د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ځينو وکيلانو او قوماندانانو پورې تړليو وسلوالو د ننګرهار امنيت خراب کړى

پژواک خبري اژانس 18.10.2011 15:51

کابل (پژواک ٢٥ تله ٩٠): په ملي شورا کې د ننګرهار يو شمېر استازي وايي، چې د دغه ولايت پر ځينو وکيلانو او پخوانيو جهادي قوماندانانو پورې تړلې يو شمېر غير مسوولې وسلوالې ډلې په ناامنيو او اداري فساد کې لاس لري.

د مشرانو جرګې مشر او د ننګرهار استازي فضل هادي مسلميار نن (د تلي ٢٦مه ) د دې جرګې په عمومې غونډه کې وويل، د ننګرهار خلکو ورته ويلي، چې په دغه ولايت کې يو شمېر غير مسوولې وسلوالې ډلې پيدا شوې، چې په نا امنيو، د ځمکو په غصب ، د خلکو په وژنه او ځورونه کې لاس لري.

د مسلميار د معلوماتو له مخې، دغه نامسوولې وسلوالې ډلې د ملي شورا پر يو شمېر غړو پورې اړه لري.

دى وايي، چې د يادو نامسوولو وسلوالو د فعاليتونو د مخنيوي په اړه يې د ننګرهار له سيمه ييزو چارواکو سره خبرې کړې دي.

 خو ده ونه ويل، چې دغه وسلوالې ډلې د ملي شورا د کومو غړو اړوند دي او د ننګرهار چارواکو يې په اړه څه ويلي دي.

په مشرانو جرګه کې د ننګرهار استازى لطف الله بابا هم په نوموړي ولايت کې د غير مسوولو وسلوالو ډلو د شتون پخلى کوي.

دى وايي، چې دغه غير مسوول وسلوال د ننګرهار په دولتي ادارو او په ځانګړي ډول د ګمرک په اداري فساد او ځينو نورو نا امنيو کې لاس لري.

د ده په وينا، يادې ډلې د پيسو په بدل کې د ځينو سوداګرو توکي په لږ محصول له ګمرک څخه تېروي.

د بابا په خبره، د ننګرهار سيمه ييز چارواکي د يادو وسلوالو د فعاليتونو د مخنيوي وس نه لري او په دې اړه بايد په لوړه کچه کوټلي ګامونه واخيستل شي.

هغه په دې اړه، چې دغه ډلې او وسلوال څوک او پر چا پورې اړوند دي، وويل، له دې امله چې د دغه ډلې ټول پېژني، نو دى نه غواړي په اړه يې څه ووايي.

په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازى او د ننګرهار اوسېدونکى شېرعلي احمدزى بيا وايي، دغه ډلې، چې د وسلوالو کسانو شمېر يې شاوخوا لسو زرو ته رسېږي، په ځينو پخوانيو جهادي قوماندانانو پورې اړه لري.

 ده هم د يادو جهادي قوماندانانو نومونه په ډاګه نه کړل، خو ويې ويل، چې که د دغو کسانو مخه ونه نيول شي، ډېر ژر به د ننګرهار دولتي ځمکې غصب او ټولې ولايتي اداره به تر خپل اغېز لاندې راولي.

دى وايي، چې د ننګرهار چارواکي د دغو وسلوالو ډلو پر وړاندې د درېدو وس نه لري.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې ليلما ولي حکمي وايي، چې په دغه ولايت کې له تېرو څو کلونو راپه دېخوا دغه وسلوالې ډلې شتون لري.

حکمي وايي، چې په ملي شورا کې د ننګرهار استازو له ولسمشر حامد کرزي سره په دې اړه خبرې کړې او هغه ورته ويلي، چې يو کمېسيون به جوړ کړي، تر څو په دې برخه کې پلټنې وکړي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي که څه هم د کومې ځانګړې ډلې يا شخص نوم وانه خيست، خو دا يې ومنله، چې يو شمېر وسلوالو په ښار کې امنيت له ګواښ سره مخ کړى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه وسلوال د کورنيو چارو وزارت د وسلې ګرځولو اجازه نامې هم لري، خو زياته يې کړه، چې والي ګل اغا شېرزي دغه کار جدي نيولى دى.

د عبدالزي په وينا، والي څو ورځې مخکې د ولايت په امنيتي غونډه کې هم پر دغې موضوع خبرې کړې او سپارښتنه يې کړې، له هغو وسلوالو سره، چې خلکو ته ستونزې جوړوي، بايد جدي چلند وشي.