د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوی درستيز: د ډيورڼد کرښه په رسميت نه پېژنو

کمال الدين رنځور 01.10.2011 11:13

 کريمي د څرګندونو په مهال

د افغانستان د اسلامي دولت لوی درستيز (ارکان حرب) ستر جنرال شېر محمد کريمي په يوه تلويزيوني مرکه کې ويلي دي چې افغانستان د ډيورنډ کرښه چې افغان وطن یې وېشلی په رسميت نه ده پېژندلې.

 نوموړي دا بيان په داسې وخت کې ورکړی دی چې پاکستاني ځواکونه د ډيورڼد له کرښې هاخوا څخه د افغانستان د حکومت د کنترول لاندې سيمو انداختونه کوي او توغندي پرې وروي. د طلوع نيوز سره په يوه پروګرام کې چې د ولسي جرګې پخوانی غړی داود سلطانزوی یې چلوي نوموړي دا خبرې د سلطانزوی د دې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ولې تر اوسه د ملي اردو ځواکونو د پاکستان بريدونو ته ځواب نه دی ويلی. لوی درستيز د دې پوښتنې په ځواب کې د ډيورنډ کرښې تاريخي شاليد روښانه کړ او بيا یې وويل چې د بهرنيو تجاوزونو او تېريو په وړاندې يواځې ملي اردو نه بلکې د افغانستان هر نر او ښځې تل دفاع کړې ده او که د پاکستان اوسني بريدونه داسې معلوم شي چې ګنې د افغانستان د خاورې د ښکېل کولو په موخه دي نو د افغانستان خلک به بې له دې چې د پاکستان د پوځ حجم په پام کې ونيسي ځواب به یې ورکړي. د لوی درستيز له خبرو داسې معلومېدل چې د پاکستان تازه راکټي بريدونه د سياسي او اقتصادي فشارونو په موخه دي.

 کريمي وويل چې پاکستان کوښښ کوي د دې بريدونو له لارې د ډيورند کرښه په افغان حکومت په رسميت وپېژني ځکه چې د په افغانستان کې سوله ساتي نړيوالو ځواکونو (ايساف) له هغې وروسته چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې څو کيلومتره نور هم ننوتی دی يوه نقشه چمتو کړې ده چې په کې د ډيورنډ پخوانۍ کرښه او د پاکستان له خوا د نوي اشغال شوو سيمو کرښه رسمه شوې ده چې ايساف یې د حلولو هڅه کوي. کريمي وايي چې که چېرته د ايساف له لارې که موږ د ډيورنډ پخوانۍ کرښه او يا اوسنۍ کرښه په رسميت وپېژنو د پاکستان په ګټه ده او پاکستان خپلو موخو ته رسوي.

 لوی درستيز ستر جنرال شېر محمد کريمي زياته کړه چې ((موږ بايد خپله سياسي او ټولنيزه هوښياري له لاسه ورنکړو. د ډيورنډ معاهده د امير عبدالرحمان خان په وخت کې په ۱۸۹۳ کال لاسليک شوې ده او له سلو ډېر کلونه پرې تېر شوي دي چې موږ ته حق راکوي چې دا تړون رد کړو او د خپلې خاورې په اړه چې اوس زموږ په لاس کې نه ده او د پاکستان پورې تړلې ده تصميم ونيسو او پرېکړه وکړو.))

 افغان لوی درستيز زياته کړه چې د ډيورنډ تړون په مهال يوې سياسي لوبې چې استعماري طاقتونو پر مخ بيوله شتون درلود چې د دې لوبې په ترڅ کې ېې زموږ خاوره وويشله. نوموړي په روښانه ټکو کې وويل چې ((سرحد ما معلوم هست. سرحد ما دریای سند هست)). په دې مانا چې زموږ پوله معلومه ده، د سند سيند (اباسين) زموږه پوله ده. د ډيورنډ کرښې د نه منلو تر څنګ کريمي زياته کړه چې اسناد شته دی چې د چترال حاکم به هم د افغانستان له خوا ټاکل کېدلو.

 لوی درستيز کريمي لومړی افغان لوړپوړی چارواکی دی چې په روښانه ټکو کې ډېر وخت وروسته په پښتنونستان د افغانستان د حق په اړه د افغان دولت دريځ روښانه کوي. د ډاکتر نجيب الله د حکومت له پرزېدو وروسته ۱۸ کاله کېږي چې په افغان دولت کې د پاکستان نفوذ په يو يا بل شکل کې شتون درلود او افغانستان له احتياط څخه کار اخيستلو او د ډيورنډ په اړه د افغاني دعوی په هکله یې ډېر څه نه ويل.

