د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جنرال جازونه

نجیب منلی 24.10.2011 23:00

ولسمشر کرزي د ولسي جرګې ځینو غړو ته ویلي چې د هېواد نظامي چارواکو ته یې د افغانستان د ملي دفاع د طرحې د جوړولو ویلي دي. واک ته تر رسېدو لس کاله وروسته د داسې سترې فیصلې د کولو په خاطر به ولسمشر ته مبارکي ووایو خو په دې به هم په ړندو سترګو باور نه کوو چې هغه کار چې زموږ نظامي مشرانو په لسو کلونو کې نه دی کړی په درې اونیو کې به یې وکړي.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د افغانستان د بېلابېلو معضلو د حل له پاره د ستراتیژیو او اوږدمهالو طرحو اړتیا پیدا شوې ده څو تنه جادوګران، چې له سپین میدانه دنګې ماڼۍ جوړوي، سره ناست دي، د انټرنټ له پاڼو یې هغه عامیانه، ابتدایي او ناچاڼ شوي مملومات را ټول کړي چې اکثره یط د نامتخصصو ذهنونو پیداوار دی، کاپي کړي، د پاورپاینټ پریزنټېشنونه یې له دنیا بې خبرو مشرانو ته په انګرېزي ژبه وړاندې کړي دي او د ستراتیژي نوم یې پرې ایښی. له دنیا بې خبره مشرانو هم پر همدغو سندونو لاسلیک کړی (یا یې خپړې پرې لګولي، دواړه یوه خبره ده)، منلي یې دي او بیا یې ژباړونکو ته نه، د ایراني قاموسونو کارپوهانو ته ورسپارلي چې دري او بیا یې بښتو ته راواړوي. دا اسناد بیا په خورا غوړ کاغذ، په بېخرته پيسو، د دریم یا څلورم لاس قرارداد په مټ چاپ شوي او د وزارتخانو په الماریو کې ښه په قدر ایښودل شوي دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر خپلو نظامي کارپوهانو ته د ملي دفاع د طرحې د جوړول ویلي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دفاع وزیر رسنیو ته خبر ورکړی چې په نره یې له امریکایانو څخه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ملي اردو ته باید جنګي الوتکې ورکړي. دا ګومان به له عقله ډېر لېرې نه وي چې جنګي جټونه خو یوازې د غوایي د اتمې د پرېټ په خاطر نه غوښتل کېږي، ضرور به د هېواد د دفاع په برخه کې هم کومه دنده ورته په نظر کې نیول شوې وي. جنرال صاحب چې په دومره غټ زړه د جنګي الوتکو غوښتنه کړې ده، ضرور به یې په دې باندې هم فکر کړی وي چې په دغو الوتکو باندې به چېرته، په کوم حالت کې، د څه له پاره او له چا سره جنګېږي.
افغانستان ته که په راتلونکو څلورو یا پینځو لسیزو کې داسې ګواښ متوجه کېږي چې افغانان باید د هېواد د تمامیت د ژغورلو له پاره د جنګ میدان ته ورودانګي نو د دوو ګاونډیو له خوا به وي: یا به ایران پر افغانستان یرغل کوي، یا پاکستان. له چين سره زموږ منافع دومره نه دي غوټه شوي چې چينیان دې د واخان د کومې لوېشتې د نیولو هڅه وکړي، تاجیکستان، ازبکستان او ترکمنستان که په دغه موده کې پر دې بریالي شي چې د روسي استعمار ناوړه پایلې هضم کړي او خپل ځان سره راټول کړي دا به یې لویه توره وي. که پاکستان او ایران، هر یو چې وي، پر افغانستان د نظامي تېري نیت وکړي جنرال صاحب به څو جنګي الوتکو ته اړتیا ولري چې دا احتمالي یرغل یو ساعت وځنډوي. که دا و هم منو چې امریکایان به د جنرال صاحب د خوږو سترګو په خاطر څو سوه یا څو زره جنګي الوتکې افغانستان ته ورکړي، له کومو هوایي ډګرونو به پورته کېږي، په کومو تېلو به الوزي، کوم راکټونه به د ګاونډیو پر الوتکو یا عسکري تاسیساتو اوروي؟
فرانسوي سیاستوال، جنرال ژورژ کلېمانسو (Georges Clémenceau  ؛ ۱۸۴۱ - ۱۹۲۹) یو خت ویلي وو «جنګ خورا جدي کار دی، یوازې جنرالانو ته نه شي پرېښودل کېدای.». که څه هم د افغانستان د حکومت عرف دا دی چې کار باید هغه چا ته وسپارل شي چې د کولو وړتیا یې نه لري، خو دا ځل به بده نه وي چې ولسمشر د هېواد د ملي دفاع د طرحې په جوړولو کې د جنرالانو تر څنګ د هغه چا نظر هم واوري چې د افغانستان او سیمې سیاستونه  یوازې د توطیې د تیورۍ او د شلمې پېړۍ د لومړۍ نیمایي د ستراتیژیکو دوکترینونو په رڼا کې نه ارزوي او واقعیتونه د نورو چوکاټونو په کالب کې هم څېړلای شي. په خپله ولسمشر هم که یوازې د خوب وړو سلاکارانو پر مشورو تکیه و نه کړي؛ کله کله په خپله هم د هېواد ستونزو ته غلچکی نظر واچوي بده به نه وي. اوس مهال، کله چې د افغانستان د د فاعي سیستم په اړه د جنرالانو خبرو ته غوږ شو، نو داسې ښکاري چې له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د بشریت تاریخ په ټپه ولاړ دی، استعماري مېکانیزمونه هماغه د نولسمې پېړۍ تولید دی، افریقايي هېوادونو، د منځني ختیځ هېوادونو او د جنوبي آسیا هېوادونو لا تراوسه د استعمار جغونه له اوږو نه دي لېرې کړي، چين لا تراوسه د چیان کای چېک تر قوماندې لاندې دی، په ویتنام کې هېڅ نه دي شوي، ایران لا د رضا شاه او ساواک په لاس کې دی، د شوروي اتحاد ستنې د قاف د غرونو په څېر ټینګې ولاړې دي ، الکترونیک انقلاب نه دی شوی او د افغانانو دېرش کلن ناورین یوازې د سیاسي بیانونو د رنګینولو له پاره یوه استعاره ده.
که د افغانستان د ملي دفاع پر طرحه کار کېږي باید چې ولسمشر په یوه پراخ ولسي بیان کې دا ستونزه د یوه یا دوو کلونو له پاره له ټولو موجودو مالوماتو سره د ولس مخې ته کښېږدي، پرېږدي چې په مطبوعاتو او مدني ټولنو کې پرې هر اړخیز بحثونه وشي، د هر چا خبره واورېدل شي او تر هغې وروسته یو څو تنه، په خبره پوه، د نظر خاوندان افغانان وګومارل شي چې د دغو ټولو نظرونو او تحلیلونو په رڼا کې یوه جامعه کړنلاره برابره کړي. بیا دې دغه سند د ولس د نظر اخیستلو له پاره خپور شي او د پارلمان له خوا  دې تصویب شي. که دا ځل هم د تل په څېر خبره له سره تېره کړو، لس کاله وروسته به په دې اعتراف چې تېروتلي وو، بن ته روان یو!
ګوړه، ګوړه به کوو...