د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غلې

سيدمنتظرشاه 28.09.2011 17:45

غنم له مهمواوارزښتمنونباتاتوڅخه دي چی په ټوله نړۍکې کرل کيږي اودسروزرو په نامه ياديږي .په ورځينې ژوند کې دبشرلپاره په سلوکی ٢٢ انرژي اوکالوري برابروي. له همدې کبله نبات پوهان کوښښ کوي چې دبيلابيلولارويې دتوليداتوکچه په يوواحدځمکه کې لوړه کړي .
غنم بيلابيل ډولونه لري چی دبهرنی بڼی اودکروموزمونودشميرپراساس پردريوډلوويشل شوي دي.
• دډوډۍ غنم
• ډيورم غنم
• تريتيکلی غنم (چې دډوډۍ غنمواووربشوله يوځای کيدوڅخه لاس ته راغلي دي)
خودفزيکی اوارثي جوړښت له مخې هرگروپ په لسگونوډولونه لري, لکه چی په افغانستان کې دډوډۍ محلي غنم له٩٠ ډولونوڅخه زيات دي له همدې کبله افغانستان په نړۍ کې دغنمو دډولونو له کبله يوشتمن اوبډاي هيواددی چې کولاى شودنړۍ دجين بانک نوم ورباندې کښيږدو.له بده مرغه چې دعلمي څيړنودنيمگړتياووله کبله دانواعوپه تخليط, تحفظ اوتخليص اوله هغې نه دحاصل ورکونې کچه په محلي اواصلاح شووانواعوکې ټيټه اوناکافی ده چې په هيڅ ډول دنوروهيوادونوسره نشي پرتله کېدای په ځانگړې توگه په دې وروستيوکلونوکې چې نوښتونه بيخي کمزوري دي دکرنيزوتخنيکونوتطبيقی اړخ کمزوری اودډېروساري ناروغيواوافتونو راڅرگنديدلودغنموتوليداتوته ډيرزيان رسولى په ځانگړې توگه ايټالوي ملخان (Locust )، مراکشي، محلي اوسارايې ملخان اوهمدارنگه کفشک( Sun Pest) دسرکۍ (Rusts ) ډولونه, تورکی( Smuts) اونورو لويه وټه اوستونزه دغنموفصل ته راوړې ده.
سره له دې چې په دې وروستيووختونوکې په هيوادکې اصلاح شوي اوڅېړل شوي غنم بزگرانوته ويشل شويدي خوزمونږهيواد يوغرنی هيواددی هوااواوبه يې يوله بل سره توپيرلري ترهغی چې نوع يوپراخ چاپيريالي توافق ونلري اوياداچې دهرې سېمې له محدوديتونوسره سم دعلمي څېړنولاندې ونه نيول شي په زړه پورې حاصل نه ورکوي.
همدارنگه بسنده نه ده چې يوازې اصلاح شوي غنم بزگرانوته وويشل شي له دې سره مل بايد علمی لارښوونې لکه دکردمناسب وخت ټاکل دکيمياوي سرو مقداراوداستعمال وخت يې، داوبولگولو مقدار اووخت يې, للون، دبې موخې(Rouging) غنموټولول اونورې لارښوونې چې دحاصل په زياتوالې کې نيغ په نيغه رول لوبوي بزگرانوته ورسول شي.
غنم دکميت ، حاصل ورکونې له مخې دسېمی, للمی اواوبی شرايطو، سړې اوتودې هوااونوروچاپيريالی پيښوله نظره سره توپيرلري، په ځنېوهېوادونوکې يې حاصل په يوهکتارکې د٦-٧ ټنوته رسيږي په داسې حال کې چې زموږپه هيوادکې په منځنۍ توگه دغنموحاصل له٢-٣ ټنوپورې رسيږي .
که چيرې دمادي اومعنوي امکاناتو اودڅيړنيزو لاس ته راوړنوپه ملتياپه دې لاسبري شوچې دغنمود کرځمکه له٢،٨ ميليونوهکتاروڅخه ٤ ميليونوهکتاروته لوړه اوتوليدپه يوواحدځمکه کې له دوونه پنځوټنوته لوړاوپراخ والی ورکړو نه يوازې خلک مودغنمودتوليد له نظره پرځان ويساکيږي بلکه اضافي توليدات به موپه پراخه توگه بهرته واستول شي.
