د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شتمن هیواد او په غربت کی ژوندون

انجنیر سید احمدشاه سادات 20.10.2011 00:19

زمونږ هیواد د سعودی په پرتله زر واری بهتر امکانات لری
ویل کیږی چه د ۱۹۳۹ میلادی کلونو څخه وړاندی به کله چه د افغانستان، پاکستان، ایران او نژدی پراته سیمو خلک عربی خاوری ته د حج د مقدسی فریضی د اداکولو لپاره ورتلل نو په واپسئ کی به یی د سختی ګرمئ، د خشکئ او د عربو د غربت کیسی کولی.
 دلته به خلکو د عربو لپاره د باران سوالونه کول چه خدایه په عربو بارانونه وکړی اقتصاد یی خراب دی او ګرمی هلته زیاته ده او زمونږ مسلمانان وروڼه دی خدایه ته پری رحم وکړی.
خو د ۱۹۳۳ میلادی کال د یوی درستی فیصلی د ورکولو او تطبیق د عربو رنګه په بشپړ ډول بدله کړه، او هغه داسی چه په ۲۹ د مئ  ۱۹۳۳ میلادی کال د سعودی حکومت د امریکی د کلیفورنیا ایالت یوه شرکت ته چه سوکال (ستندرد آیل اف کالیفورنیا) نومیده د منرالونو/تیلو د لټون او استخراج جواز ورکړ.
 دغه شرکت په مسلسل ډول ۴ کاله د منرالونو او تیلو د زیرمو لټون وکړ مګر د مسلسل ۴ کاله پلټی وروسته هم نا امیده پاتی شول او هیڅ څرک د منرالونو او يا د تیلو ورته ونه لګید.
 په ۱۹۳۷ میلادی کلونو کی یوه ورځ د سعودی په غربی څنډه د دمام او ضهران په دشتو کی شپونو(ګوروان) د خپلو اوښانو د خړوبولو لپاره د اوبو د څاه په کیندلو شروع وکړه. چه نا څاپه ګوری چه نا پاکه او بد بویه اوبه را شکاره شول. نو ویی ویل چه خدایه پر مونږ دی اوبه هم پیرزونه نه ده، چه پس له دومره سختئ او مشقت څخه په څاه کی اوبه را ووتل او هغه هم چټل، مرداری او خوسا!!
کله چه امریکایان له دی خبر شول نو ولاړل او دغه څاه یی ولید او عربو ته یی وویل چه دا مرداری اوبه نه دی، بلکه دا یوه توره طلا (تیل) ده. او دا هغه څه دی چه مونږ ۴ کاله مسلسل پسی ګرځیدو مګر هیڅ مو بیدا نکړه او اوس دغه دی اولینه زیرمه پیدا شوه او امریکایی شرکت د تیلو د استخراج لوازم برابر او په استخراج یی شروع وکړه. آن تر دی چه اولین د تیلو تانکر له دی زیرمی څخه په ۱۹۳۹ کال کی استخراج شو.
امریکایانو لدی وړاندی شپږ ځایه برمی وهلی وو بیدون د کومی نتیجی څخه، او دغه د دمام او ضهران کوهی اوم وو چه نن سبا اوس هم دغه ځای د اوم کوهی په نامه هم یادیږی.
ددغه کالیفورنیایی شرکت (سوکال) نوم په ۱۹۴۴ کی په ارامکو (اربین امیریکن آیل کمپنی) بدل شو، اوعربان پوهیدل چه په دی تیلو کی ډیری پیسی دی نو په ۱۹۵۵ میلادی کال کی شاه عیدالعزیز بن سعود اعلان وکړ چه ټول د تیلو شرکتونه دی باید ملی شی، او په همدی ډول په آرامکو یی فشار راوړ چه تر څو د شرکت منافع ۵۰/۵۰ له سعودی دولت سره شریکی کړی. دغه پروګرام دی ته لاره هواره کړه چه شرکت خپل مرکزی دفتر له نیویارک څخه ضهران سعودی عرب ته انتقال کړی.
په همدی ترتیب یو پروګرام د ونیزویلا هیواد کی هم په ۱۹۵۴میلادی کال کی تطبیق شوی وو. چه دغه پروګرام عربانو ته د کاپی کولو لاره برابره کړه.
کله چه په ۱۹۷۳ میلادی کال کی د امریکی حکومت د یوم  کیپور جنګ کی د اسراییلو ملاتر وکړ، نو دغه حرکت د سعودی دولت غصه را وپاروله چه بلاخره اول یی ۲۵٪ د ارامکو سهم تر لاسه کړ او بیا د ۱۹۷۴ میلادی کاله پوری یی ۶۰٪ سهم واخیست. او په ۱۹۸۰ میلادی کال کی یی د ارامکو ټول سهم واخیست او ارامکو مکمل د سعودی تر کنترول لاندی راغله چه بلاخره په ۱۹۸۸ کال کی یی نوم د امریکن ارامکو پر ځای سعودی ارامکو ته واړوه.
سعودی ارامکو اوس د نړی د سترو تیلو د استخراجونکو شرکتونو په اولینن قطار کی شمیرل کیږی چه روزانه ۱۲ ملیونه بیرله تیل استخراجوی.
