د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوچيانو ميلې

جاوید احمدزی 12.10.2011 13:53

د غرونو لمنی کې کوچيان اوسيدل
تل په يوه خوله په ښه ښان اوسيدل
ما ليدلی هسی د دوی درې میلې دي
چه يو بل ته سره ورته او نژدې دي
پيغلو به يوه نانځکه جوړوله
په ښايسته کاليو سينکاروله
ډول،ډول ګاڼه به وراچوله
سم کيږدۍ په کيږدۍ به يې کرځوله
د دوو دغه نانځکه (پاتو) نوميده
شهزادکې غوندی په رښتيا ښکاريده
جونو به د هر يو خيمې ته ورتللې
د پاتوکۍ مخ،جامی به ورښودلې
کوربنو هم بيا لاس غوټو ته سمه ول
جوا،غوړي،کورت،غوښه به يې ورکول
دا هر څيز به يې بيل،بيل لوښوکې وړل
سهاربه يې خلک خيرات له ورغوښتل
پيغلوټو ټوله شپه سندری کولې
چا به اور بل کړه چا به وریځی مينځلې
په سبا به ښه لوی خيرات ورنه جوړ شوو
زاړه،واړه هر يو پکښې سم موړ شوو
هو!دغه رنګی د پيغلو ميلې وولې
قسم دی هغه شيبې هم خوږې وولی
هلکانو به کولي ځانته نخرې
ټولو به هو وکړه په یوې خبرې
وويل راځی چه جوړ کړو ميله يارانو
مونږ هم له نجونو نه څه کم يو ځوانانو
يو اوړ چه خندا نه ورتله په نښه کړه
څهره يې پر وړو نور ښه ورسپينه کړه
د ځوانانو مشر ( سپين ږیرک) نوميده
دغه هلک به له هيڅ چا نه شرميده
شاډوبۍ او خيټه به هم ورسمه کړه
کيږديو پر لور به يې وربرابره کړه
دوی به له ټولو خلکو شيان ټولول
وړه، غوړي،غوښه پريمان ټولول
په بله ورځ به د دوی خيراتونه کول
بيا نو د سپين ږيرک سپتونه کول
سپين ږيرو به ځان سره سوچونه کول
زلمو له به دوی ورنونه ټپه ول
ویل راځی مونږ هم خيراتونه وکړو
خپل زور معلوم د زړو هډونه وکړو
دوی يو لوښی چه (پاوکی) باله واخيست
ټولو نه يو،يو پاو غنم ، اوړه واخيست
بيا نو خپل خيرات ته خوشحالي کولي
زلمو او پيغلو سره سيالي کولي
دا وو يو شعر چه مې وليکل يارانو
اوس ارمان کوم ميلې ته د کوچيانو
بلجيم دانتورپن ښار