وسلوالو په بټي کوټ ولسوالۍ کې دوو ښوونځيو ته اور واچاوه
16.10.2011 16:04(جلال اباد ( پژواک ٢٤ تله ٩٠ ) : د دولت وسلوالو مخالفينو د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د نجونو دوو لېسو ته اور ورته کړى، چې يوه يې سوځېدلې او دويمه يې زيانمن شوې ده.
د بټي کوټ ولسوال اسرار الله قاري زاده د تلې په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه ناپېژانده وسلوالو د دغې ولسوالۍ د چهاردي او باريکاب د نجونو لېسو ته اور اچولى، چې په وينا يې ډېر زيانونه ورته اوښتي دي .
د چهاردي د لېسې ساتونکي فصل ربي پژواک ته وويل ، چې تېره شپه د ماخوستن له لمانځه وروسته ښوونځي ته څو وسلوال را ننوتل.
نوموړي زياته کړه، چې د وسلوالو شمېر له دېرشو تنو څخه زيات او له ټولو سره پيکا او راکټونه وو.
فضل ربي وويل: (( ټولو وربوزونه وهلي ول، زه يې په مرګ وګواښلم او لېسه ته يې اور واچاو.))
د دغه ښوونځي يو ښوونکي حنيف الله ساپي پژواک ته وويل چې په ښوونځي کې يې دوه زره دوه سوه نجونې زده کړې کوي.
د نوموړي پروينا، د تېرې شپې اور لګېدنې د لابراتوار او کتابتون په ګډون درې خونې او پنځلس برنډې سوځولي، چې د لابراتوار وسايل، کتابونه او د حاضرۍ کتابونه يې له منځه وړي دي.
د يو بل خبر له مخې، وسلوالو د شپې پر نهو بجو ددغه کلي پر لوېديځ درې کيلومترۍ کې د باريکاب د نجونو لېسې ته اور اچولى، چې برنډه او دوه خونې يې لږې زيانمنې کړې دي.
د باريکاب يوتن اوسېدونکي روزي خان الکوزي پژواک ته وويل چې د کتابونو، ښوونځيو او مدرسو سوځول د اسلام او انسانيت خلاف عمل دى.
نوموړي زياته کړه، هر څوک چې ښوونځي سوځوي، د اسلاميت او افغانيت دوښمنان دي.
د روزي خان په وينا، له اور لګېدنې سمدستي وروسته يې له نورو کليوالو سره يوځاى اور مړ کړ.
نوموړي زياته کړه، چې د باريکاب په لېسه کې نهه سوه يو پنځوس نجونې په زده کړو بوختې دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري پژواک ته يادې پېښې تاييد کړې او ويې ويل چې سيمې ته يې پلاوى لېږلى، څو د اوښتو زيانونو کچه معلومه کړي.
د يادونې ده، چې تېره مياشت د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې هم وسلوالو دوه ښوونځي سوځولي وو.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددې ښوونځيو په سوځولو کې د طالبانو لاس لرل رد کړل.