د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شهيد - مجاهد

نظرمحمد مطمئن 02.10.2011 12:41

شهيد او مجاهد هغه دوه کليمي دې چې زه د هجرت په وخت کې ورسره بلد شوی يم. او داهغه کليمي دي چې تر هرڅه زيات زما خوښيدلي.
موږ ته به په مدرسه (د هجرت وخت کې د پاکستان، بلوچستان په ولايت کې د مکتب نوم په مدرسه واوښت) کي ډير ځله له پورته دوه کليمو سربيره د غازي نوم هم اورول کيدی. غواړم دهغه وخت زده کړی تعريف يې په لنډ ډول وکړم.
غازي: هغه کس ته ويل کيږي چې کافر ووژني او خپله ژوندی وي.
مجاهد: هغه کس ته ويل کيږي چې د الله عزوجل د رضا او اعلاء کلمة الله لپاره د کفارو سره جګړه کوي.
شهيد: هغه کس دی چې د الله عزوجل د رضا لاسته راوړلو، داسلامي شعايرو څخه ددفاع ، د اسلام د خپراوې لپاره له کفارو سره په جګړه کې د هغوي له لاسه ووژل شي.
موږ د هجرت او جهاد په وخت کې غازي، مجاهد او شهيد په ترتيب سره هغه چاته ويل چې د کمونست حکومت او د روسانو لاسپوڅي به يې د جنګ په ميدان کې ووژل، د هغوي سره به يې وسلواله جګړه وکړه او يا خو به دهغوي له لوري ووژل شو.
هر مسلما ته د غازي، مجاهد او شهيد سره په زړه کې بې حده زياته مينه وه، او مجاهد به په ولس کې د خاص عزت او احترام خاوند ؤ، د شهيد کورنۍ ته به د نور ولس لخوا درناوی کيدی، دشهيد کورنۍ به له شهادت څخه وروسته د احترام او عزت وړ بلل کيدله. دهر مهاجر د مجاهد کيدو او شهيد کيدو مينه او ارمان په زړه کې ؤ.
ماته هغه وخت د شهيد د نوم په اړه سوالونه پيداشول چې کله کمونسټ حکومت ړنګ او مجاهدين کابل ته ننوتل. د لومړي ځل لپاره مې په هيواد کې دننه د حکومت پلوو کسانو هديره وليدله. دا د بني حصار سيمه وه، په لوړه غونډي د خاورو قبرونه ؤ او سره سره بيرغونه پرې رپيدل، په قبرونو سره بيرغونه ماته حيرانوونکې ؤ چې ولي خلک په قبر دغه ډول ناپېلي بيرغونه چې دکمونسټ نښانه بلل کيږي درولي دي.
زه نوموړې هديرې ته چې په غونډۍ باندي پرته وه وختلم. هلته مې حيرانوونکې کليمې د قبرونو په ډبرو وليدلي، چې پري ليکل شوي ؤ ( پلانی د پلاني ځوی، د وطن څخه د دفاع لپاره د اشرارو/باغيانو سره په مخامخ جګړه کې په شهادت ورسيد) او نور دې ته ورته کليمې د قبرونو په ډبرو ليکل شوي وې، دا لا حيرانوونکې وه چې د شهيد کليمه به په سره رنګ سره ليکل شوي وه. ملګرو ته مې ژغ کړل چې راشئ وګورئ، کمونسټان هم خپلو مړو ته شهيدان وايې، هغوي هم راغلل او دا هرڅه يې وکتل ټولو ته حيرانوونکې وه چې ولي دغه خلکو چې سور ښامار يې زموږ هيواد ته راؤست، لادينه اولا مذهبه نظام يې په هيواد کې حاکم کړ، علماء يې شهيدان کړل، ښځي او ماشومان يې شهيدان کړل، کلي او کورونه يې بمبار کړل، مسلمانان يې له هيواده وشړل او هجرت ته يې اړ کړل، او نور ډول ډول ظلمونه يې وکړل، بيا هم کوم لامل دي چې دوي خپلو مړو ته شهيدان وايې.
موږ به له خپلو پلرونو څخه د پرنګيانو سره د جګړو خبري اوريدلي چې ويل به يې د پرنګيانو سره غازيانو په ميوند کې ټاکوونکې غزا وکړه، هغوي مجاهدين په ټوله کې د غازيانو په نوم يادول. او همدارنګه به يې ويل چې غازيان شهيدان شول او پرنګيان مردار شول.
