د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نصرالله حافظ طنزونه

پوهنمل محمود نظری 03.10.2011 23:15

نصرالله حافظ د پښتوژبی یو تکړه شاعر دی هغه په خپل هنري، ادبي او فرهنګي فعالیتونو او خدمتونوکښې (۵۲) کتابونه لیکلي دي ځینې چاپ شوی مشهور يي دا دی :
دشمشاد هسکې څوکې ( شعري ټولګه) ،دنغمو کاروان ( پښتو سندرې )، ستا د چم ګلونه ( شعري ټولګه) .مات ستوري ( د شعرونو ټولګه )،تاترې ( خوندور نظمونه)،دردونه او تکلونه ( ډیر خوندور او په زړه پورې غزلونه)،زړه پګړۍ ،هیواد، سوله او جرګه : ( شعري ټولګه )، (ننګ)، (بېدارۍ غږ)ء(شاعر مرګ) (د سباوون نغمه) او داسې نور

د نصرالله حافظ شعرونه ژبني ادبي خوږوالی لري، چې پيښې یې په ظریفانه ډول انځور کړی دی ،هغه یوپه هیواد مین ، اود وطن په درد دردمند شاعر دی هغه دهیواد کې له فساد اوناخوالو ډیرځورولی دی ، هغه د قلم په خنجر دا د وطن د دښمنانو سپین ماسک په ډیرظرافت څیري او د هغو کړغیړنی څیرې ولس ته ښیي او په خپل هنرمندانه او ادیبانه طنزونو د وطن د دښمنانو کړه وړه بیانوي :

هغه په دی لاندی طنز کې د ولس نننیو بد مرغیو ته لکه ، یرغلګرو،دپردو ګوداګیان فساد، بیکاری ، مداخلي ،جاسوسی ، د بیګناه انسانانو وژل ، جنګ او پوځی عملیات ، هوایی برید ونه او بمونه ، ناامني ، شوکماري ، بې ثباتي ، ، غم ، او تشویش څخه یادونه کوي

دغه دى وخت د امتحان دى د افغان اولسه !
په غړيدلو سترگو گوره دا جهان اولسه !
د ځان ځانى دنيا کړه ورانه غم د نورو وخوره
ترڅو به خورې د خپل ځان غم ستا وزيران اولسه !
ستا د بابا دادا د ملک د خزانو لپاسه
کوړۍ پراته دي د طلسم ښاماران اولسه !
څوچې د خپل ناروغه ځان علاج ونه کړې خپله
بل به دې ونه کړي درنځ دارودرمان اولسه !
فرق د دښمن او د دوست وکړه بې تميزه نه شې
شته د دوستئ لباس کې ډيرستا دښمنان اولسه !
دستا په غوښو او هډوکو يې ماڼۍ لوړې کړې
خو دا ستا وران کور پسې لاوينمه وران اولسه !

بیا د هیواد دسیاسی حالت انځور باسي او وايي :
غوښې دې خورې وينې دې څښي کړى مسخرې درپورې
غله راپنډ شوي ستا د کور په دسترخوان اولسه !
ليوني سپي درپسې گرځي گورئ وبه موخوري
بيا به مو بولي خلک واړه ليونيان اولسه !
په لويه لاره کې غله ناست دي د لوټوي يې درنه
دا ليږدوي چې ته په زيار رحمت کاروان اولسه !
دا خو د کور کلي د شپون د بيغورئ له لاسه
ستا په رمه باندې گډشوي دي ليوان اولسه !
هغه ددی بیغوری علت خپله افغانان او مشران بولي او وايي:
خلک کړي څه موږه کړو څه اخته يويو له بله
په ورانو لارو به تر کومه يې روان اولسه !
هغه چې ستا په نابودئ کې بود د ځان ويني
هوښيار شه وپيژنه دغسې کسان اولسه !
هغه چې ستا د سرسودا کوي له نورو سره
هغه به څنگه ستا وطن کاندي ودان اولسه !
هغه چې ستا په خوله وهي د خاموشئ مهرونه
آزادي څه شوه ستا د فکر او بيان اولسه !
ستا د وطڼ د زړه په رگ پورې ژورې نښتې
وروسته له دې دې راته ښکاري ژوندون گران اولسه !
کلونه تير پيړۍ شوې تيرې خو تراوسه پورې
تامعلوم نه کړل خائنان او صادقان اولسه !
چې ستا خدمت کوي پراته په تورو خاورو کې دي
ستا په قصرونو کې اوسيږي خائنان اولسه !