د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کامه کې ۳۳ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

بادام ظريفي " فقير " 19.10.2011 00:00

کله چې څوک د جلال اباد څخه کونړ ته سفر کوي نو د بهسودو ولسوالۍ په وروستۍ برخه او د توپچي تنګي په پيل کې يو درې لاريز واټ راځي،د دې واټ په منځ کې يو څلى جوړ شوى ،د عزت ،پت ،غيرت،او پوهې څلى چې دريواړو خواوو ته يي د قلم ،ديوات او کتاب نښې دي ،او په سر کې يي ليکل شوي چې د پوهې څلى ،د علم څلى ،د عظمت څلى .
د څلي ختيځ لور ته د کونړ په څپانده او بهانده سيند د کامې پْل جوړ شوى دى چې  په ليدو يي انسان فکر د کامې علمي او خدمت ګارو شخصيتونو او پوهانو ته اوړي .
هو! وار دواره يي په ذهن کې روحاني او عالم شخصيت "مراد علي صاحب زاده " ته را ګرځي چې د ټولې اسلامي نړۍ او اسلامي امت د سر لوړۍ وړ شخصيت دى ،د لوي خداى {جل جلاله } لوي او عظيم کتاب (قرآن الظيم الشان ) يي په روانه ،اسانه پښتو تفسير کړى دى ((تفسير يسير)) يي ليکلى دى چې د قيامت تر ورځې پورې به د هغه د علم او فيض ټول بشريت ته رسيږي.
د پښتو د ادب د اسمان ځلانده ستورى "علامه استاد قيام الدين خادم " ،په سياست او اقتصاد کې وتلى عالم د وخت لوي چارواکى "محمد موسى شفيق" ، روحاني شخصيت " سيد لاهوري " ، مولانا محمد ابراهيم کاموي" ، "غلام نبي کاموي " ، قانون پوه "عبدالوکيل صداقت"  ، ملي او حماسي شاعران ، شهيد "سيلاب " ، ارواښاد غلام حضرت سيمسار "کامه وال "  ، د هنر په ميدان کې د هنر استاد محمد دين "زاخيل " ،په ټولنيز ژوندانه کې قومي مشران ، خان حسن خان ،يوسف خان ،ملک امين الله ،ملک دلاور ،ملک شيريندل ،ملک لالي شاه ،حاجي شير اغا ،  ملک حاجي ناصر خان ، غلام صديق خان ، د مبارزې د ميدان مخکښ او قومي مشر  معلم عبدالوکيل "مټاخيل هم د انسان ذهن کې را ګرځي او د هغوي خدمتونه يي تر سترګو کيږي په اوسني وخت کې د ادب د ميدان ياد کسان ،سيد مراد ،شفته مل ،حفيظ الله "کامه وال " ،احمد ضيا "عبدالزى" ،صفدريوال ، د سياست ا و پوهنې په برخه کې محمد صديق "پتمن" ، سيد نور الله "مراد " ،ميرويس "ياسيني " هم د ياد جوګه دي .
ابرار الله "مراد" ، غلام حيدر سيمسار (( پير حيدري)) او امير خان " يار" دخدمت ميدان ته نوي راوتلي دي ،عبدالله " مسيزى " بايزي خان او ارواښاد حبيب الرحمن " منتظم " په فرهنګي ،سياسي او ټولنيز ډګر کې د يادولو وړ خدمتونه کړيدي .
په روحاني او ادبي برخه کې قاضي فضل غني " کامه وال " او   فضل مولا "لټون" هم خپله ونډه اخستې او لا يي اخلي ،کتابونه ليکي ،او ژباړې کوي تر څو افغاني فرهنګ غني کړي.
کره کتونکى ،څيړونکى ،ليکوال ،شاعر ،سپيڅلى افغان مسلمان (د پوهنې د پخواني خدمت ګار ارواښاد مدير صميم الله خان ځوي) د ننګرهار او افغانستان د ادب شمله د کامې افتخار د افغان ادبي بهير سالار ملنګ ملک استاد محمد آصف "صميم " چې اوس هم په ادبي سنګر کې ولاړ دى په دې لار کې ډير لاروي لري .
په شير ګړ ،کافر غونډۍ کودو کلى ، وحدت خوړ ، حضرت اباد ،او دار بنګ تاريخي اثار د دې سيمې  دبډاې فرهنګ او روښانه ماضي ښکاريدوي کوي ، ګر چې دغه تاريخي اثار د ځينو لوټمارو لخوا په خپل سر کيندل شوي او لاس ته راغلي بوتان يي پلورلي دي خو د دار ګلۍ د کلي يو تاريخي او ارزښتناک بوت ((مجسمه )) د دولت لاس ته ورغلې ده .
د((روس افغان جنګ)) په جهاد کې د کامې ولسونو په ميړانه سره برخه اخستې ده او ډير شهيدان يي ورکړي دي ،چې پښتون او نر ملا مولوي عبدالشکور " ياسيني "سيد عزيز " زهير " او شهزاده " مظلوميار " يادولى شو .
کامه د حاصل خيزۍ په لحاظ په وړه امريکا مشهوره ده ، خو د علم او پوهې په بنسټ د ارواښاد " خادم " صيب په وينا چې کامه د افغانستان يونان او زه د دې يونان سقراط يم .
کامه پخوا هم د علم او پوهې مرکز و ،او اوس هم په زرګونه زده کړي ځوانان ،پوهان عالمان او روڼ اندي لري .
زما يو ښيخ چې د کامې د مست علي د کلي اوسيدونکى شمس ګل د خپلو تره ځامنو ، ببرک نو مى او نور ورسره د ځمکې په سر په (١٣٥٧ )کال کې جنګ شوى و ،چې وروسته خبره قتلونو او نورو بد بختيو ته رسيدلې وه ،او په هر ساعت د نورو بدو عواقيبو  ويره هم وه .
د انساني ،افغاني ،او اسلامي روحيې په حکم مې د دوي په منځ کې د روغې او سولې لپاره د خير قدم اوچت کړ ،لومړى مې د کامې د ولسوال محترم حاجي اينجينر طراب چې يو ريښتنى مجاهد او ولسي شخصيت دى خبره شريکه کړه ، او هغه راسره دا ومنله چې د جرګې له ليارې به پر مخ لاړ شو ،ځکه افغانستان د جرګو  او مرکو  کور دى ، کامه چې اکثريت قوم پکې مومند ميشت دي ، په پښتنو قومونو کې د احمدزيو د قوم نه علاوه مومند هم نرخ، برج او څلي لري نو خبره يي ټولنيزې شورا ته وليږله .

ټولنيزې شوراګانې چې د اساسي قانون په بنياد د محلي ارګانونو په چوکاټ کې به د هيواد په ټولو ولسواليو کې جوړيږي د نېکه مرغه د ننګرهار ولايت په لسو ولسواليو کې رسماً ټولنيزې شوراګانې جوړې شوي دي يوه پکې د کامې ټولنيزه شورا هم ده ،چې په ولسواکه توګه ((په انتخاباتو رامنځته شويده )) ٤٧ کسان يي غړي لري چې په راس کې يي يو رئيس ،يو مرستيال ،او د څلورو کميټو مشران د رهبرۍ هيئت دى چې ټول کارونه د ټولې شورا په مشوره ترسره کيږي .
مونږ چې کله د شورا دفتر ته ورغلو غرمه نږدې وه د ډوډۍ د خوړلو وخت و لږ وخت وروسته دسترخوان  وغوړول شو او حاضرو ټولو کسانو  ته د ډوډۍ وويل شول ما هيڅوک نه پيژندل او نه زه چا پيژندلم خو  د ډوډۍ د خوړلو په وخت يو د جګ قد غنم رنګې څهرې خاوند يو بل کس ته چې متين ،سنګين او دروند کس و ورته وويل معاون صيب د دې کاکا  کار به ولټوې که جرګه کوي واک ترې واخله ،ما په دې وخت کې مداخله وکړه ومې ويل چې دروند واک ، هغه وويل: چې مونږ نوعيت ته ګورو.
