشني موټرې او ښګلې قصرونه اخيستي .
غمخور صاحب د دغو ټولو په مقابل كې خپل د سوز نه ډګ آواز اوچت كړی ؤ او وايي:

په دې وطن كې بې جرمونو څه نه دي شوي
بې له جنګونو او مرګونو نور څه نه دي شوي
بې د وحشت له يرغلونو نور څه نه دي شوي
بې د حسرت له هجرتونو نور څه نه دي شوي
په دې مرګوني ژړغوني حال څه ووايم
په كومه خوله باندې سړو مباركي ووايم
په هر طرف كې د بمبونو غلبلا خوره ده
په لوي اختر كې د مرګي لويه غوغا خوره ده
په غر او سمه د دهشت توره بلا خوره ده
د ماتمونو د غمونو انګولا خوره ده
اوښكې مې څاڅي له چشمانو نه او س څه ووايم
ملګرو چاته د اختر مباركي ووايم
هغه په دی پورته شعر کې د وطن ټولنیزه -سیاسی وضع په رښتینی ډول انځور وی بیا وایي په دې هیواد کې بې غمه څوک نشته ،چا ته د اختر مبارکي ورکړم؟!
غمخور صاحب بیا هم امید د لاسه نه ورکوي، مګر دا تمه هم نه لري ، چې دده په ژوند کې به یو اباد وطن ویني نو وايي :
دا وطن به خداى آباد كړي مونږ به نه يو
د هر چا زړكى به ښاد كړي مونږ به نه يو
دا چې نن خانه به دوش دي درپه دره
دا به هم پخپل مراد كړي مونږ به نه يو

هغه رښتیا هم له خپلو نيمګړ ارمانونو سره له مونږ څخه لاړو.
هغه له پښتونخوا له دوستانو يوه ګيله لرله، چې په ځای ګیله ده هغه دا ګیله داسی بیانوي:
كوم وخت چې د وزر سوو پتنګانو سيلونه د غرونو نه راووختل او په پيښور يې سر ولګيد نو طمع وه چه زمونږ په زخمونو به د عزيزولۍ او ورورولۍ پټۍ ولګي او دمه به راكاندي - مګر بدبختانه كومو خلكو ته چې ډير اميدونه وو هغه د طمې ځاى خالي وخوت نور دی زاړه ياران زمونږ په زخمونو مالګې نه دوړوي او نور دې د ورور ولۍ او پښتونولۍ نوم په خوله نه اخلي ، ځكه دوي هغه څه وايي چې په اوريدو يې سړى شرميږي - له دې امله وايم چه خاموشي يې پرده ده - بياهم كه زړه يې وار نه كوي او خامخا دغه ټكي ګردانوي نو مونږ به په دې بسمل حالت كې د دې ټپې په ويلو مجبور ه شو:

په ځنكدن مې حاضر نه شو ې
د جنازې لاندې مه مځه مختورنه
.

ارواښاد غمخور صاحب ګيله هم په ځاى ده . هر وخت يې د راغلو ميلمنو ميلمه پالنه كوله . د هغو استقبال لپاره به د تورخم په دراوزه كښې ورته دریده . ، ملمستياوې به يې ورته كولې او ډير به يې نازول .