هغه لاملونه چې په عمودي ډول دغنمودتوليددکچې په لوړوالي کې نيغ په نيغه مثبته اغيزه لري په لنډډول تشريح کيږي:
١. دتخم انتخاب اوټاکنه:
دابايدله پامه ونه غورځووچې دغنمودحاصل په لوړولوکې دکرنې دتخم انتخاب يوله غوره اومهمو لاملونوڅخه شميرل کيږي. په هره اندازه چې تخم پاک، تازه اودنورو نباتاتو او وښو تخمونه ونه لري ,دحاصل ورکولودښه قدرت اوظرفيت څخه برخمن وي,دناروغيو, افتونو او ځيتې دلږواوبوپه مقابل کې مقاوم وي په هماغه اندازه دبزگرانو غوښتنې برابروي اولوړحاصل ورکوي.
٢.دځمکی تيارول:
ځمکه دنبات پالنې زانگوده په هره اندازه چې ځمکه ښه انتخاب او تياره شي په هماغه اندازه د ريښود ودې لپاره ښه زمينه برابريږي، دډيرتخم دشيندلو څخه مخنيوی کيږي اودتيغ وهلو چانس زياتيږي، که دکرلوڅخه مخکې دکرنې تخم دناروغيوضددرملويانې سريسان( Sere son )سره گډشي اودتيغ وهلو قوه يې تثبيت شي ښه به وي. کرنيزعمليات يې بايدپه لاندې ډول سرته ورسيږي:
١. هغه ځمکه چې غنم پرې کرل کيږي بايدد١٨-٢٥ سانتي متروپه اندازه ژوره قلبه اوله نامطلوبه وښوڅخه پاکه شي.
٢. ښه اواساسي تخم چې پراخ توافق ولري بايدانتخاب شي. تخم بايدپاک، خالص، سالم، دحشراتوپه واسطه زيانمن شوى نه وي، مات اوپوپنک وهلى نه وي، تازه اولږترلږه ٩٠% دزرغونېدووړتياولري.
٣ . دکرنې منا سب وخت:
غنم زياتره وخت دجوارو، شاخلو، پنبې، پټاټيو،شولواونورونباتاتوسره په تناوب کې کرل کيږي. په ځانگړې توگه دغنمودحاصلاتوپه لوړولوکې دکرلو منا سب وخت مراعاتول يوله مهمولاملونوڅخه دی. تجربوښودلې ده که دغنموعينی نوع دټاکلي وخت څخه مخکې اووروسته وکرل شي په دواړو صورتونوکې يې حاصل په سلوکې شل ښکته راځي.په ډيروهيوادونوکې دټولوامکاناتوسره سره د غنمو دکرلونيټه ډيرلږ واټن يا نی لس ورځی ټاکلې ده. زمونږپه هيوادکې څيړونکوداوبواوکرنې دماشين الاتو دنشتوالی له کبله دانيټه له شلوڅخه ترديرشوورځوپورې ټاکلې ده .
دانواعودکردوخت په ټاکلوکې دبشپړومعلوماتونشتوالی اواشتباه يا نې چې ايا غنم منگنی, ژمنی, سپرلنی اويا نيمه ژمني دي ډيره ستره وټه په مخکې لري لکه څنگه چې څوڅوځلې دامسله تکرارشوې هم ده . په ځانگړې توگه که چيرې ژمني غنم په گرموسيموکې وکرل شي دبوټي په توگه پاتې کيږي ,ونه نه کوي اووږی نه با سي اوياداچې منگني اوسپرلني غنم دخپل وخت څخه مخکې وکرل شي دټاکلي وخت څخه مخکې وږي با سي اودانې نه کوي په همدې اړه دبزگرانوله خوادکرنې دمناسب وخت مراعاتول ضروري گڼل کيږي .
