د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان او نړیوال تروریزم

احمدجان اریوزی 23.10.2011 12:44

د رسنیو د راپورونو سره سم په امریکا کې د په اصطلاح د څیړنو د یوه مرکز پوهانو وړاندیز کړی دی چې په افغانستان کې د ستونزو د حل له پاره دې ( په افغانستان کې پاکستان ته امتیازونه ورکړل شي).

د بروکنګز د انستیتیوت د دوو تنو شنونکو ( تیریسیتا شیفر او هووارد شیفر ) یوه مقاله چې په فارن پالیسي مجله کې خپره شوي لنډیز او پښتو ژباړه یې د تاند ویب پاڼې د اکتوبر په یوویشتمه د لوستونکو له پاره وړاندې کړي ده. چې له بده مرغه د تاند په ویباڼه کې دې انستیتیوت ته د ( معتبر تحقیقاتي انستیتیوت ) نوم ورکړل شوی دی.

دا په اصطلاح شنونکي د مختلفو وړاندیزونو په اړخ کې د امریکا حکومت ته د پاکستان د تروریستي عملونو له امله د مکافاتو د ورکولو سلا ورکوي چې څه ډول په سیمه کې د تروریزم سره چلند وکړي او هم د امریکا ګټې خوندي شي .

کله وار ددې مقالې لوستونکي داسې فکر کوي چې دا مقاله به د پاکستان د استخباراتو له خوا لیکل شوي او ددې انستیتیوت په نوم به نشر شوي وي.

دا شنونکي د پنجاپ د استعماري ادارې د خوشالولو د پاره پاکستان ته دې هغه څه ورکړل شي چې دا هیواد یې غواړي په دوو شرطونو؛ دا هیواد باید له افغانستان څخه بهر ته د تروریزم د خطر د مخنیوي مسوولیت په غاړه واخلي او له هند سره د کشمیر مسله په اوسنیو جغرافیايي حدودو کې حل کړي .

د پاکستان پوځ غواړي چې په کابل کې یو پاکستان پلوه حکومت واکمن وي، یو داسي حکومت چې هند ته نژدې نه وي.
د پاکستان د راضی ساتلو له پاره د افغانستان خارجي سیاست کې د محدودیتونو وضع کول د پاکستان په ګټه دي چې یو د هغو څخه د افغانستان او هند د اړیکو د محدودولو وړاندیز کوی چې د هند او افغانستان اړیکي یوازې په لږه اندازه د سوداګري په ساحه کې ټینګي وي.
دې څيړونکوته دا معلومه نه ده چې د افغانستان او هند اړیکې ډيرې پخوانی او ډیرې ټینګې دي دا اړیکي د دواړو اولسونوتر منځ د زرګونو کلونو راپه دې خوا موجودې وې او اوس د زیاتې ټینګیدو په لار روانې دي.
دتاریخ په اوږدو کې دلته دری هیوادونه موجود و . هغه عبارت دي له افغانستان ، ایران او هند څخه. درې واړو هیوادونو د یوه مثلث په توګه په خپلو منځو کې سیاسی ، اقتصادي او کلتوري اړیکي درلودې او تر اوسه پورې یې لري .

په دې ډول دا کسان وايي چې دکشمیر مسله دې د پاکستان په ګټه د اوسني دکنترول د کرښې په رسمیت پیژندلو سره حل شي. دوی په خپله د کشمیر دخلکو غوښتنه په نظر کې نه نیسي . د کشمیر خلک غواړي چې د نړی په نخشه کې ازاد او خپلواک هیواد د کشمیر په نوم رامنڅته شي . دا ځکه چې کشمیر نه د پنجاپ دی او نه د هند . بلکې دا د کشمیر د خلکو دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې د افغانستان سره خورا نږدې اړیکې درلودې.