 د يادونې ده چې د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې پاکستان کوښښ وکړ چې د طالبانو رژيم ورسره د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني خو طالبانو له دې کار څخه انکار کړی و.

 د شېر محمد کريمي وينا افغانانو ته بيا په يادوي چې خاوره یې ښکېلګرو ويشلې ده او افغانانو ته په لر او بر کې د منلو وړ نه ده.

 ستر جنرال کريمي زياته کړه چې ((پاکستان او پوځ یې په دې پوهېږي چې موږ د ډيورنډ کرښه په رسمياتو نه پېژنو. اوس نو شپيته کاله وروسته چې دوی دا دعوی نه لرله (یانې د ډيورنډ رسمي کېدل یې نه غوښتل) او زموږه دعوی وه (چې خپله خاوره غواړو)، چې اخري ځل د سردار محمد داود خان په وخت کې وه چې د خپل پښتونستان د خاورې دعوی مو لرله او دا ورځ مو لمانځله او غوښتله مو. د پاکستان له جوړېدو چې ۶۶ کاله کېږي، دا دعوی نه وه چې دا ليکه غلطه ده، نن نو څنګه دعوی لري چې د ډيورنډ ليکه چې رسمه شوې ده داسې نه وه، داسې ده. ما سره نقشه شته دی چې ايساف په کې زموږ پخوانۍ ليکه هم رسمه کړې ده او د هغوی اوسنۍ ليکه یې هم رسمه کړې ده.))

 د افغانستان لوی درستيز وايي چې افغانستان د پاکستان د بريدونو ځواب ځکه نه ورکوي ((چې دا يوه سياسي لوبه ده چې پيل شوې ده او پاکستان کوښښ کوي چې نړيواله ټولنه مجبوره کړي چې ووايي چې د افغانستان او پاکستان سرحد چېرې دی. په دې مانا چې يوه کرښه خو به منل کېږي يا د پاکستان له خوا اوسنۍ کرښه او يا هم د ډيورنډ پخوانۍ کرښه، او هره يوه چې ومنل شوه  د پاکستان په ګټه ده ځکه چې درته به وايي چې راځه لاسليک یې کړه! په غير مستقيم ډول موږ مجبوروي چې د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژنو)).

 کريمي وويل چې له ډيورنډ څخه په هاخوا سيمو ځکه بريدونه نه کوي چې لکه ولسمشر حامد کرزي چې وويل هاخوا هم افغانان اوسېږي او د هغو سيمو خلک زموږ خپل خلک دي او زموږ خپله خاوره او که بريد پرې وکړو نو په خپله خاوره به بريد کوو.

 کريمي وايي چې ((موږ په ښکاره ټکو نړيوالې ټولنې او ايساف ته په غونډو کې ويلي دي چې ډيورنډ زموږ ليکه نه ده، زموږ ليکه د سند سيند (اباسين) دی. موږ هيڅ چمتو نه يو چې د ډيورڼد ليکې په اړه خبرې وکړو)).

 نوموړي زياته کړه چې دا يوه سياسي لوبه ده او زموږ ځوانان او پېغلې بايد په دې پوه شي چې موږ نه ويرېږو، موږ هر څه لرو او تر هر څه مهم موږ غیرت لرو. نوموړي بيا تکرار کړه چې وېره بايد ونلرو خو بايد سياسي هوښياري ولرو.

 کريمي زياته کړه چې په سياست کې لوړې ژورې وي خو په خپله موقع ورته ځواب ورکول کېږي.

 پاکستان تر دې مهال د افغانستان د پوځ دې څرګندونو ته ځواب نه دی ويلی خو بې له شکه د کريمي څرګندونو نه يواځې د پاکستان پلانونه دا ځل بيا رسوا کړل بلکه د نړيوالې ټولنې په خبرولو دا خبره د نړۍ غوږونو ته ورسېده چې افغانان خپله خاوره او خپل اختيار غواړي او د پاکستان د ولکې لاندې په محکوم افغانستان کې په خپلو خلکو همدومره خفه کېږي لکه څومره چې په ازاد افغانستان کې پرې خفه کېږي.

د لوی درستيز ستر جنرال شېر محمد کريمي څرګندونې په لاندې ويډيو کې کتلی شﺉ: