د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پيغور شپې ورځې

الحاج الهام الدين قيام 09.10.2011 10:38

زمونږ ګران هيواد ته دپرديووسله والو دراتګ دکلیزی په مناسبت

زمونږ په کـــــــور توپان راغلی ټول د خړو ډک وو
ټول وران ويجاړ وو هر يو کونج يې د تيتړو ډک وو

ډېری ټپيان وو او داﻻن مو ﻻد مړو ډک وو
ﻻ د اسمان زړګی تش نه وو د لوخـــــړو ډک وو

چې د يو بل توپان څــــپې مو په وران کور راغلې
پردۍ لښکرې مو کاله ته بيا په زور راغلـــــــې

ورانو کوڅو ته مو د غلو غدۍ په چور راغلې
قيام ته بيا خدايه شپې ورځې د پيغور راغلې


07.10.2009