( ٢١) دبحردکچې په نظرکې نيولوسره دغنمودکرلووخت
دبحردکچې لوړوالى مياشت
لومړى: ژمنى کښت
١ د١٢٠٠مترولوړوالي څخه په ټيتوسيموکې لړم اوليندۍ
٢ ١٢٠٠-١٨٠٠متروپه لوړوالي سيموکې تله
٣ د١٨٠٠متروپه لوړوالي سيموکې وږى اوتله
دوهم: پسرلنى کښت
١ ١٢٠٠-١٨٠٠متروپه لوړوالي سيموکې ١٠دکب- دوري تر٢٥
٢ د١٨٠٠متروپه لوړوالي سيموکې ٢٥دکب-دوري تر ٢٥
٣ د٢٥٠٠متروله لوړوالي څخه په هسکوسيموکې دورې له ٢٥-دغوايي د٢٥
٤. دتخم دکرلو ژوروالی:
دتخم دکرلومناسب ژوروالی نه يوازې دډيرتخم دشيندلومخنيوی کوي بلکه دحاصل ورکولوپه څرنگوالي اود نبات دښه ودې سبب کرځي.
همدارنگه دتخم دژوروالی ټاکنه دنبات دنوع پوری اړه لري يانی هغه نوع چی لوړه ونه لري لومړنی پاڼې( Coleoptiles ) چې دخاورې څخه داصلی پاڼود وتلوسبب گرځي اوږدې وي اوهغه چې ټيټه ونه لري لومړنۍ پانې يې لنډې دي دډيرې ژورې ساحې څخه نه شي راوتلای له دې سره سره په هيواد کې دکرنې دتخم ژوروالی د٣-٦سانتي متروپورې ټاکل شوی دی . که چيرې دنوموړي حد زيات شي دخاوری څخه دلومړنيوپاڼوراوتل گرانيږي , همدارنگه دکموالي په صورت کې دتخم دتيغ وهلو, ودې اوفعاليدو لپاره پوره لنده بل اوتودوخه نه برابريږي.
ديادولو وړ ده چې دخاوری ډول، دعضوي موادو سلنه او دخاوری لنده بل دتخم په ژوروالي ډيره اغيزه لري ښه خاوره تخم اونبات ته ډيره وده ورکوي .
٥. دتخم دشيندلواندازه
علمی څيړنو دهغوغنمودتخم مقدار چې داوبودشرايطو لاندې دي په يوهکتار کې ١٢٠-١٣٠کيلوگرامه اوياپه جريب کې له ٢٤-٢٦ کيلوگرامه تثبيت کړي دي.
له بده مرغه دتخنيکي وسايلودنشتوالي اودلږې پاملرنې له کبله په هيوادکې پريوهکتار ١٧٥-١٨٥کيلوگرامه چې په جريب کې ٣٥-٣٧ کيلوگرامه کيږي, که چيرې دوه ميليونه هکتاره ځمکه دکرنې لاندې ونيول شي تقريبا٢٢٠٠٠ ټنه دتخم غنم دمناسب ژوروالي دنه مراعات له کبله ضايع کيږي.
په دوديزډول دښه کيفيت نه لروونکي اودلاس په واسطه دتخمونودشيندلوله وجهى زياتره بزګران پريوجريب ٣٦-٦٥ کيلوګرامه(١٧٥-٢٨٨)کيلوګرامه په يوه هکتارکې)غنم شيندي، علمي نووتجربودښه حاصل دلاسته راوړلولپاره ٢٥کيلوګرامه تخم په يوجريب کې (په يوهکتارکې ١٧٥-٢٨٨کيلوګرامه) داوبولرونکوځمکودکښت لپاره او١٢-١٥کيلوګرامه په يوجريب او(په يوهکتارکې ٦٠-٧٠ کيلوګرامه دللمي کښت لپاره ټاکل شوي دي.
په ډېروهيوادوکې دتخم شيندلو دمقدارتوپير په للمی اوداوبولاندې ځمکوکې دومره ډيرنه دی اما زمونږپه هيوادکې لکه په ډيروچاپيريالي کارونوکې دکم باورۍ له کبله دتخم دشيندلومقدارپه للمی شرايطوکې داوبو لاندې ځمکودتخم شيندلوله نيمايې څخه هم کم ټاکل شوی دی.