همدارنګه په افغانستان کې یو شمیر په اصطلاح سیاسي څيړونکی چې خلک ورته د اوتوبوتو ویونکي وايي په غیر مستقیمه توګه د رسینو له لارې د پاکستان د پوځي ادارې په ګټه خبرې کوي .
دوی په اګاهانه او یا غیر اګاهانه توګه د پنځم تبلیغاتي ستون په توګه دافغانستان خلک د پاکستان څخه په راز راز خبرو سره ویروي . دوی کله وار وايي چې پاکستان یو اتومي هیواد دی نو لدې امله د هغه ټولې خبرې او غوښتني باید ومنل شي . او کله وار وايي چې که پاکستان په افغانستان د سوداګر ی لار وتړله ، نو هلته به ټول افغانستان د لوږ ې مړ شي. او یا کله وار وايي چې امریکا او نړیواله ټولنه تر افغانستانه د پاکستان ډیر ملاتړ کوي او دا ددې سبب کیږي چې افغانستان به د لویو ستونزو سره مخامخ شي .

په دې کې هیڅ شک نه شته چې په ټوله نړی کې اوپه ځانګړي توګه پاکستان د تروریزم اصلي تولیدونکی او نورو هیوادونو ته د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د تروریزم صادرونکي هیواد دي.
په نړی کې به ډیرې لږې تروریستي پېښې وي چې په شکل د اشکالو د پاکستان سره اړیکي ونلري .که القاعده یو نړیوال تروریستي سازمان وي نو دا سازمان هم په پاکستان کې د هغه هیواد د پټو ادارو تر نظر لاندې په پاکستان کې جوړ شوی او هلته یې تر ننه یې ملاتړ کیږي.

ددې سازمان مشر اسامه بن لادن تر مړینې د وخته پورې د هغه هیواد د استخباراتو په میلمستون کې چې په ایبټ اباد کې دی اوسیده. د نړی زیاترو هیوادونو له پاره دلته تروریستان روزل کیږي.
که په هند ، چین ، د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې کوم تروریستي عملونه تر سره کیږي منشا یې په حتمي توګه د پاکستان څخه پیل شوي ده.تر مالیزیا ، اندونیزیا، فلیپین او امریکا پورې خلک د پاکستان څخه په ارام نه دي.

تر هر څه باید لومړی دې ټکي ته اشاره وشي چې ولې دا هیواد تروریزم تولیدوي ؟
د کتونکو په باور د تروریزم د تولید څخه د پاکستان دوې موخې دي :
لومړی د هیواد په دننه کې دپنجاپ د استعماري ادارې د مخالفینو په ځپلو کې ترې کار اخلي .
دوهم داچې په نړیواله سویه غواړي ددې لارې خپل پراختیا غوښتونکي اهداف تر لاسه کړي .

په دې ټول خلک پوهیږي چې د پاکستان هیواد عمر دومره اوږد نه دی دا هیواد په ۱۹۴۷ کال کې د برتانوي استعمار له خوا د افغانستان ، هند او بلوچستان د خاورو د ځینو ټوټو څخه جوړ شو.
دا دولت یو طبعي دولت نه بلکې د دوکې او چل له لازې د نورو هیوادونو د خاورو څخه په بیلولو سره تشکیل شو. اوس یې په نړی کې د سرطان د دانې شکل ځانته نیولی دی.
دا هیواد په عمده توګه څلور برخې لري : سند، بلوچستان، پښتونخوا او پنجاپ
دا څلور واړه برخې ځانته جلا ، کلتور ، تاریخ او جوړښتونه لري. هره یوه ټوټه په بالقوه توګه د بیل هیواد بڼه لري .

