د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دايراني چارواکو مرسته زموږ ملا راماتوي

حبيب الله غمخور 02.10.2011 22:18

پدې ليکنه کي زماموخه په شخصی بڼه هيڅوک نه دی اونه هم يوازي يوشخص ته متوجه ده ،ځکه له يوې خواايران هم لکه پاکستان دافغانستان په سياسي محافلوکي تراوسه غوښن برلاسی لري  اودبلې خوازموږ زيات شمير دولتي چارواکي په خپل هيوادکي دايراني اوپاکستاني چارواکواودهغوي دهيوادوگټې ساتي؛ خوپردې ټکی په ټينگارسره ويالاي شم چي دايراني چارواکو مرستې لکه پاکستاني چارواکو وروگلوی موږته مرگونه اوتاريخي ناخوالي  اوملي ناورين راوړي،ددوي دواړودوستۍ زموږ ملاراماته کړې ده  .

متاسفانه دايران اوافغانستان دمناسباتوپدې ورستيو لسيزوکښي په ځانگړې توگه  پسله هغه چي په فرانسه کښي ساتل سوی اوروزل سوي ايراني اخوندان  دولتي واک ته ورسيدل، بيا ترنن ورځې  پورې موږ ته دخپل هيواددمرستوپه نامه هغه څه  ډالي کړی کوم چي دوي ئي غواړي اوددوي سياسي ،اقتصادي ،فرهنگی موخې اوگټې پکښي را نغښتي وي .زموږ لپاره ستونزمنه ده چي له لويه سره له دغو هيوادوله مرستونه ډډ ه وکړو او هرډول اړېکې ورسره وشلوو،ځکه لاس په لړستوني گاونډايان مودي اوددوي دوطنو له لاري زموږ سوداگريزي اړيکې دنړۍ له يوشمير هيوادوسره ټينگېږي . خودولتی چارواکي هر څوک چي وي دې تاريخې مسوليت ته بايد جدي پام وکړي چي متاسفانه  ددغو هيوادو مرستي که په هر بنۀ وي تراوسه له زهروډک لاس دی چي زموږ دسترخوان ته  راغځول کيږي .

دايران ،افغانستان دتيرو دريولسيزو زياتې مودې سياسي ،اقتصادي اوټوولنيزو تاريخ اړيکوپېځومی ،کږليځونه اوستونزی ټولوته  لمر غوندي  روښانه دی ځکه نه غواړم ليکنه پرې اوږده کړم . ولې رښتياداده چي زموږ هيوادوال  په هغوستونزوچي هره شېبه ورسره لاس په گرېوان دي ترډيره بريده ترهرچاددې مناسباتو په باريکيواوناخوالوښه خبر دي .

راځودې خبري ته چي دسپتمبرپر ۱۹ مي دبيات تلويزيوني خپرونې دخبرونو پروگرام ليده .دلته دپوهنې وزارت مطبوعې رئېس ددولتي اړونده چارواکونه سرټکونه درلوده ويل ئې : (( دامطبوعه دمجاهدينو ترواک رسېدوپوري فعاله وه ورسته له کاره ولويده ،چې اوس ئي له ۲۵ ماشينونه يوازي لس  فعال دي چي هغه يوازي دولتي محرم اسنادچاپوي . هغه څرگنده کړه چي دونر هيوادونه زموږسره پدې برخه کي حندان مرسته نه کوي خو که دافغان دولتي چارواکي  دفعالو ښونځيو لپاره کتابونه په دې مطبوعه کي چاپ کړي يوخوبه پر ښه کاغذاوبل به بېله کومو غلطيو اوتېروتنونه  چاپ سوی وي .))داهم شکر چي دادولت دمحرمو اسنادودچاپ په اهميت پوهېږي،کنه دائي هم بايدپه ايران اويا پاکستان کي بايد چاپ کړي واي  .

په همدې وخت کي دپروگرام پريدسيور دسياسي گوت نيونکو گوتنيونې يوه برخه دڅوثانيو لپاره دتلوېزيون پر پرده خپره کړه ،هغوي ودې ټکی ته گوته نيولې وه چي ټول کتابونه پر بې کيفيته کاغذ او له ډيرواملائې غلطيوسره چاپېږي.

خوتردې ورسته  دښونې او روزنې دوزير وياند چيد خبرولهډيالکټ نه دوزير صاحب  کليوال ښکارېده د يادو شووڅرگندونوپه وړاندي عجبه خبره وکړه اوڅرگنده ئې کړه :زموږ لپاره اوس دبې کيفيته کاغذ اوغلطيو ډک چاپ مسله مهمه نده،بلکي ترهرڅه راته نصاب اومسلکی ښونکي مهم دي .دادچاپ دمسلې دستونزي  حل اوس زموږ لپاره مشکله خبره  ده ،خودايران  دولت ژمنه  کړې  چي  پدي څلوروکلونو کي به دامطبو عه بيا فعاله اوجوړه کړي .