٦. دسرې مناسب وخت اواندازه:
دژونديوموجوداتوټول ډولونه دخپل پايښت لپاره غذااوخوراک ته اړتيالري. که چيرې نبات ته ضروري عناصرچې دسرې په نامه ياديږي اويا حيواني, نباتي اوياکيمياوي ترکيبات په ټاکلي اندازه ونه رسيږي دتوليداتوډيره هيله نه کيږي. ډيرعناصر دنباتاتودودې اوتوليدجزدی چی يولړيې دلږ، لګښتونو(Micro nutrient)اويولړيې دزيات لګښتونو
( Macro nutrient ) په نامه طبقه بندي شوي دي .
نباتات په خاصه توگه غنم دريوعنصروته(نايتروجن, فاسفورس اوپوتاشيم) ته په ډيره اندازه اړتيا لري.
١. يوريا(سپينه سره) ٥٠کيلوګرامه يه يوجريب کې په دوه وختونوکې چې په يوهکتارکې ٢٥٠کيلوګرامه کيږي.
٢. په يوجريب کې٢٥ کيلوګرDAP (توره سره) په يوجريب يانې په يوهکتارکې ١٢٥ کيلو ګرامه وشيندل شي. ټوله ډي اى پي دنيمايي يوريا سره دکرپه وخت کې دتخم سره يوځاى وشيندل شي. پاتې يورياپه دووپړاوونوکې دبجګي ويستلواودوږي دويستلوپه وختونوکې په مساوي ډول وشيندل شي اوسمدلاسه بايداوبه شي.
ديادونې وړده چې زمونږپه هيوادکې ډيرې اوبه له داسې سرچېنوڅخه تيريږي چې په ډيره اندازه پوتاشيم لرې نوپه همدې منا سبت دپوتاشېم استعمال په ځنېوسېموکې لږدي دغنموپه فصل کې په للمي اوداوبولاندې ځمکوکې يوازې دنايتروجن اوفاسفورس لروونکی سرې استعماليږي. دنايتروجن(N) اوفاسفيت پنتااکسايډ (P2O5 ) لروونکوسروداستعمال په اړه څيړنې څرگندوي چې دفاسفيت لروونکی سرې ټاکلی مقدارله نيمايي اويا١\٣ برخې نايتروجن لروونکې سره دکرنې په وخت کې اوپاتې نايتروجن لروونکې سره دې هله استعمال شي چې :
• دنبات جگوالی له ٢٠-٣٠ سانتی متروپورې ورسيږي.
• که چيرې ځمکه شگلنه اوياداچې دسيمی هواډيره توده وي نايتروجن لروونکی سره دې په دريوپړاوونوکې استعمال شي.
• دريمه برخه دې په مساوي ډول مخکې له وږی ويستلو څخه استعمال شی.
دسری داستعمال په دوهم اودريم حالت کې اوبه دنايتروجن لروونکې سرې له استعمال څخه وروسته ضروري دی.
٦. داوبولگولومناسب وخت:
ددې لپاره چې ټول تخمونه په يووخت کې په منظم ډول رازرغون شي بايدځمکه مخکې له کښت څخه په بشپړه توګه وتره شي. په لاندينيوحساسوپړاوونوکې اوبه خوراړين دى.
١. دتخم دکرلونه وروسته د١٨-٢١ مې ورځې پورې.
٢. دبچکې وهلواوبندونودتشکيل په وخت کې.
٣.دساقې دپړسيدوپه وخت کې.
٤. دوږي دويستلوپه وخت کې.
٥. دګل په وخت کې.
٦. دشيرې په وخت کې.
٧. ددانې په وخت کې.
په پورتنيېوحساسوپړاوونوکې داوبوورکول دښه حاصل سبب ګرځي.داوبومسله مهمه اودپام وړده لکه څنگه چی الله (ج) فرمايلی دي (چې ټول ژوندي موجودات په اوبوژوندي دي) غنم له هغونباتاتوله ډلې څخه دي چې اوبواوداوبولگولووخت ته ډيره اړتيا لري، سره له دې چې ډير پوهان په دې نظردي چې په غنموکې داوبو مقدار اود اوبو لگونې شمېر دخاورې دډول اودسېمی داوبواوهوا پوری اړه لری.