ريښتيا واي چې د باز د ځالې باز الوځي د کامې د ملکانو د کوره يو ځوان چې تعليميافته دى او هم يي کورنۍ تربيه د ولسونو خدمت دى ، هو!د دغې  شورا رئيس چې په دل آغا مشهور دى وايي چې زه دې شورا ته د خدمت لپاره راغلى يم او  غواړم چې خپلو ولسونو ته په نوي عزم ،نوي تکل د يويشتمې پيړۍ د غوښتنو سره سم خدمت وکړم د پخوانيو بې خونده رواجونو او عادتونو د لمنځه وړلو او د منلو فرهنګي کارونو د خونديتوب لپاره زيار اوباسم عدل قايم کړم د رشوت کلچر ورک کړم ،او په کامه کې افغاني کولتور چې مينه، محبت ،پيرزوينه ، مشرانو احترام په کشرانو شفقت صميميت او واقعي انساني ،افغاني او اسلامي روحيه په خلکو کې پيداشي د شورا  رئيس دل آغا وايي چې دې شورا ته د ځوانانو اکثريت د خدمت په نيت د خلکو په باور راغلي دي اُميد دى چې دا باور به د ځان سره وساتو هغه وايي د دې شورا مرستيال ملک وکيل خان مټاخيل په پلرينه پلرينه ملکان تيرشويدي ،په جرګه پوهه او په عدل ولاړې فيصلې کوي.
په هر حال مونږ بيا وروسته د معاون سره دواړه کيناستو  او د خبرو په جريان کې دواړو خواوو څخه واک واخستل شو ،او د مچلګۍ يي وويل او په سبايي  د دواړو خواوو نه مچلګه واخسته ،د شورا رئيس چې بيا مې پيژندلى و او زه يي هم پيژندلى وم مطلب دل آغا زمونږ په وړاندې د شورا غړو ته وويل هر څوک چې په خپله خوښه په دې جرګه کې برخه اخلي ماته دې ووايي ،نو پخپله خوښه څو کسان هريو ملک رحمت الله "وفادار " ، محمد شفيق "مومند" ،د ننګرهار د معيوبينو د اتحاديې رئيس ،د مدني ټولنو د يووالي شورا د لارښود هيئت  او د کامې د ټولنيزې شورا غړى مسعود ساپى ،ملک رحيم جان ، ملک غلام قادر خان ،قاري الهام الدين ، ملک زرلال ددې جرګې غړي وټاکل شول ،ګرويګنو او په ټولو کوائفو د ځان پوهونې او هر اړخيزتحقيق وروسته د ښې پايلې په را ايستلو او ښې پريکړې په نتيجه کې د دواړو کورونو تر منځ سوله راغله او په يوه غونډه کې چې د کامې ولسوالۍ اکثره با رسوخه شخصيتونه پکې حاضر وو د (١٣٩٠ ل ه )د حمل په (  ٧ )مه نيټه د يکشنبې په ورځ روغه او سوله اعلان شوه يو بل يي سره وبښل او تر غاړې وتل .
مخکې له دې چې پريکړه اعلان شي ډاکټر حسن خان او ملک حاجي ناصر خان هم خبرې وکړې او د دواړو خواوو څخه يي مننه وکړه چې د خير کار ته يي غاړه کيښوده د غونډې په اخيره کې ملک وکيل خان  مټاخيل له ما نه هم مننه وکړه وي ويل: چې "ظريفي" صيب پدې روغه جوړه کې ډير رول لوبولى دى لوي خداى{جل جلاله } دې اجر ورکړي ،ماهم په ځواب کې حاضرين مخاطب کړل او دا مې د ځان لپاره وياړ وباله چې د علم په دې کور کې د استاد خادم د يو شاګرد په صفت د دې فرصت پيداکوم چې په داسې يو حساسې د خير د خبرې په غونډه کې څه ووايم .
زه په خپل وار د کامې له ولسوال صيب درانه حاجي اينجنر طراب خان، د ټولنيزې شورا له رئيس ځوان دل آغا ،ملک وکيل خان مټاخيل ،ملک رحمت الله وفادار او د جرګې ټولو غړو ته مبارکي وايم او دعا کوم چې په ټولو کارونو کې د داسې پاکۍ،صداقت ،اخلاص ،عدل او زړه سوي څخه کار واخلي چې په دنيا او اخرت دواړوکې يې برياليتوب نصيب شي .
په درنښت

 ګرځنده:
:070026965
ایمیل ادرس:
Yousafzarifi200@yahoo.com