د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د زورواکي نظام یوه بله کارنامه

احمدجان اریوزی 16.10.2011 00:09

د روان کال د تلې د میاشتې د یو ویشتمې شپې د لسو بجو په شاوخوا د کابل ادارې پورې تړلي امنیتي کسانو د اغلي سیمین بارکزي په کیږدۍ برید وکړ.
اغلی سیمین بارکزی د عدل او انصاف د غوښتلو د پاره د ډوډی په نه خوړلو اعتصاب لاس پورې کړی و ، او دولس شپې او ورځې یې څه نه و ، خوړلي . دا ځکه چې هغې په ځان ټولې قانوني لارې بندې لیدې.
د راپورونو سره سم هغه د هرات د ولایت څخه اولسي جرګې ته نومانده شوي وه . هغه په لومړیو کې د ټولټاکنو د په اصطلاح مسقل کمیسیون له خوا اولسي جرګې ته د بریالی نوماندې په توګه ورپیژندل شوي وه او بیا وروسته ددې کمیسیون له خوا بیرته د پارلمان څخه ایستل شوي او په ځای یې یوه بله نومانده چې لومړی د شکایتونو د اوریدلو کمیسیون دهغې رایی جعلي ګڼلي وې وروپيژندله .
همدا ټکې و چې اغلی سیمین بارکزی ددې موضوع د څيړلو له پاره یې د یوه مستقل هییت غوښتنه وکړه اودا چې ددې دا خبره د کابل واکمنانو و نه اوریده نو یې د نه خوړلو اعتصاب ته ملاوتړله.
دلته دا پوښتنه پیدا کیږي چې ایا هغه څوک چې په خپل رښتینوالي باندې باور ونلري خپل ژوند د ګواښ سره مخامخ کړي ؟
د رسنیو د راپورونو سره سم هغې په خپله لومړیو څرګندونو کې ویلي و چې دا غواړي د عدالت له پاره غږ پورته کړي هغه غږ چې د زورواکانو له خوا په ډیره بې رحمانه توګه ځپل کیږي .دې څرګنده کړي وه چې ددې اعتصاب څخه موخه د مقام او څوکی تر لاسه کول نه بلکې خلکو اونړیوالو ته دا غږ رسول دي چې دلته عدالت او قانون تش په نوم وجود لري .
تر ټولو لومړی دا پوښتنه کیږي چې د کابل واکمنانو ولې دا نیت وکړ چې د یوې میرمنې په کیږدۍ د شپې ناوخته برید وکړي ؟
دوی کولی شول چې د ورځې په بهیرکې د نوموړي په کیږدۍ برید وکړ. او یا د لاسونو او پښو څخه ونیسي او موټر ته یې واچوي .مګر ښايي دوی په ورځ کې د برید له امله ویریدل چې ګواکې خلک به په دې هکله سمدلاسه غبرګون وښيي.
خو دوی دا کار په ناڅاپي توګه د شپې له خوا په داسې مهال چې د کابل زیاتره ښاریان په دې مهال ویده وي تر سره کړ.
د کابل ادارې مشر ښاغلی حامد کرزی په ظاهري توګه د نړیوالو ځواکونو څخه غواړي چې د خلکو په کورونو او د اوسیدلو په ځایونو د شپې له خوا چاپې ونه وهي . خو دا ځل ده خپلو قوتونو ته د بې وسلې میرمنې په کیږدۍ د برید امر ورکړ . ځینې کسان خو دا شک ګڼي چې ګویا دا امر به ده ورکړی وي خو دا چې دې قوتونو ته چا امر ورکړی هغه به ورکړی وي ، خو مسوولیت یې په خپله اولسمشر ته راجع کیږي .
ددې وحشیانه برید له امله ددې مظلومې میرمنې چیغې او کریږې د کابل په ټوله فضا کې تاو راتاو شوی. دې چیغو د کابل ټول غرونه ولړزول. دا د یوې مظلومې او بې وزلي میرمنې چیغې وې چې د ټول مظلوم افغان اولس غږ یې تر اسمانونو ورساوه . او د افغانستان خلکو ته یې دا پیام ورکړ چې : دلته دموکراسې او د بشر حقوق تش په نامه دي . په دې هیواد کې د زورواکې نظام په ټینګیدو سره عدالت انصاف د دې هیواد څخه کډه کړیده .
دلته زورواکان دا مکلفیت نه لري چې د یوه افغان بشري حقوقو ، انسانی کرامت ته درناوی وکړي . دلته اساسی قانون او دموکراسي یوازې د کاغذ په مخ وجود لري .
د نن نه لس کاله پخوا لویدیزوالو افغانستان خلکو او نړیوالو ته دا پيام ورکاوه چې دوی غواړي د افغانستان خلک د یو دیکتاتوري نظام څخه وژغوري او په ځای یې دلته دموکراسي او پرمختګ رامنځته کړی . هغوی هغه مهال په افغانستان کې دبشر د حقوقو ، د میرمنود حقوقو او د ماشومانو د حقوقو څخه خبرې کولې .