هر هغه څه چې ددې هیواد د خاورې د یووالي سبب شوی دی د هغه هیواد پوځ او استخبارات دي . که چیرې په پاکستان کې پوځ او استخبارات کمزوري او یا له منځه ولاړ شي پاکستان به په څوګړیو کې په څومستقلو هیوادونو سره تجزیه شي.
په دې ټول خلک پوهیږي چې په دې هیواد کې پښتانه ، بلوڅ ، سندیان د مستقلو هیوادونو غوښتونکي دي دا خلک وايي چې دوی د پنجاپ د استعمار څخه ډیر په تنګ شوي دي او نوره نه غواړي چې د پنجاپ د دیکتاتوري استعماري دیکتاتوري واکمنی لاندې ژوند وکړي.

له دې امله په دې سیمو کې خلک په پټه او یا په جوته د مختلفو وسایلو څخه په استفادې سره د ازادې او خپلواکی له پاره مبارزه کوي دوی په دې لاره کې په لس ګونو زره شهیدان ورکړي او دا بهیر له روان دی.چې وروستی او نامتو شهید یې اکبرخان بګتي د بلوڅانو پیژندل شوی مشر دی چې په ډيره بې رحمانه توګه د پاکستان د پوځ له خوا په ډيره بې رحمانه توګه شهید کړی شو.
تروریستي افراطي ډلو او پاکستاني استخباراتو په هغه هیواد کې د ازادي له پاره د غورځنګونود ځپلوله پاره په اوسني مهال کې په سل ګونو په قبایلو کې ملي او اولسپاله مشران په ډیره بې رحمانه توګه ووژل او همدارنګه د بلوڅانو پټه وژنه او اختطاف روان دی.

که چیرې دا ومنو چې د پنجاب استعماري ادارې ته دا واک ورکړل شو چې په افغانستان کې حکومتونه پنجاپ د استعماري او تروریستي ادارې په خوښه جوړ او یا ړنګ شي او هم د کشمیر خاوره دې ادارې ته رسما وسپارل شي ایا دا اداره به د تروریزم او افراطیت څخه لاس واخلي او که نه؟

دا ښکاره خبره ده چې په پاکستان کې د تولید شوي تروریزم موخه یوازې افغانستان او هند نه دي . بلکې دا تروریزم ډیر پراخ اهداف لري .دا ځګه چې دې تروریزم د نړۍ زیاتره برخه تر خپل پوشش لاندې راوستلي ده او په راتلونکي کې به یې تر پوښښ لاندې وي .

د بروکنګز د انستیتیوت د څیړونکو دخبروڅخه داسې جوتیږي چې پاکستان ته په افغانستان کې ( لوی رول ) ورکړل شي . خو په دې شرط چې د امریکا ستراتیژیکې ګټې خوندي کړي او پاکستان ته قوي انګېزه ورکړای شي چې د امریکا ګټو ته درناوی وکړي.
د لوی رول مانا داده چې د افغانستان خلک په کورنیو اوبهرنیو چارو کې خپلواکي دلاسه ورکوي او دا واک د پاکستان استعماري ادارې ته سپارل کیږي . چې د هغه په نتیجه کې افغانستان د پاکستان تر ادارې لاندې په یوه خاوره اوړي .

د دې انستیتیوت د څيړونکو په نظر بایدپه افغانستان کې داسې حکومت و اوسي لکه چې د اعلحضرت امان الله خان په واسطه د خپلواکی د اعلان څخه مخکې په افغانستان کې موجود و. هغه حکومت خو یو څه ښه و . هغه دا چې په کورنیو چارو کې یې نسبي ازادي درلوده او بهرنی سیاست یې د بریتانیا په واک کې و.
ددې څيړونکو د خبرو څخه جوتیږي چې باید افغانستان خپله کورنی او بهرنۍ خپلواکي د لاسه ورکړي او د پاکستان تر واک لاندې په یوه سیمه باندې واوړي .
دا همغه ستراتیژي ده چې د پاکستان پوځ یې د پاکستان د رامنځته کیدو له مهال څخه راپدې خوا ورته کار کوي .

