د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بلجيم کې د سولې کنفرانس ته زما ليک

جاوید احمدزی 12.10.2011 20:51

د لوی او بخښونکي څښتن په نامه

په 8 د اکتوبر بلجيم کې د افغانستان په اړه د سولې کنفرانس جوړ شوی وو ، په کنفرانس کې د امریکا او اورپايې هېوادونو څخه له 100 نه ډير کارپوهان او ژورنالستانو ګډون کړی وو ، همدارنګه د بلجيم هېواد د بيلابيلو ښارونو څخه د افغان کلتوري ټولنو استازی هم موجود وو ، ما هغو ته يو ليک په هالندي ژبه ورکړ غواړم چې تاسو هېوادوالو سره په پښتو هم شریک کړم٠
( د سولې کنفرانس ته )

زه له ټولو نه مخکې تاسو ته ښه راغلاست وایم او ستاسو هر قدم چې د سولې ، نیکمرغی، ښيګڼې او انسانيت په نيت پورته کوی د قدر په سترګه ګورم، تاسو ته لا بریالیتوب غواړم، په دې هېله يم چې يوه ورځ ستاسو غږ د نړۍ ټولو مشرانو ته ورسیږی او زمونږ له خوار وطن څخه دا د جنګ او بربادی ټغر د تل لپاره ټول شی ٠
لکه څنګه چې تاسو ته پته ده په يو هېواد کې چې جنګ وی د هغه ملک هر څه له منځه ځی ، او د هغه وطن د ماشومانو په څېرو کې د علم ، ساينس، تخنيک نخښې نه بلکه د جنګ ، بم ، بارود او غم نخښې ښکاری ٠
نو که تاسئ د افغان ماشومانو سره مرسته کول غواړی د f16 پر ځای ډاکتران ولیږی ځکه زخمونه په ملهمونو جوړیږی نه په بمونو ، د ټانګونو پر ځای چې ليږی روغتون ورته جوړ کړی ، زمونږ ماشومان له تاسو نه قلم ، کاغذ ، علم او پوهه غواړی نه د جنګ او تباهی سامان ٠
اوس افغانان پر دې هم پوهيږی چې که له يوې خوا ستاسو په ملکونو کې داسې کسان شته چې جنګ خوښوي خو بلې خوا ته ستاسو غوندې شریف او پاک خلک هم شته ، چې يوازې زمونږ هېواد که نه بلکې ټولې نړۍ ته سوله او ارامي غواړی ٠
څنګه چې د هرې جکړې پايله سوله وي او د هرې ستونزې د حل لاره په خبرو کې وي ، نو ولې دا اوس خبرې و نه شی ؟
بس زه نور څه ویل نه غواړم د يو بې طرفه افغان په توګه د سولې په پلوی او ستاسو تر څنګ ولاړ يم ٠ مننه

دا هم په هالندي ژبه

De Vredesconferentie


Ten eerste heet ik jullie van harte welkom. Iedere stap dat genomen wordt naar vrede, helpen van anderen mensen waardeer ik enorm, wens ik je d'r verder veel succes mee.
Hopelijk horen ze op een dag onze stem en verlangen naar vrede stop zetten van oorlog in ons land.
Zoals u weet als er oorlog is in een land dan zie d'r ook geen goed in de ogen van de kinderen geen vooruitgang naar leren of school alleen maar ellende.
Als je afghaanse kinderen wil helpen, help ze dan anders niet door F16 te sturen hebben ze dokters nodig zodat hun wonden genezen worden. In plaats van boms,tanks moeten er ziekenhuizen komen. Onze kinderen willen pen, papier geen wapens en dergelijks.
We afghanen weet ook dat er ook mensen zijn van jullie kant die geen oorlog willen tegen de oorlog zijn naar wereldwijde vrede verlangen.
Vrede is de oplossing voor iedere naarigheid en oorlog, we laten ons horen voor het te laat is want praten is uiteidelijk de oplossing.
Verder wil ik niet veel kwijt, ik ben een onpartijdige afghaanse burger. Voor de weg naar vrede sta ik met jullie schouder aan schouder.