خو همدې لویدیزوالو د خپلو اف شپاړس الوتکو د وزرونو تر سیوري لاندې هغه ډلې واک ته ورسولې چې د هغوی په هکله د افغانستان خلکو او نړیوالو له خوا مختلف تورونه موجود و. همدارنګه لویدیزوالو لس کاله مخکې د المان دبن په ښار کې زیاتره داسې ډلې او ټپلې راټولې کړي چې یوې یې هم په دموکراسي او د بشر په حقوقو باور نه درلود. د دوی بشپړ اکثریت په لوټماری، د انسان او میرمنو په وړاندې په زړه بوګنونکو جنایتونو سره تورن و.
لویدیز د پورتنیو ډلو څخه جوړه یوه اداره د افغانستان په مظلوم اولس حاکمه کړه . دا اداره د زورواکو ډلو یو شرکت و چې په بشپړه توګه د افغان اولس د هیلو او ارمانونو په خلاف یې د دموکراسي او پرمختګ ټول اوصول تر پښو لاندې کول.
ددې ډلو د حاکمیت څخه پوره لس کاله تیریږي . د ډلو حاکمیت په افغانستان کې د نه ارامی او جګړو یو مهم علت دی . او دا حاکمیت د لویدیز له خوا د لویدیز د عسکرو او ډالرو په زور رامنځته شوی او د هیواد د زیاترو خلکو ملاتړ د ځانه سره نه لري .
په دې کې هیڅ شک نه شته چې په افغانستان کې موجوده حاکمیت د افغانستان د خلکو او نړیوالو د تیر ایستلو د پاره په ظاهري توګه یو شمیر کارونه کړي دي چې په ظاهره دموکراتیک او په ماهیت کې دزورواکو په ګټه تمام شوي دي .
لویدیز هیوادونه په دې ویاړي چې په افغانستان کې دموکراسي رامنځته کړي ده د مطبوعاتو ازادي ده ، د دوی په شته والي کې اولسمشری ته ټولټاکنې شوي دي همدارنګه دا هیواد د یوه پارلمان درلودونکي دی چې د ټولټاکنو په نتیجه کې رامنځته شوی دی. خو دا ټول ظاهري اړخ لري .
د دوی په قول دلته قانونیت شته دی او دا نظام د یوه قانون چې اساسي قانون ورته وایی د هغه سره سم په مخ روان دی.
خو دا چې د اولسمشری دوهمه دوره ټولټاکنې څه ډول وې ټولو خلکو ته ښې جوتې دي او زیات شمیر کتونکي د هغه په هکله پوښتنې لري.
مګر موږ دلته د پارلماني ټولټاکنو په هکله خبرې کوو چې د اغلی سیمین بارکزی موضوع ورسره اړیکي لري.
په دې ټول خلک خبر دي چې د پارلماني ټولټاکنو په مهال کې د زرو څخه زیات د ټولټاکنو مرکزونه چې د امنیتي ستونزو نوم پرې کیښودل شو لغوه شول . ددې مرکزونو زیاتره برخه په پښتني سیمو کې وه چې په قصدي ډول د ټاکل شوي پلان له مخې د ناوړه اغراضو په درلودلو سره له منځه ولاړل چې په دې توګه په میلیونو خلک د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې شول.
په دې ډول هیواد په شمال کې په زیاترو سیمو کې چې اوسیدونکي یې پښتانه د سیمه ایزو واکمنو متعصبو کړیو پورې د وسله والو ډلو له خوا ناامن شول او پښتانه پرې نښودل شول چې خپلې رایې استعمال کړي . په دې ډول وسله والو ډلوپه ځینو سیمو کې لکه وردګ ، غزني ، بادغیس ،ارزګان او نورو سیمو کې پښتانه رایه ورکونکي پرې نښودل چې د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي .
ددې په اړخ کې په ټولټاکنو کې په هغو سیمو کې چې رایې واچول شوې بیساری درغلی او لاس وهنې وشوې. اوهم په میلیونو رایې باطلې اعلان شوې.
باید وویل شي چې ددې ټولو ګډوډیو د رامنځته کولو څخه موخه د بحران سره د افغانستان مخامخ کول و،چې یو شمیر کړیو غوښتل .
اوس مهال اوسنې پارلمان په واقعي مانا سره د خلکو له پاره مشروعیت نه لري داځکه چې ټولټاکنې سراسري او شفافې نه وې او هم دا ټولټاکنې د معترضو او هم د بریالیو نوماندانو له پاره د منلو وړ نه دي دا ځکه چې د کتونکو په باور دا ټولټاکنې ډیرې د درغلیو ډکې وې او د ټولټاکنو په اصطلاح مستقل کمیسیون دا هیواد د لوی بحران سره مخامخ کړ.