ایا دې څیړونکو دې ټکي ته پاملرنه کړي ده چې د پاکستان پوځ د نړي ټول غیر اسلامي اولسونه دځان غلیمان بولي . که پاکستان موخې یوازې هند او افغانستان وای نو ددې هیواد څخه د صادریدونکی تروریزم موخې به یوازې هند اوافغانستان ګرځیدلي وای.
خو پاکستان خپل د تروریزم صادرات یوازې په هند او افغانستان پورې محدود کړي نه دي بلکې دا صادرات یې عربي نړی، اروپایي هیوادونو ، امریکا ، چین ، د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونه ،لرې ختیز ته کړي دي .او دا بهیر لا تر اوسه روان دی.دا په دې مانا د پاکستاني تروریزم موخه ټوله نړی ده.
ایا دې کتونکو دا فکر کړی دی چې پاکستان خپل اټومي بمب ته اسلامي اټومي بمب وايي. دا کتونکي د اسلامي بمب په مانا پوهیږي ؟
دا په دې مانا چې ددې هیواد اټومي بمونه به په غیر اسلامي هیوادونو د هغې له جملې په امریکا هم غورځول کیږي.

د پورتنیو خبرو څخه دا جوتیږي تر هغه چې پاکستان د نړی په نخشه کې شته وي تر هغه به نه یوازې د سیمې هیوادونه بلکې ټوله اسیا، اروپا، امریکا به هم ترې ارامه شپه ونلري.
د پاکستان شته والی په ټوله نړی کې سولې ته ګواښ دی.
اوس ټوله نړی د پاکستان له خوا د ګواښ سره مخامخ ده دا ګواښ دوه اړخونه لري یو : تروریستی ډلې دي چې ددې هیواد له خوا د نړی ټولو برخو ته د هغې هیواد د دوست هیواد دچین په ګډون لیږل کیږي . په ټوله نړی کې خلک د پاکستان له لاسه ځانونه په امن کې نه احساس کوي .
دوهم ټولې نړی ته د پاکستان له خوا د اټومي برید ګواښ شته دی . دا ځکه چې دا یو اسلامي اټومي بمب دی او د کفر په ضد باید استعمال شي.
څوک دا تضمین ورکولی شي د پاکستان په اصطلاح اسلامي اتومي بمب به په افغانستان او یا هند استعمالیږي او اروپايي هیوادونه او یا امریکایي اهداف به ترې خوندي وي؟

د ویلو وړ ده که چیرې د پورتني انستیتیوت د څیړونکو نظر عملي هم شي یعنی افغانستان خپله ازادي دلاسه ورکړي او کشمیر هم ددې هیواد برخه شي بیا هم نړی د پاکستان له خوا د پېښ شوي ګواښ څخه نه شي ژغورل کیدلی.

( تر څو چې یو افغان وي تل به دا افغانستان وي )
اوس راځو دې خبرې ته چې ایا د افغانستان خلک دې ته تیار دی چې دخپل هیواد ازادي او خپلواکي د لاسه ورکړي او ددې هیواد د برخلیک په هکله پنجاپ تصمیم ونیسي ؟
دا ښکاره خبره ده چې د افغانستان خلک د ډیرو ستونزو سره مخامخ دي د یوې خوا په دې خلکو باندې تپل شوي جګړه ، اقتصادي ستونزې او د زرواکی سیستم دا خلک تر پوزې راوستي دي.

د اوسنیو شرایطو د څيړلو څخه دا ښکاري چې ښايي په افغانستان کې به ګوتې په شمار کسان وي چې دوی به ملي ګټو ته شا کړي او د دې هیوادونو له پاره به په ملي خیانتونو لاس پورې کړي. او ډير داسې امکان شته چې داسې کسان به هیڅ نه وي چې د عمل په ډګر کې داسې ناوړه کار وکړي .
د افغانستان خلک ازاد و ، خپلواک به وي او هیڅکله به د پنجاپ او یا د کوم بل ګاونډی د اسارت پړۍ غاړې ته و نه اچوي .دوی پخوا په دې هکله د پنجاپي استعمار مور برتانوي هند ته لوستونه ورکړي دي