دنوموړې له څرگندونونه دا جوته سول چي  نوموړئ دمطبوعې په ارزښت اورول نه پوهيږي ،ځکه داډول خبري کوي .

ددې ترڅنگ داڅرگندونې ددولتي چارواکو لخواپداسي حال کيږي چې دهمدې وازرت مشرتابه هرکال دتعليمې کال دپيل په ورځ اعلانوي ((سږکال له نېکمرغه دوه ميليونه شاگردان ښونځۍ ته شامل سول))که دغه احصائيه چي ډېرڅېړونکی ئي پر حقانيت شک بردی په نظرکي ونيسونوپدې راوروسته اتو کالوکي ۱۶ ميليونه زياتوکم شاگردان ښونځۍ ته روان دي اوکه هرشاگرته  په متوسطه توگه پنځه کتابه په نظرکي ونيسو نو ((۸۰)) مېليونه ټوکه کتابونه دوي ته وېشل سوی دي .نوولي  په بهرکي داکتابونه  داملایې اوچاپي غلطۍ سره چاپ سي ؟؟؟

داچي ددې کتابونودچاپ لگښت څومره ميليونه ډالره کيږي اودکوموخارجی کمپنيودخاوندانوجيب ته دافغان چارواکودبې غورۍ اوجوړجاړي له امله لوېږي دابېل سوال دی .

پدې ورستيو لسوکالوکي موږ ته داجوته سول چې زموږ گانډيان هيڅکله  هم دهغوپروژوپه جوړېدوکي زموږ سره رغنده مرسته نه کوي کوم چي هغه توليدي بڼه ولري . که يوکوچنۍ ورکشاف هم جوړ سي دوي ورسره سمدواره سيالي پيلوی .په هرات کي څلورياپنځه کاله پخواتر(( ۵۰۰ )) زياتو وړ توليدوموسسو تړلو دليل ددوي لخوادبې کيفيته توکو توليدنه وو،بلکې دايراني چارواکولخواافغاني اړونده چارواکوته دژشوت په بدل کې په بازارکښي نارواسياليو دغه  بېچاره گان دېته مجبورکړل چي خپلې  توليدي موسسې  وتړي ،څنگه کيداي سي دهمدي ايراني چارواکونه اوس  داتوقع ولروچي دوي د موږ ته مطبع راجوړه کړي .

پدې بايد هرافغان پوه وي چي دايراني اخوندانوپه هرمرسته کي ددوي څواړخيزي کرغېړنې موخي نغښطې دي ،ترڅوددوي داسي گټه نه وې پکښې چي زموږ ملاراماته کړي دوي زموږسره ديوگاونډاويومسلمان هيوادپه توگه هيڅ ډول مرسته نه کوي .

دغه ښاغلي وياند بايد پدې پوه وي موږ ته پداسې شرايطوکي چي په عجيبه اوغريبه جگړه کي راښکيل يواو دژونددبقالپاره هلې ځلي کوو،هر څه مهم دی .مسلکی ښوونکی پيدا کول  خووزيرصاحب  وايي چي ډير وخت غواړي اودتعلمی نصاب خبره خوپه تاسو پوري تړلې ده ،دادشرم خبره ده چي دټولي نړۍتر سياسي ،اقتصادي ،مادی اوتخنيکي  ملاتړلاندي داوزارت لکه څنگه چي لازمه ده په خپلو ملي ورسپارل سوو دندوکي ترډيره بريده پاته راغلی،لس کاله تير سول لاتراوسه دنصاب خبره مطرح ده ،ته به وايي دافغانستان اوس اوس دمځکې دکرې پر مخ راوزېږد،هيح ئي نه درلوده اوهرڅه بايد له سره ورته جوړ سي ،پداسي حال کي چي داسي نه ده !پدې ملک کې څوکاله وړاندي ديوه حاکميت پر خلاف ۶۸ هيوادونه دامريکاپه گډوجنگېدل خودلته هم نصاب اوهم متبوُې فعالې وي ،که رشتياووايوتردې ډريې ښووځۍ هم فعالي وې .دنصاب اومسلکی ښوونکی مسله يوه ډيره عادي خبره ده خوکه په رشتياسره يوڅوک وغواړي کارپرې وکړي ،زموډير ښوونکی په بازارکي دمزدوری لپاره په څلورلاروکي ولاړوی، دايوه خبره اوبل  څنگه دمنلو وړده چي پدې  لس کاله حتی دکابل اونورو لويوولايتونوپه مرکزي اوشاوخواښوونځيوکي داستونزه نده حل سوې  .

ددي وزارت چارواکي کله په سياست اوکله په سياسي لوبواوياپه سپورتی لوبی مصروف وی .يوانسان په هيڅ صورت دټولودرندودولتي  دندو ترعهدي نسي وتلاي،که څه هم وزير صاحب ډير فعال سړۍ دی  اويوه ورځ ئي  گيله وکړه داچي زه هر کار سرته رسولاي سم ولي پر مانيوخلک کوي .خبره داده چي وزير صاحب يوکارهم لکه چي اړينه ده  سرته ندی رسولی ځکه خلک پرې  نيوکې کوي،دمعارف برخه لکه حکومت داسي شوړېدلې ده .

دښوونې او روزنې وزارت  په حقيقت کي پر سينه پروت دی هيڅ هغه کارچي بايد سرته رسېدلی واي سرته نه دی رسيدلی .ډير ځله په ولاياتوکي دامنيتی ځواکونوبرياوي په ځان پوري تړې .دبېلگې په توگه وايي دلته دومره ښوونځې فعالي سوې داپه داسي حال کي ده چي دغه سمه ددولت دمخالفيو له نفوذنه دامنتي ځواکونودقربانيوپر بنياددڅو ورځو اوياځو مياشتولپاره ددولت دمخالفينو له نفوذ نه خلاصه سوې وي ،کله چي پاکستان امر وکړی بياهمدا پرانستی ښوونځۍ تړل کيږي ،خو وزير صاحب ئي دتړلو رپوټ په ژوند نه ورکوي .

رالنډوم ئي زموږ لپاره ډير مهمه ده دوزارت مقام لکه چي نصاب ته پاملرنه کوي  دغه مطبوعې ته هم جدي پاملرنه وکړي اوژر تر ژره ئي فعاله کړي . په هر شکل چي کيږي وزير صاحب ددي مطبوعې وفعالېدوته پام راواړوي اونړيواله مرسته ورته پيداکړي ،ايراني اخوندانوپه اميد ناسته موږ له کاروان څخه شاته ساتي .

وزير صاحب دې د سپبورتي لوب غاړوگروپونونازول اوسياسي جرگوکارونه بل چاته پرېږدي اوکرزی صاحب ته دې ووايي چي  پر يوبل چاهم اعتمادوکړي . موږ ئي گوروچې ټول دولتي کارونه څودگوتوپه شمير کسان پر مخ بيايي، چي پايله ئي يوناکام اوشوړېدلی دولت اوله خلکونه بېگانه حکومت دی .

دښونې اوروزنې وزير صاحب دې  دافغان ولس راتلونکي نسل سالمې روزنې اودهغوي ټولواړتياپوره کولوته جدي پاملرنه وکړي نه دايران بې بنياده اوله سياسي موخونه ډکووعدوته  .

دايران مرستو ته سترگې په لارپاته کېدل زموږدولتي چارواکولپاره دشرم خبره ده .اياهمدا سږکال همدې ايراني چارواکودافغان سوداگرواوسوداگری له وزارت سره ورکړه سوی دولتي وعدې ترسره کړې؟؟؟؟ ايادا ايراني چارواکي نه دي چي بېله گناه اوکومې محکمې ئي پدې دو،دروکلونوکي په سلهاوو افغانان په داروځړول ،اوکه داايراني چارواکي نه وه چي دژمې په سړواوددوبي په تاندولمرونوکې ئې افغان کډوال په ډيره بې شرمانه بڼه له خپلې خاورې پداسي شکل  وايستل چي مورئي په ايران کي پاته اوماشوم  زوي ئي له سرحده تيرکړ .

ددوي نه دبې غرضو مرستو غوښتنه ځان غولول اوپه لوي لاس دهيوادپر فرهنگی چارودوي برلاسي کول دي . بلې !

دوي هره مياشت په زرهاوو ټوکه کتابونه افغانستان ته پر خپل سر رالېږدوی اوتردې نامه لاندي چي داديني کتابونه دي خپل زهرجن اوافغان ولس دملي افتخاراتوپر خلاف تبليغات پر مخ بيايي.لمر غوندي روښانه بېلگې اولاسوندونه لروچي ايراني چارواکي دايران په گټه په تاريخي اسنادوکي لاسوهنه کوی ،تاريخ مسخه کوي اوپه خپله گټه په هغه کې تغيرات راولی اوکتاب چاپوي .خو زموږ چارواکي انتظارباسي چي ايران مطبوعې ورته جوړوي. ايراني اخوندان هغه دپيسوډکي توري کڅوړې ددې لپاره ورکوي چي دافغان ولس دگټوپرخلاف دايراني چارواکودهرې کړنې اولاسوهنې په وړاندي چوپه خوله اوړوندوغوندي پاته سي .

که رښتياسره ووايواوگرېوانه ته سرټيټ کړئ نودمطبوعو جوړېدل اويادپخوانيوتوليدی پروژوفعالېدل دنوروهيوادو په مرسته هم کېداي سي ؛که دچاخوابده نسي نوزموږ ديوشمېر جگپوړودولتي چارواکو دشپږومياشتو دهغو سفرونوپه لگښت لس مطبوعې جوړېږي  کوم چي په اونۍ کي يوځل درخصتۍ په شپه ډوبۍ ته تشريف وړي ،په ډوبۍ کښې داچارواکي هر افغان په خپلو سترگوويني چي ډوبۍ ته راروان وي اودلته عياشی کوی . ومن الله التوفيق