د کابل واکمنانود خلکود اعتراضونو د غلي کولو د پاره ځانګړي محکمه جوړه او د هغې دفیصلې سره سم دوه شپيته تنه د درغلیوله امله پارلمان ته لاره پیدا کړي وه خو د خلکو تر منځ اوازې وې چې دا شمیر امکان لري د یو سلو شلو تنو په شاوخوا کې وي .
ځانګړي محکمې دا فيصله د استیناف محکمې له خوا هم تایید شوه . خو کمیسیون یوازې نهه تنه پارلمان ته وروپيژندل . او د کابل واکمنانو د محکمې دې فیصلې ته کوم اهمیت ورنکړ. په دې ډول په هیواد کې د قضا ارګان دریز ته تاوان ورسید.
هلته د کابل د ښار په پښتونستان څلور لاري کې د معترضو نوماندانو کیږدۍ ولاړه ده دوی هلته سره راټولیږي او د پروګرام سره سم خپلې مظاهرې کوي او ددې په اړخ کې اغلی سیمین بارکزی هم دا ادعا وکړه چې ددې سره بې عدالتي شوي ده او کمیسیون یې په بې عدالتي تورن کړ. او لدې امله یې د ډوډی نه خوړلو اعتراض پيل کړ.
په لومړی کې د کابل واکمنانو دا خبره ساده ګڼله خوکله چې دخلکو پام د اغلی سیمین بارکزې د ډوډی د نه خوړلو اعتصاب ته واوښت نو د هیواد زیاترو خلکو سیمین بارکزی د ادعا ملاتړ وکړ او یو شمیر هیوادوال هم ددې په اړخ کې د ډوډی په نه خوړلوسره ددې په ملاتړ کې ودریدل.
د سیمین بارکزې په ملاتړ پراخو اعتراضونو د کابل متعصبه او په فساد ککړې کړۍ وارخطا کړې او داسې یې وانګیرله چې امکان لري دا اعتراض د مصر ، سوریا او لیبیا په شان په افغانستان کې هم د زورواکانو حاکمیت ته ګواښ پيدا کړي .
نو ځکه یې په په ډيره وحشیانه توګه د اغلی سیمین بارکزی په کیږدۍ برید وکړ او هغه یې نامعلوم لوری ته یووړه .
دا چې د اغلی سیمین بارکزی وروستی برخلیک به څه کیږي او یا به ددې په چلند کې کوم بدلون راځي تر اوسه جوت نه دی .
خو هغه څه چې دې پیښې وښودل هغه دا چې د کابل د ادارې له پاره یو وړوکی اعتراض او دحق او عدالت غوښتل د منلووړ نه دي .
د کابل واکمنان ددې له پاره چې هیواد ددې بحران څخه راوباسي کوم وړ اقدام نه کوي بلکې دوی داسې اقدامونه کوي چې هیواد نور هم د بحران خواته ټیل وهي.
داسې ښکاري چې د ټولټاکنو بحران اوس ځانته نوي اړخونه پیدا کوي .
د اغلي سیمین بارکزی په کیږدۍ د شپې برید خلکوته نوي انګیزه ورکړه اوس به خلک د ټولو هغه کسانو چې په دې برید کې یې ونډه درلوده دمحاکمې غوښتنه وکړي . همدارنګه خلک به اړ شي تر څو د زورواکی نظام په وړاندې خپلو سوله ایز مبارزو ته سختوالی ورکړي همدارنګه دا انګیزه ددې سبب کیږي چې د سولې او عدالت په لاره کې خلک نور هم سره یو شي .
که چیرې د کابل د ادارې مشر په لومړیو کې د ټولټاکنو د کمیسیون د مشرانو په ټاکنو کې د ځانه دقت ښودلی وای اوس به دا پېښې نه رامنځته کیدې او ټولټاکنې به هم په نسبتا ښه ډول تر سره شوي او نسبتا مشروع پارلمان به رامنځته شوي و.
د زورواکانو خوشالول او د اولس هیرول همدا ډول پایلې رامنځته کوي .
هر فاسد نظام د خپل ړنګیدو اسباب په خپله برابرو ي.
اوس د کابل د ادارې مشر هیڅ یوه بله لار نه لري یا به د اولس غوښتنو ته غاړه ایږدي هغه دا چې ټول هغه کسان چې د دا ډول بدنامو ټولټاکنو په تر سره کولو کې برخه لرله او هیواد یې د یوه لوی ناورین سره مخامخ کړي د محکمې میز ته ودروي .
او که داسې ونکړي بیا دې په راتلونکي کې د نویو او پراخو پاڅونونو انتظار وباسي چې دا پاڅونونه به د یوه واقعا دموکراتیک نظام د جوړیدو له پاره زمینه برابره کړي .