چراغ دغسي څوک نیسي !
12.10.2011 19:50طنز
دزوړ مارشال په سر کې شو ټکټک
ضابط امر ته یې امر وکړ ټک په ټک
راوله له ښاره نوه یوه ښکلې کاسیره
چي ننه شپه مخ تورکړم لکه ناټک
ظابط ولا ړ د ښار نوی چکلې ته
رایې وستله خپ بې ټوک اوټک
مارشال ویل ته راته ونیسه چراغ
چي زه پاسته کړم سره زر په څټک
مارشال کالي ویستله او شو لغړ
نرۍخولې په راماتي شوي د مړټک
په غوسه يی ویل سم ونیسه چراغ
چې په دښمن کاری وارونه وکړم د کوتک
په غوسه جګ شومارشال وهل يي ناري
پورته کښته یې کیدی د ستونی چرغټک
ول ماته راکړه داچراغ ته ورشه
چې دروښیم چراغ نیول تاته کوټک
ظابط امر چي ځوان و او هم و څړه
په ټک و پتری يي ویست دستنی ټک
مارشال ته یې خوند وکړ دې ټکهار
ول چراغ دغسي څوک نیسي نه لکه تا ډرتک
ځوان چې خلاص شو له خوړولو د حلوا
مارشا ل یې په خوشالي کالي وهل ور ټک
ویل يي هغه ته په ژبه شیتک
و دی لیده دغسی څوک نیسی چراغک
ول په هر کار کې یې لکه زمری چټک
افسوس په چراغ نیولی کي یې لمټګ
***
اوس زموږ مشرانو هم یوازې نیولی چراغ
یوازې د پردو کالی هروار ور وهی ټک
ایران پلوه سوله نه غواړي ،غواړی تل واک
د پښتون په راتګ کی یې نشته وټک
دامشران مو دپردو بې پالانه خره شوی
دا بګیلان مورزاده پيدا شوی دی باټک
هر دړتګ اخیر لوندوي خپل خښتک
توپک دده په لاس ،بل کوی په هغه ټک
څه چې پردی وايي هغه تکراروي هر بټک
دبل په لاس کي ناری وهی د ټک پرک
وییونه :
ټک په ټک ( سمدستی )،چرغټک( دمرۍ غوټه)،کوټک ( بی هنره)،ټک ( ډز)،)، دستنی ټک( کوک). مړټک( سست اوکاهل)، ،ټک په ټک( سمدستی) ،ټک ټوک( چپ)، ، ټک پرک ( د مړز ږغ)، ، ،وټک ( ګټه)، دړټک( تیزن)،شیتک( کنګوره)، ،لمټګ( لټ سپي)، کوتک ( ډنډه)، بټک( رډ سترګی)، څټک ( د پښت چکښ)،