د روسانو سره د جهاد په وخت کې هم ورته الفاظ کاريدل چې مجاهدينو ته شهيدان او روسانو ته د مردار کليمه عام ولس کاروله، همدارنګه د پرنګيانو او روسانو ملګرو ته يې هم ورته کليمي کارولي.
اوس خبره بل ډول ده، د مجاهد او شهيد کليمه دومره عامه شوی ده چې هر ځای يې زه اورم، او له هر چا څخه يې اورم. د خلقيانو دې کور ودان وې تراوسه يواځې د شهيد کليمه کاروي، د روسانو سره د مجاهدينو د جهاد په وخت کې خپلو مړو ته شهيدان وايې، مګر خپلو جنګياليوته مجاهدين نه وايې. زه نه پوهيږم چې د روسانو مړو ته به کمونسټانو کومه کليمه کاروله خو خامخا به يې د درناوې کليمه کارولې وي.
داچې د مجاهدينو حکومت په هيواد کې دننه د نجيب تر سقوط وروسته حاکم شو، نو دواړه ډلي (مجاهدين او کمونسټان) سره يوځای شول، د يو ځای کيدوسره سره په نوموړو نومونو کې هم تحويلونه وشول. او تغيريې وموند.
په لومړي ځل احمدشاه مسعود د کمونسټانو سره ايتلاف وکړ او دهمدي کمونسټانو په مرسته کابل ته د مجاهدينو په نوم داخل شول، اوس د پرون ورځي کمونسټ د احمدشاه مسعود سره د مجاهد په نوم داخل او په همدي نوم ياد شو.
د مجاهدينو دلومړي حکومت ريس جمهور حضرت صبغت الله مجددي د کمونسټ مليشويو سفاق، ظالم، فاسق او فاجر عبدالرشيد دوستم (د مسعود سره يې ايتلاف وکړ او په کابل کې يې د نجيب حکومت ختم کړ، دمسعود او دوستم مليشي د شمال له لوري کابل ته يوځای دمجاهدينوپه نوم داخل شولې) ته يې د هغه د ښه خدمتونو(دمجاهدينو د شهيدولو، دکورونو او کليو ورانولو، د ملکي کسانو وژلو، په زور د جنسي تعارض کولو او نورو ډول ډول ظلمونو) په بدل کې د ستر جنرال رتبه ورکړه او دمحمد رسول الله د مشهور زړور ملګري خالد بن وليد لقب يې ورکړ.
دحزب اسلامي سره د مسعود او دوستم د جنګونو په وخت کې دواړو خواؤ خپلو خلکو ته مجاهدين او شهيدان ويل، هر يوه ځان په حقه باله، حکمتيار ويل چې مسعود له کمونسټانو سره ايتلا ف کړی دی او په زور کابل ته داخل شوی دی، نوځکه جګړه ورسره روا ده، د مسعود دنوم سره سم به يې د دوستم نوم اخيست چې مشهور کمونسټ يې په څنګ کې نيولي دی او له مجاهدينو سره يې جنګوي.
استاد سياف او عبدالعلي مزاري هم له ظلمونو ډکي جګړي وکړي (پدغه جګړو کې ژوندي کسان په تيلو کې وسوځول شول، دخلکو څخه سرونه اونور د بدن ټوټي پرې شوي، د قوم اوژبي په نوم واړه ماشومان ووژل شول، د ښځو څخه په ژوندون سينې پرې شوي، په ښځو ډله يېز جنسي تيری ؤشو، د رقص مرده په نوم د خپل ډول سخت ظلم پدغه وخت کې ؤشو. د ژوندو انسانانو په سرونو کې ميخونه ټکوهل شول. ژوندي انسان د نښي زده کولو لپاره د نښي په ډول وکارول شول، اوهمدارنګه د مړو جسدونه په چټلو ځايونو کې دتوهين په نيت امبار شول) په دغو جګړو کې د ملامت او سلامت ګوته يوه ته هم سړي نشي نيولای، دواړه ډلي مسؤل بلل کيږي چې ولي يې دغه ډول حالت ته زمينه برابره کړه.
دغه دواړو ډلو خپلو کسانو ته مجاهدين، او وژل شوو ته شهيدان ويل. استاد سياف به د قران آيتونه او احاديث پخپل حق کې دخپل خوښي سره سم خپلو لارويانو ته بيانول او مزاري به هم د خپل خوښي سره سم خپلو پلويانو ته د قرآن آيتونه او نبوي احاديث بيانول او پلويانو ته به يې ويل چې موږ په حقه او سياف ناحقه دی.