دنوموړو وختونوپرته نبات ته دظاهري بڼې په ليدلوسره اوبه ورکول کيږی.
٧. دوښو کنټرول:
داصلي نباتاتو په مينځ کې تل واښه ليدل کيږی چې دغذايې موادو, دلمر رڼا اواوبو په اخيستلوکی داصلی نبات سره سيالی کوی اود يولړنباتی ناروغيو او افتونوسبب گرځي چې دغنمود٤٠%حاصل کموي. په غنموکې عمده هرزه ګياوي عبارت دي له پيچک، يولاف(سلسله يالشک)، جودر، اغزي، تلخک، دم روبا، وحشي شړشم اونور. ددې لپاره چې دغنموفصل ښه ډول وده وکړي اوکرونده دراتلونکوفصلونولپاره دهرزه ګياوودزيان څخه وژغورل شي نوبايدکرونده خيشاوه شي. للون دلاس په واسطه اسانه اواقتصادي دى دمناسبوکيمياوي موادوپه واسطه هرزه ګياوې هم له مينځه وړلاى شوخودکيمياوي موادواستعمال بايدپه ډيردقت سره په ټاکلي اومناسب وخت کې ترسره شي چې له ګټې څخه يې زيان زيات نه ښي.
واښه بيلابيل ډولونه لری چی ډيريې پلن پاڼی دی , کولای شوچی دلاس, فزيکی قوا، طبيعي دښمن اويا دحشره وژونکويانې دکيمياوی موادولکه 2.4.D په مرسته يې له مينځه يوسو, په هره اندازه چې واښه له فصل څخه ژرپاک شي په هماغه اندازه داصلي نبات سره مرسته کيږی اوحاصل يې لوړيږی .
سربيره پردې چې دکرنې تناوب مراعاتول دځمکې په حاصل زياتولو کې مرسته کوي دوښو ناروغيواوافتونوپه کنټرول کې اغيزمن دي. په هره اندازه چې دکرنې تناوب داوبولگولواوبه اودکرنې دتخم خالصوالي ته پام وشي په هماغه اندازه فصل ته دوښووټه اړول کميږي.
٨: نږه والى ياسوچه والى( Rouging ) :
دوښودزيانونواوناوړه راتلونکی په اړه دبزگرانودمعلوماتودکچې ټيټوالی اونشتوالی دمخالف جنس (جودر(Rye) ،کل جو(Oat) اونورددی سبب ګرځي چې په لنډ وخت داصلاح شووغنمودگډيدوسبب شي چې داميخانکي لامل داصلاح شووغنمودحاصل ورکولوامتيازات له منځه وړي دناروغيواوافتونوپه مقابل کې يې حساسيت زياتوي دکمي اوکيفي له مخې ورته وټه رسوي، له بله پلوه بايد پاملرنه وشي چې مخالف جنسونه بايد مخکی دحاصل له ټولولو څخه تشخيص اوله مينځه ولاړشي .
لومړی نمبرجدول:
(٢٢) جدول: دعلمی څيړنودلاسبريوپه مرسته په جريب کې په کيلوگرام دکيمياوي سرودمقدارټاکل

ولايتونه
دعنصربڼه يورياله دای امونيم فاسفيت سره يوريا دتريپل سوپرفاسفيت سره يورياله اموفوس سره
N P2O5 يوريا DAP يوريا TSP يوريا اموفوس
کابل, لوگر, ميدان, غزنی, پروان ٢٢ ١٣ ٣٩ ٢٩ ٤٨ ٢٩ ٤٢ ٢٦
کندهار, زابل, ارزگان, فراه, نيمروز ٢٠ ١٠ ٣٧ ٢٠ ٤٤ ٢٠ ٤٠ ١٨
باميان, غورات ٢٠ ١٠ ٣٦ ٢٢ ٤٤ ٤٢ ٣٩ ٢٠
بلخ, سمنگان, جوزجان,فارياب ٢٠ ١٥ ٣٣ ٣٣ ٤٤ ٣٣ ٣٧ ٣٠
هرات, بادغيس ١٥ ١٠ ٢٦ ٢٢ ٣٣ ٢٣ ٢٨ ٢٠
کندوز, بفلان, تخار, بدخشان ٢٠ ١٢ ٣٥ ٢٦ ٤٤ ٢٦ ٢٨ ٢٤
ننگرهار, لغمان, کونړ ٢٠ ١١ ٣٦ ٢٤ ٤٤ ٢٤ ٢٩ ٢٢

(٢٣) جدول:
ولايتونه دعلمی څيړنوپربنسټ دغنمودکرلودمناسب وخت ټاکل
کابل, لوگر, ميدان, غزنی, پروان ژمنی, نيمه ژمنی اوسپرلنی غنم دتلی دمياشتی له لومړی نه دتلی دمياشتی تراخره.
