د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعبدالله غمخمور په شعرونو کې طنزی توکی

پوهنمل محمود نظری 17.10.2011 16:58

عبدالله غمخور  دکونړ ولايت داسمار دولسوالى دبارګام دکلي په يوي عالمي او روحاني کورنۍ کې د حاجي عبدالودود خان کره  زيږيدلى دی، هغه دافغاني فرهنګ روښانه او ځلانده ستورى او دپښتو شعر او ادب یو مبارز شاعر دی، هغه په پښتو ټولنه، رادیوافغانستان ،  ننګرهارورځپاڼه   اود قابیلوریاست کې دندې تر سره کړي دي.
غمخور صاحب هم د روسو دیرغل پر مهال پاکستان ته هجرت کړی دی، د قلم په توره يې دافغانستان دسپيڅلى جهاد حق ادا کړی دی او د( ۲۰۱۰ م )کال د جنورى دمياشتى په( ۱۵ )نيټه دپيښور په حيات آبادکې یې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټي کړى او جنازه يې په کونړکې خاوروته سپارل شوې ده .
. په هیواد كښې بې اتفاقي ، د سياسي شعور كمزورتيا او د سم قيادت نه شتون هغه بدبختۍ او بدمرغۍ دي چې په سياسي ډګر کښې وجود لري اوهم دا شیان د هغه دشعرونو منځ پاڼګه جوړوي هغه په ډیر جرات او شهامت دا شیان بیانوي او غندي .
غمخور صاحب په خپل یو شعر کي د روس یرغلګر په هکله خپل احساسات داسي بیانوي :

خپله خاوره به پخپلو وينه سره کړم
په دى خاوره کى زه روس نشم منلى
اندامونه به خپل ټول اره اره کړم
په دى کورکى زه جاسوس نشم منلى
قربانى به دخپل تن ذره ذره کړم
نامحرم او نامانوس نشم منلى
په پورته شعر کښې اندام اره اره او تن ذره ذره طنزی کنايې دی چې شعرغلو کوی او شعر ته طنزی وږم ورکوي
غمخور صاحب یو په هیواد مین شاعر و، چې هر وخت یې په جرات واقعیتونه بیان ول
کله مجاهدين فاتحين شول او په کوردننه يي جهاد دفساد ښکار شونو بیا هم هغه چپ پاته نه شو خپل قلمی جهاد ته يي دوام ورکړ
هرطرف ته غلبله ده په هرځاى کى شراوشور دى
دټوپکوپاچاهى ده بى مرګونه نه چليږي
دجرګوپرى وس ونه شو، دماغونه شو پرى ستړى
په زړو مغزو کى خلکه، نوى فکر نه ځاييږي
چاته وکړم فريادونه ، چاته خاورى په سربادکړم
صاحبدله پاتى نه شو، بيدلان پرى نه پوهيږي
هغه د مجاهدینو اوتوپکو دپاچاهی ( طنزی توري دي) یادونه کوي ، او وايي دا پوچو او زړو ماغزوتو پکیانو ( هجو ده ) باندی د جرګو او مرکو خبري کومه اغیزه نه کوی .
غمخور صاحب دوخت بله بدمرغی ته ګوته نیسی ، هغه د افغانانو بی اتفاقی ده هغه غواړی افغانان يي پایلی ځیر کړی :
که پښتون دى كه تركمن دى كه تاجك دى
پشه يي ، نورستاني دى، كه ازبك دى
د ملت د تن اعضا دي همه واړه
هر يو تن مې د چشمانو مردمك دى
په لاندی شعر کې بی اتفاقی ته نغوته کوی او بیا هغه غندی وايي

د تاريخ چيغه ده دا چه محو كيږو
كه نن يو نه شو سبا وركيږو
كه چيرې يو نه شو نو د بخښلو نه يو
د زمانې له قهره د خلاصيدو نه يو
چاته بيا په غټو سترګو د كتلو نه يو
د سيالانو صف ته نور د ورتللو نه يو
په دښمنۍ د تاريخ بس اخته كيږو
كه نن يو نه شو سبا وركيږو
غمخور صاحب دا بی اتفاقی یوه زموږ لویه كمزورتيا بولی او په کنايي وايي که متحد نشو بيا په غټو سترګو چاته ( کنایه ده ) كتلی نشو یانی تجزیه کیږو .

غمخور صاحب وايي په پښتون قام له هر لوري د غمونو او ماتمونو پيټي باردي . په پښتنو بمبونه وريږي ، ټانكونه غريږي او توپونه ډزيږي. دا قوم څوك نه لري ، بهرني دوستان نه لري ، په داخل كې هم همدردان نه لري.

نه مې څوك وو نه مې پكار شو
په يك تنها صورت په ما راغله غمونه