په دغه جګړو کې د دواړو خواوو د وژل شوو کسانو د قبرونو په ډبرو هم دزړور مجاهد او شهيدکليمي ليکل شوی دي. داهم ندي ليکل شوي چې د چا سره په جګړه کې؟ نوی نسل به ونشي کولای چې پوه شي چې د مسلمانانو په خپلمنځي جګړو کې وژل شوي دي.
کله چې دوستم له حکمتيار سره يوځای شو او له مسعود څخه بېل شو، بيا هم د حکمتيار او مسعود ترمنځ جګړه روانه وه. او بيا هم دواړو خواوو خپلو پلويانو ته مجاهدين او وژل شوو ته شهيدان ويل. دوستم چې تر پرون ورځي له مسعود سره ؤ حکمتيار ورته کمونسټ او دمسعود سره د جګړي کولو يو روا دليل يې هم دمسعود او دوستم ايتلاف باله خو نن بيا دوستم دده دپلويانو په ليکوکې جهاد کاؤ.
ما يوځل د حکمتيار صاحب څخه د ننګرهار اسلامي پوهنتون کې محصلينو ته تر وينا کولو وروسته پوښتنه وکړه، چې ښاغلی حکمتيار صاحب، تاسي د مسعود سره دلومړي جنګ په پيل کې دوستم کمونسټ باله او دهغه سره مو جګړه جهاد باله، دهغه وژل مو ثواب او خپل کسان مو مجاهدين او ثواب ګټونکې بلل، کله چې دوستم ستاسي سره ايتلا ف وکړ بيامو هغه د خپلو مجاهدينو سره يو ځای د مسعود په مقابل کې وجنګاؤ او د پرون ورځي پيژندل شوي کمونسټ نن ستاسي سره يوځای د مسعود سره جنګ کوي خو بيا هم خپل جنګ ته جهاد واياست. کوم لامل ؤ چې تاسي يې د دوستم سره ايتلاف ته اړ کړئ؟
حکمتيار صاحب د ننګرهارد اسلامي پوهنتون د محصلينو په وړاندي په موسکا سره په لنډو جملو کې وويل (ډيره باريکه سياسي پوښتنه دې وکړه، اوس يې ځواب دلته نشم ويلای).
د استاد عبدالعلي مزاري ډلي د استاد سياف سره د جګړې پرمهال د حزب اسلامي کسان هم ووژل (جرم يې يواځي پښتو ويل ؤ)، او دغووژل شو کسانو ته د حزب لخوا شهيدان ويل کيدل، څه موده وروسته چې حکمتيار او مزاري ايتلاف وکړ نو بياهم دواړو ډلو ځانو ته مجاهدين او له مسعود سره په جنګ کې خپلو وژل شوو ته شهيدان ويل.
مسعود بيا تر هرچا ځان حق په جانب باله او په ټول وخت کې يې ځانته مجاهد او خپلو پلويانو او دده سره د ايتلاف ملګرو وژل شوو ته شهيدان ويل.
په سيمېز ډول هم ورته حالت ؤ. کله چې به د ددو و بيلا بيلو ګوندونو د پلويانو ترمنځ نښته وشوه، نو هري ډلي به خپلو وژل شوو ته شهيدان ويل. او ژوندي خو يې د جهاد ټيکه داران او مجاهدين ؤ. په هلمند کې د ملامحمد نسيم آخند (حرکت انقلاب اسلامي) او ريس د باغران (جمعيت اسلامي) ډلو ترمنځ په زرهاوو مړي وشول، هري جبهي خپلو ژوندو ته مجاهدين او مړو ته شهيدان ويل. همدارنګه د ملامحمد رسول آخند او د حزب اسلامي ډلو ترمنځ هم ورته حالت ؤ.
په کندهارکې د ملانقيب آخند(جمعيت اسلامي) او استاذعبدالعليم (اتحاد اسلامي) ترمنځ هم وخت په وخت جګړي وشوي او هري ډلي خپلو کسانو ته مجاهدين او مړو ته شهيدان ويل.
په شمال کې د حزب اسلامي او مسعود ترمنځ پرله پسي جګړي هغه وخت لا پيل شوې چې روسان لا زموږ له هيوادڅخه نه ؤ وتلي او هري ډلي خپلو کسانو ته مجاهدين او وژل شوو ته شهيدان ويل.