دغه شرکت اوس په جنوبی کوریا، چین، امریکا، فلپین او څو نورو هیوادونو کی هم نور شرکتونه اخیستی او یا ورسره سهیم شوی دی. د سعودی ارامکو اوس د غاور او شیبان دتیلو د ځمکو ملکیت لری چه په نړئ کی د ټولو لویو د تبلو د زیرمو څخه ګڼل کیږی، د شرکت نن ورځ ارزښت د ۷ تریلین (۷۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰) ډالرو ته رسی.
اوس راڅو چه په افغانستان بحث وکړو. افغانستان د زیرمو استخراج لا شروع شوی هم نه دی او د مختلفو سروی ګانو پر اساس ۱۴۰۰ د مینرالونو غنی نقطی یی لا وختی کشف شوی دی. پداسی حال کی چه لکه پورته مو وویل چه سعودیانو حتی ۴ کاله مسلسل لټون کی هیڅ نه وو پیدا کړی.
افغانستان تنها ۷۰ د تجارت ته اماده (کمرشلی اوایلیبل) زیرمی لری چه سمدستی پری کار شروع کیدای شی.
دغه د افغانستان کشف شوی زیرمی په تیرو ۳۰ یا ۴۰ کالونو د جنګ په دوران کی کشف شوی دی چه د امنیتی حالت د زیرمو څیړونکوته خراب او اجازه یی نه ورکوله چه ټوله منطقه په درست ډول وڅیړی او سروی یی کړی. نو له همدی وجی ددی احتمال ډیر زیات دی چه په زرګونو نورو زیرمو ساحی لا لیدل شوی هم نه وی.
په هغه وختونو ۱۹۳۰ میلادی کلونو کی استخراج د تیلو غالباً یوازی تر امریکایی شرکتونو پوری محدود وو. او اوس د نړئ ډیر شرکتونه استخراج د زیرمو پر مخ وړلای شی.
د تیرو ۳۵ کالونو جنګونو افغانستان دی حالت ته ورساوه چه ددی امکاناتو هیڅ ظرفیت نه لیدل کیږی چه مونږ دغه توانایی ولرو چه خپلی زیرمی دی پخبله استخراج کړای شو.
 نو پدی ډول د افغانستان دولت ته پکار دی چه درسته سالمه د منرالونو د زیرمو د استخراج لپاره دی باید يوه منظم پلان او پالیسی ولری، او یوه مستقله اداره دی بایید د زیرمو د استخراج لپاره جوړه کړی او دغه چاری دی باید د یو مستقلی اداری لخوا پر مخ یوړل شی.
یوازینی د اقتصادی مشکلاتو نه د وتلو حل لاره همدا د منرالونو د استخراج لاره ده او بس. دغه موجوده د ګمرکاتو عوایید د متحدینو قواو له وتو سره سم رالویږی، او دا څکه چه اوس معاشات راکړه ورکړه په ډالرو ده او خلک پیسی لری چه د ژوند ضروری اجناس را ونیسی او ملی تجاران ورته اجناس راوړی چه ګمرکات تری محصول اخلی. مګر کله چه متحدین ووتل او ډالری نه وی معاشات ټیټ وی نو خلک د ضرورت وړ شیان نه شی اخیستی او ملی تجاران هم اجناس نه راوړی نو ګمرکات به مالیه څنګه او له چا واخلی.
نو د اقتصادی مشکلاتو د حل لپاره اساسی کار پکار دی او د سعودی ماډل دی دلته باید کاپی شی او د وخت څخه دی استعفاده وشی، د مینرالونو استخراج ته دی باید اولیت ورکړل شی او جدی اقدامات دی باید وشی. دا ضروری نه ده چه استخراج د مینرالو دی باید د امریکایی شرکتو پواسطه وشی، د آذادی مزایدی په نتیجه کی چه کوم شرکت بهتر وی او د افغانستان په نفع وی هماغه شرکتونه دی باید انتخاب شی.
که د افغانستان د مینرالونو زیرمی استخراج شی نو زمونږ د ګران هیواد اقتصادی وابستګی د غربی یا نورو هیوادو پوری له منڅه ځی او په زرهاوو هیوادوالو ته د کار زمینه برابریږی. چه له دی سره اوږد مهاله امنیتی وضع هم ورسره ښه کیږی.
د منرالونو د استخراج پروګرام شخصاُ د جناب ریس صاحب جمهور پوری اړه لری چه د کانو او صناتعو په وزارت فشار راوړی او یا بله مستقله اداره ددی لپاره جوړه کړی. او د مشرانو د جرګی د معدن او صنایعو کاری ټیم پوری اړه لری چه په دولت فشار راولی چه څومره زر کیدای شی د استخراج پروسه زر شروع شی.
په داسی حال کی چه افغانستان د ۳ تریلین (دری زره ملیارده) دالرو نه زیات د منرالو زیرمی لری، مګر متاًسفانه وګړی یی فی نفر د دوه ۲ ډالرو څخه لږ د ورځنی ژوند لپاره عاید لری.
آمید دی چه دغه لیکنه د ولسی جرګی د معادن او صنایعو ټیم یی ولولی او امید دی چه د ریس صاحب جمهور حامد کرزی  يو له بی شماره سلاکارانو څخه یی ولولی او د ریس صاحب جمهور تر غوږونو یی ورسوی.

د افغانستان د بهبود او سوکالئ په هیله