دتلی دمياشتی له (١٥) نيټی نه دتلی تراخره
دلړم مياشت, دکب دمياشتی نه دوږی دمياشتی ترلسمی نيټی
ننگرهار, لغمان, کونړ دمنی اويانيمه ژمنی غنم دلړم دمياشتی له (١٥) می نه دليندۍ دمياشتی تر لسمی نيټی پورې
بغلان, کندوز, هرات,بلخ, کندهار,هلمند,تخار نيمه ژمنی اويادمنی غنم دلړم مياشت
باميان, سرپل,غورات ژمنی, سپرلنی دسنبلی له (١٥) دميزان تر (١٥) مې دوري دمياشتې نه دغوايې دمياشتې ترلسمې

يادونه:
په تودوسيموکې ژمني غنم ښه پايله نلري , دمني اوسپرلي غنم په سپرلي اومني کې کرل کيداى شي, ولې دسپرلنې کرنې په پرتله يې دمني اوژمي دکرحاصل لوړدی.
دغنمومهم ناروغۍ:
خاکسترک:
دافنګسي ناروغي ده هغه وخت په غنموحمله کوي چې نسبتي لنده بل زيات وي.
مخنيوى:
دناروغۍ ديرغل په وخت کې په اوبوکې دحل کيدونکي سلفراستعمال.
دغنموتورکی( Wheat Bunt ) :
دغنموتورکی يوه قارچي (Fungus) ناروغي ده چې دپټ (Cover Smut) اولوڅ( Loose Smut ) په نامه ياديږي چې دشرايطوپه برابريدو، دمناسبې هوا،اوبواودنبات دمقاومت دنشتوالي په صورت کې نبات ته اودغنموتوليداتوته ډيره ستره وټه رسوي. داناروغي دغنمووړې دانې پټی اوښکاره توره وي اويونامطلوب اوبدبوي لري چې حتی داوړه کولواوپخولووروسته يې ترخوالی په ډوډۍ کې پاتې کيږي.ښه اواقتصادي لاره يې دمقاومې نوعې منځته راوړل دي دلاندينيودرملونوپه مرسته کولای شوچې مخکې له کرنې څخه تخم تداوي کړو.
ددې ناروغۍ نښې دغنموپه وږي کې ليدل کيږي، کومې کروندې چې په نوموړې ناروغۍ اخته وي دشيرې په پړاوکې کرونده بدبوي کوي.
مخنيوى:
• دغنمودتخم لړل دتيرام اوياويتاواکس (Vita Wax )
(دوه ګرامه تيرام يا ويتاواکس له يوه کيلوګرام غنموسره).
• سريسان( Serisan )
• اگروسان( Agrosan )
دغنموسوروالی( Rust ) :
کله چې نسبتي لنده بل زيات شي نوسورکۍ په غنمودودې په بيلابيلوپړاوونوکې يرغل راوړي.په يايله کې دضيايي ترکيب عمل په مناسب ډول صورت نه نيسي اودحاصل دکمښت سبب ګرځي.دناروغۍ سره دمقاومونوعوکرل نوموړې ستونزه کموي.
سورکۍ ناروغي دغنموپخوانی دښمن دی چې په درې ډوله ده.
دپاڼې سورکۍ ناروغي( Leaf Rust )، دتنې ناروغي( Stem Rust ) , ليکې سرکې(Stripe Rust) هريويې دځانگړوشرايطو,اقليم، هوا،اوبه اودنبات دخاصيت په نظرکې نيولوسره په نبات يرغل راوړي اودغنمودتوليداتوکچې ته ستره وټه اوزيان رسوي.
دوقايه ښه لاريې دمقاومواصلاح شووتخمونومنځ ته راوړل اودکيمياوي درملوسره دکرنې دتخمونومعامله کول دي.
سيپتوريا(Septoria) اوپوډري ميلديو( Powdery Mildew ) هم دغنموناروغي ده چې پخپل وارسره غنموته وټه رسوي اوکله ناکله په لنده هواکې راڅرگنديږي.
دغنموافتونه:
١. دغنمو په فصل کی کفشک(Sun Pest ):
کفشک دغنمويوخطرناک افت دی چې دغنمو دودې په وخت کې دغنمو فصل ته ستره وټه اړوي دهيوادپه ډيرو سيموکې په تيره بيا په شمالي صفحاتو کې دسمنگان, سرپل, بادغيس, مزارشريف اوجوزجان په ولايتونوکې ډيرليدل کيږي , دڅښوونکي لروونکي خولې د گونگوټانوله ډلې څخه دى چې دخرطوم له لارې دنبات شيره روي اوهغه وچوي.که څه هم د١٣٣٥ کال راپه دې خواپه هيوادکې پيداشويدی خوهغه وټه چې له دې لارې غنموته وراوړي زړه بوږنوونکې ده سره له دې چې نوموړې حشره ډيرطبيعی دښمنان لري.
داحشره دغنموپه وږوحمله کوي اودانوته يې تاوان اړوي.
مخنيوى:
١. دحشراتودجال په واسطه دحشراتوراټولول اودهغوله منځه وړل.
٢. دحشره وژونکواستعمال .
• دلتامترين ياسوپرټاپ
• فوليدول ام( Folidol-M )
• گوزه تاين (Gosatine )
• سماتين(Somatine )
دکرنيزتناوب مراعات دافت په کنټرول کې ډير رول لري.
ملخان (Locusts ) :
ملخان په نړېواله کچه دنباتاتواوپه تيره بيا دغنموله خطرناکوافتونوله ډلې څخه گڼل کيږي. هرکال دغنموپه فصل يرغل راوړي په ځانگړې توگه په دې وروستيوکلونوکې په فصلي نباتاتويې يرغل زيات شوی دی دنباتاتوپاڼې اوساقې خوري، لوڅ اوبربنډه وي يې، وده ايزواوتوليدي فعاليتونوڅخه مخنيوى کوي.داافت دبشريت دښمن افت دی چې وټه يې جبران نه منوونکې ده. دملخانودکنټرول لارې زياتې دي چې دټولواسانه، ارزانه اوبی خطره لاره يې ميخانيکي کنټرول دی.داحشره هم په لښکري توګه دغنموپه کرونده يرغل کوي اوټول فصل ته زيان رسوي.
مخنيوى:
١. په ميخانيکي ډول دکندودايستلو په واسطه اودهګيونيچوټولول اودهغوښخول په هغوکندوکې چې پخواايستل شويدي.
٢. په بيولوژيکي ډول طبيعي دښمنان دحشراتولکه ځينې مرغۍ (ساچ) دهغو دشميرزياتول.
٣. دواشيندنه:
سره له دې چې دکيمياوي درملوپه مرسته دملخانوسره مجادله گران کاردی خوله دې سره هم په وبايي حالت، الوتنه اوچټکتياکې يې دلاندينيودرملونوڅخه گټه اخيستل کيدای شي.
الف- دلتامترين يو ال وي (يوليترپه څلوروهکتاروکې)
ب‌- ډاى فلوويزيواريناياډيميلين( دغنموپه کروندوکې شيندل مخکې له دې چې ملخ بالغ ياغټ شي).