په وروسته وختونو کې د دوستم ، مالک،مزاري، قومندان عطاء او مسعود نورو قومندانانو ترمنځ هم کورنۍ جګړې وشوي، دوستم او مالک هم خپل وژل شوو کسانو ته شهيدان ويل او نورو خو د شهيد کليمه خپل حق ګاڼه.
په غزني کېدد قاري بابا او حزب هم ورته حالت ؤ. په ننګرهار کې نسبتاُ ارامي وه ځکه چې د اوسيدونکو علمي سويه يې لوړه وه، په لغمان کې د جمعيت او حزب ډلو ترمنځ جنګونه هم د مجاهد او شهيد ترنامه لاندي کيدل.
په کونړ کې د سلفيانو (مولنا جميل الرحمن ) او حزب اسلامي ترمنځ جنګونه چې هيڅ توجيه ورته نکيږي بيا هم هري ډلي خپلو ژوندو ته مجاهدين او وژل شوو ته شهيدان ويل.
په هرات کې د تورن اسماعيل خان او حزب اسلامي د قومندانانو ترمنځ جګړي هم کمي نه وي.
کله چې طالبان په کندهار کې را ؤچت شول نو دحزب اسلامي اړوند قومندان حاجي سرکاتب سره يې جنګ پيل شو، بياهم دواړو ډلو د مجاهد او شهيد دعوه کوله.
استاد رباني د طالبانو ملاتړ او دسولي او هيواد اصيل مرغان يې وبلل. طالبانو د حزب اسلامي ترکنټرول لاندي سيمي ډير ژر ونيولې، او په هلمند کې يې د ملامحمد رسول آخند سره جګړه وکړه. کله چې طالبانو د تورن اسماعيل په لور پرمختګ پيل کړ نو دلته بيا استاد رباني د هغوي په اړه شک ښکاره کړه.
د حزب اسلامي مشر او ځينو نورو لوړ پوړو کسانو په لومړي سرکې د طالبانو سره جګړه په حق بلله او خپلو پلويانو ته يې د جنګ کولو اجازه وکړه، خو چې ويې ليدل طالبان ولسي ملاتړ لري او د حزب کسانو په پښتون ميشتو سيموکې د طالبانو او علماؤ سره جګړه نه خوښوله نو د طالبانو لخوا تر غزني نيولو وروسته حزب اسلامي خپل پياوړي سنګر چهارآسياب هم طالبانو ته پريښود.
د موضوع اړوند چې حزب اسلامي ولي چهار اسياب په اساني له لاسه ورکړ يوه يادونه اړينه بولم
کله چې حزب اسلامي د چهاراسياب څخه ووتل د حزب اسلامي د تنظيم طلبه دري تنه استازي (ډاکټر شيرعلي شاکر، يارمحمد مموزي او يونس برګاني) حکمتيار صاحب ته راغلل او د ننګرهار د فرقي د ميلمستون په دروازه کې ډاکټر شير علي ورته وويل چې حکمتيار صاحب درې پوښتني لرو که لنډ ځواب يې راکول شي.
لومړي پوښتنه: طالبانو ولي په ټولو سيمو کې له حزب اسلامي سره جنګ وکړ، کله چې يې غزني ونيو، پکتيا ، پکتيکا او خوست په لور يې پرمختګ ونکړ، ميدان ښار چې د حزب اسلامي سره ؤ دلته يې خپل پرمختګ وکړ او ميدان ښار يې ونيو، همدارنګه کله چې يې ميدان ښار ونيو بياهم د کابل په لور او همدارنګه د استاد سياف تر لاس لاندي پغمان سيموته نه ولاړل، مخامخ يې په چهارآسياب بريد وکړ، پوښتنه داده چې طالبان څوک دي؟ او له مسعود سره اړيکي لري که نه؟
حکمتيار: طالبان مستقل دي او له مسعود سره اړيکې نلري، ډيرژر به طالبان له مسعود سره جګړه وکړي او موږ به استراحت وکړو. دنيا هڅه وکړه چې طالبان او مسعود ايتلاف سره وکړي، خو ونه توانيدل.
دوهمه پوښتنه: ولي تاسي چهارآسياب په اساني سره پريښود، له مسعود سره مو کلونه کلونه جنګ وکړ خو طالبانو ته مو ډيرژرپريښود، ايا تاسي له طالبانو سره جنګ نه کاؤ؟
حکمتيار: ما غوښتل چې جنګ وکړم، خو زما قومندانان پښتانه ؤ او پښتانه علماؤ ته خاص عقيده او احترام لري، هرڅه چې ما خپلو قومندانانو ته وويل چې جګړه وکړئ خو هغوي نه په غزني کې، نه په ميدان ښار کې او نه هم په چهارآسياب کې له طالبانو سره جنګ وکړ. نو مجبور شوم چې چهارآسياب پريږدم.
دريمه پوښتنه: د طالبانو په کاميابي خوشحاله کيږي که د مسعود په کاميابي؟
حکمتيار: د طالبانو په کاميابي خوشحاليږم، طالبان به کامياب شي، خو کافران او ملګري به يې دهغوی د بدنامولو کوشش وکړي او پايله به يې بدنام کړي او له هيواده به يې منفور وشړې.
سره لدي چې حکمتيار طالبان په پورته خبرو کې په يو نه يوډول په حق بللي دي خوبيا هم هغه کوم لامل ؤ چې د طالبانو سره په جګړه کې يې خپلو ژوندو ته مجاهدين او مړو ته شهيدان ويل.
د طالبانو لخوا څخه حزب اسلامي ته له ماتي ورکولو وروسته چې کله طالبانو د شمال اتحاد(استاد رباني، مسعود، استادسياف، عبدالعلي مزاري، استاد خليلي، استاد اکبري، دوستم...) او همدار نګه د مشرقي شوری (ننګرهار، لغمان، نورستان او کونړ) سره مخامخ جګړي پيل شوي بيا هم دواړو لورو ورته دعوی لرله، طالبانو خپل کسان د حق دلاري مجاهدين ګڼل او خپلو کسانو ته يې غسل نه ورکاؤ هغه يې د خپلو کالو سره يوځاي په قبرکې کيښودل او د شهيد په نوم يې يادول او يادوي. بل خو مخالف لوري شمالي ټلوالي او مشرقي شوری هم خپل کسان مجاهدين بلل او له طالبانو سره په جنګ کې خپل وژل شوو ته يې شهيدان ويل.
داچې له طالبانو سره عرب او دنورو هيوادونو مجاهدين هم ؤ هغوي هم دشمالي ټلوالي او مشرقي شوری سره جنګيدل او ځانونه يې مجاهدين اوپه جنګ کې له لاسه ورکړي کسان يې شهيدان ګڼل او ګڼي يې.
د ۹/۱۱ وروسته چې کله امريکا په افغانستان يرغل وکړ او شمالي ټلواله يې د ځمکني پوځ په څير وکاروله، بيا هم استاد برهان الدين رباني او استاد سياف خپلو کسانو ته چې د امريکا تربيرغ لاندي د ناټو الوتکوپه مټ يې د طالبانو سره د روژي په مياشت کې جګړه کوله خپلو پلويانو ته مجاهدين او وژل شوو ته شهيدن ويل. بل خوا طالبانو د ناټو او امريکا په بمباريو کې خپلو له لاسه ورکړو ته شهيدان ويل او د ناټو او امريکا سره جنګ کوونکو ته يې مجاهدين ويل.
اوسمهال چې د ۴۸ هيوادونو بهرنيان زموږ په هيواد کې ميشت دي او په کليو او کورونو مو ړندې بمبارۍ کيږي، د القاعد، تروريست او طالب په نوم مو هره ورځ بې ګناه ولس وژل کيږې او ياهم په بګرام ، پلچرخي او ګوانتانامو کې ساتل کيږي. د بهرنيانو په مټ جوړه شوي ملي اردو او ملي پوليس مو دملت په وړاندي وسله پورته کړی ده، نو يوځل بيا هغه د بني حصار دکمونسټانو د هديري په اړه پوښتنه په ذهن کې راګرځي. چې ملي اردو ته ويل شوي دي چې د هيواد څخه دفاع جهاد ده، داډول پوليسو ته ويل شوی دي چې د ټولني خدمت جهاد ده، او د حکومت ساتنه واجب ده، خو دانه دي ورته ويل شوي چې د کوم ډول هيواد او خاوري ساتنه او له چاڅخه يې ساتنه جهاد دي، آيا دمسلمانانو څخه دخاوري نيول او يرغلګرو ته په لاس کې ورکول د هيواد ساتنه ده؟ آيا د نامشروع او نورو په زور راغلي او تپل شوي حکومت ساتنه واجب ده؟ داهغه سوالونه دي چې موږ هر يو ښه پري پوهيږو خو په ښکاره نشو ويلای.