ددې له پاره چې په سیمه او نړۍ کې خلک د تروریزم او د اټومي ګواښ څخه وژغورل شي : اړینه ده چې واقعیتونه وڅیړل شي . د واقعیتونو څخه د درک له لارې د اوسنی ستونزې له پاره د حل لاره پيدا کړل شي .
دوی باید په دې پوه شي چې تروریزم او افراطیت د پنجاپ د موجودیت بنسټ جوړوي . که چیرې په پاکستان کې خلکو ته په واقعا دموکراتیکه فضا کې د رایې د اظهار حق ورکړل شي د دوی بشپړ اکثریت به د پنجاپ د واک څخه د ازادی غوښتنه وکړي .
اوس پاکستان د اولسونه په زندان اوښتی دی. همدا تروریزم او پوځي دیکتاتوري د دې سبب شوي ده چې خلک دازادی اوخپلواکی غوښتنه نه شي کولی .

بروکنګز دڅيړنو انستیتیوت پروفیسران د قبایلو د سیمو د خلکو د غوښتنو او حالاتوڅخه خبر دي ؟ ایا دوی خبر دي چې په بلوڅانو څه تیریږي ؟ ایا دوی خبر دي چې د پښتنو وجود څو ټوټې شوی او دوی څه حال لري ؟ ایا دوی ته جوته ده چې سندیان څومره د پنجاپ استعماري ادارې سره موافق دي ؟
ایا د څيړنو نوموړي مرکز ته د سیمې د تاریخ په هکله معلومات شته ؟

تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دا مرکز غواړي چې د امریکا دولت هم د پاکستان تروریستي ادارې سره د هغه د ناوړو او تورو موخو په عملي کولوکې مرسته وکړي .
خو هغه څه چې روښانه دي :
( تر څو چې یو افغان وي تل به دا افغانستان وي ) د افغانستان خلک په هیڅ ډول دې ته تیار نه دی چې د پنجاپ د استعماري ـ تروریستي ادارې تر واک لاندې ژوند وکړي .

د افغانستان خلک نه یوازې د خپلې ازادی ساتنه کوي بلکې په ډیره جدي توګه په نړی کې د ټول ازادي بښوونکوغورځنګونو او د هغه له جملې د پښتنو او بلوڅو د خپلواکی له پاره دغورځنګ ملاتړي دی .
دافغانستان خلک غواړي چې د ډیورینډ کرغیړنه کرښه په بشپړه توګه له منځه ولاړه او افغانستان خپلوپخوانیو طبعي سرحدونو ته ورسیږي .
د افغانستان خلکو له پاره خپله خپلواکي مهمه ده او دا مهمه ده چې د لاسه وتلي خاورې چې په زیاتره برخه یې د پنجاپ استعماري ادارې خیټه اچولي ده بیرته تر لاسه کړي .
دا د افغانستان دخلکو عمده او ستراتیژیک هدف دی.

په دې کې هیڅ شک نه شته چې د پاکستان یو طبعي هیواد نه دی ددې هیواد اداره یوه تروریستي او استعماري اداره ده.
اوسمهال په نړی کې داسې شرایط رامنځته شوي دي چې په زور ولاړ سیستمونه نړیږي .
پاکستان هم د نړیدو او تجزیې په لور روان دی .
که چیرې د امریکا متحده ایالات او نړیواله ټولنه غواړي چې د تروریزم اوافراطیت له جنجاله ځان خلاص کړي نو ورته اړینه ده چې په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅو او نورو اولسونو د دموکراسۍ او خپلواکۍ له پاره د غورځنګونو هر اړخیزه ملاتړ وکړي . تر څو د تروریزم اصلي تولیدونکي د پنجاب تروریستي اواستعماري اداره چې په سیمه کې د بریتانوي استعمار وروستی نښه ده له منځه ولاړه شي .