د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

ولی محمد نورزی 04.10.2011 22:22

تورې اوږدي زلفي چه ښکا ریږی هغه زما دې
ګڼی ګڼی چه پرمخ باندې تا ویږی هغه زما دي
*******************************
ستر ګي مي لیدو ته دوصال په تمه ګوري تل تر تله
شپي د ژوندانه چه په غمونوکي تیریږی هغه زما دي **********************************
چیرته پاکه مینه د محبت اودوصلت په تارتړلې د ه
یارچی بی وفا شو زړه دننه چه سوځیږي هغه زما دی **********************************
ښه مینه محبت د خپل محبوب سره مقام د پا چهی ده
خړی بوری سترګی دیارلورته چه رپیږی هغه زما دي
««««««««««««««««««««««««««««««
توراوربل می ګوره توری زلفی پرتندې د مینی نښه ده
سترګي اوباڼوګاڼ مي په کجلوچه توریږی هغه زما د ي
««««««««««««««««««««««««««««««
ځان به ترینه جار کړم که نصیب زمادهیلوپاکه مینه شی
تود باران د او ښکو پرسپین مخ چه را بهیږی هغه زما دي
«««««««««««««««««««««««««
چاودی چاودی شونډی مي کباب ستا بیلتنا نه کړلی دلبره
غم چه یو په دوه شی نورغمونه چه ډیریږی هغه زما دي
««««««««««««««««««««««««««
ښه احساس د مینی نشته ، سیالګیری اوچا لبازی ده
د رقیب د خنجرواري پربدن باندی لګیږي هغه زما دي
«««««««««««««««««««««««««
عشق او مینه دواړه د خیا لونو ناروغی او بیهوشی ده
په اورونو کي چه سوځي عاشقان ملنګان کیږی هغه زمادي
«««««««««««««««««««««««««««
د جنت ترحورو تیرشه پا که مینه صدقه د خپل عاشق کړه
د محبت په لیونتوب کي دفریاد نارې سوریږی هغه زما دي
«««««««««««««««««««««««««
عاشقان د ټول جهان که د محبت احساس پید اکړی يو تربله
زماجانان چه پکښی نه وی په نصیب چه نه مړیږی هغه زما دی
«««««««««««««««««««««««««
زه نورزی دعا شقا نو د پیوند د پاکی مینی طلبګار یم
دا نړۍ له عشقه ډ که، مین زړونه چه یوکیږی هغه زما دی