ترټولو مهمه داده چې يو کس په دي نيت چې د الله عزوجل رضا يې نصيب شي او جنت وګټي له خپل ژوند څخه تيريږي ځان د مرګ خولي ته ورکوي، د خپل ځان په له منځه وړلو بهرنيان وژني. طالبان او حزب اسلامي دغه کس ته فدايې او استشهادي نومونه کاروي، بل طرف دولت او ددولت اړوند علما ورته ځانمرګي، اوانتحاري وايې.
همدارنګه دغه کس چې له خپل ژوند څخه تيريږي د دولت په لوړ پوړو چارواکو حمله کوي او هغه له منځه وړي،بيا هم طالبان او حزب اسلامي ورته مجاهد او شهيدو ايې. او حکومت او دحکومت اړوند ملايان ورته ځانمرګي او انتحاري وايې.
يوطرف (طالبان او حزب اسلامي ) يې شهيد او جنتي بولي بل لوری (حکومت او بهرنيان) يې خودکش او دوزخي بولي ، يو لوری يې زړوره او سرتيره حمله بولي، بل لوری يې بزدله او د ډار حمله بولي.
زه نه پوهيږم چې پخوانيو کمونسټانو به هغه روسان چې په افغانستان کې مړه کيدل په کوم نامه يادول، خو ښاغلي حضرت صبغت الله مجددي د اوسنيو يرغلګرو پوځونو مړو ته د شهيد نوم وکارؤ او همدارنګه يې دهغوي اوسيدل د مستأمن په نوم ياد کړل.
استاد برهان الدين رباني ياد دې په خير وې ، دناروي هيواد د اوسلو په کنفرانس کې د ناروي واکمنو، ملت او په غونډه کې ناست د ناروي د بهرنيو چارو وزير ته په افغانستان کې د دوي د عسکرو وژل کيدلو تسليت تر څنګ وويل چې ستاسي کوم عسکرچې زموږ په هيواد کې شهيدان شوي دي موږ د هغو قربانيوته احترام لرو. دغه د شهيدکليمه بيا هم استاذ دبهرنيو صليبيانو لپاره وکاروله. او طالبان يې د کشته ګانو په نوم ياد کړل. او دهغوی جګړه يې هم ناسمه او ناروا وبلله، بل لورته د حکومت او بهرنيانو جګړه يې سمه او په حق وګڼله. خو طالبان بيا په يومخيزه توګه هر هغه څوک چې د دولت په ليکو کې جنګيږي لاسپوڅي، غلامان او بهرنيان يرغلګر بولي، خپل ځانونه د مجاهد په نوم يادول خوښوي او خپلو ملګرو ته شهيدان وايې.
دشهيد نور ډولونه هم شته هغه چې په سفرکې مړشي، هغه چې اوبه يې يوسي او مړ شي، هغه کس چې د غله دلاسه په قتل ورسيږي او داسي نور ډولونه.
زما په ليکنه کې هدف يواځي هغه حقيقي شهيد دی چې د الله عزوجل د رضا لپاره د اسلام دخپراوي لپاره خپله وينه تويوي او يا هم دخپلي خاوري څخه په حقه دفاع کوي او دمسلمانو لپاره عزت او برم ګټي.
اوس چې د شهيد کليمي د خلکو دناسم استعمال په وجه يو ډول ستونزمن تعريف او حتي په لغوي معنی کې يې هم تحول په کار وړل کيږي، هر څوک يې د ځان په ګټه کاروي او له همدغه سپيڅلي کليمي څخه ناوړه استفاده کوي، مبادا چې راتلونکي نسل يې هم د سم استعمال ځای هيرنکړي او بيا صليبيانو ته شهيدان ووايې او يا داچې راتلونکي نسل د شهيد په اصلي مفهوم پوه او د استعمال ځای يې هم وپيږنې، او بيا په خپلو هغه مشرانو بد ووايې چې دغه سپيڅلي کليمه ناوړه کاروي.
ښه داده چې ليږ دغه د شهيدسپيڅلي کليمه په ډيردقت وکاروو او داسي شی ورڅخه جوړ نکړو لکه د تروريست کليمه چې له پيله بيا تراوسه يې نه امريکا، نه ناټو او نه هم مسلمانان په اصلي مفهوم و پوهيدل، يواځي سترقدرتونه يې خپل په ګټه کاروي، فلسطينيان تروريست او اسرايل سم، عرب مجاهدين تروريست، ناټو او امريکا سم، طالب او ملا تروريست د حکومت پلوي کسان سم دي. همدارنګه اوسمهال غرب اوغرب پلوه کسان هم دشهيدکليمه هغه چاته کاروي چې د غرب ګټي پکې خوندي اود غرب لپاره کار کوي.
پای