ج-بی, اچ, سی(BHC )
د_دای ميتوئيد٤٠%( Dimethoate40% )
سره له دې چې دبی, اچ,سي پوډرچاپيريال ته ناوړه پيښی له ځانه سره لري سره له دې سره هم په ځينوهيوادونوکې اوس هم په پراخه پيمانه دافتونواوپه سرکې له ملخانوپرضداستعماليږي.
لښکری چينجيان ( Army Warm ):
دغنموله مهموافتونوله ډلې څخه دي چې دمساعدوشرايطوپه صورت کې ,دنبات دمقاومت دنشتوالي اوداساسي پرنسيپونودنه مراعات لکه دکرنې تناوب, دتخم شيندلودمناسب مقدارټاکل اودهرزه وښوراشنه کيدل دافت چټکتيازياتوي, دنبات له پاڼوتغذيه کوي اوپه نبات کې دغذاجوړونې عمليه (Photo Synthesis ) دريږي اودنبات حاصل کميږي.سره له دې چې لښکري چينجيان ډير طبيعي دښمنان لري .
لښکري چينجيان ځينې وخت دپسرلي منځ کې کله چې غنم دشاخچې وهلواودوږودصافيدلوپه مرحله کې وي په دې وخت کې لښکري چينجيان دپوځ په شان راڅرګندشي اودغنموپه فصل حمله کوي. دغنمودبوټي پاڼه خوري اوله منځه يې وړي اوپايله کې حاصل کم اويايې بيخي له مينځه ځي.
مخنيوي:
١. دغنمودکروندې اوبه چې دنوموړې حشرې لاروا ومينځل شي اوله مينځه ولاړه شي.
٢. دحشره وژونکواستعمال لکه:
• درماتوئيد.
• فوليدول ام( Folidol-M )
• ملتايون( Malathion )
• دزهری طعموڅخه هم گټه اخيستل کيږي.
سپږۍ:
داحشره دغنموپه اوبولرونکې برخوباندې حمله کوي اوشيره يې زبيښي.
مخنيوى:
١. طبيعي دښمنان.
٢. دحشره وژونکواستعمال (لارښين)
دحاصل راټولول:
غنم بايدهغه وخت لوشي چې دساقې لانديينۍ برخه ژيړه اوهم ددانې لنده بل له ١٤% څخه کم شي. دتريشر څخه داستفادې په صورت کې بايددتريشردسلنډرسرعت په نورمال ډول د٨٠٠ ځله څخه زيات په يوه دقيقه کې دورونه خوري چې ددانودماتيدومخنيوى وشي. تريشربايدپه صحيح ډول عيارشي اوپه هوارځاى کې ودرول شي. دتريشردهوااندازه بايدصحيح عيارشي.ګيډۍ بايدپه منظم اويوه اندازه تريشرته ورواچول شي.
دغنموذخيره کول:
غتم په پاک، وچ اودموږکانواوحشراتوڅخه په پاک ځاى کې وساتل شي. که چېرې ددانوپتک موجودوي نوپه ذخيره خانه کې بايدپه سفارش شوس اندازه مناسبحشره وژونکي دواپاشي شي. دغلودخيره په کتلوي ډول دفلوذخيره دبوجيوپه پرتله بهتره ده ځکه دحشراتودحرکت لپاره ځاى په کې وجودنه لري.
الف: دساتنې په وخت کې په گدامونوکې:
گودامونه اوساتنځايونه دحشراتويرغل لاندې وې له دې لارې ورته ډير زيان اوړي چې دزغم وړنه ده .په ځانگړې توگه داوټه په وروسته پاتې هيوادونوکې دمحصولاتودساتنې لپاره لومړني تدابيرنلري ,له بله پلوه په نوموړوهيوادونوکې دعلمي پرنسپونواوقرنطيني چاروپه اړه بشپړمعلومات نه وي چې په دې لړکې زموږهيوادهم داساسي اوفني ساتنځايونواوگودامونودنشتوالي له کبله دستروستونزوسره لاس اوگريوان دی.
دساتنځايونوحشرات په لاندی ډول دی.
• ارې ته ورته لرونکوغاښونوگونگټان(Plodia interpuctella)
• خرطوم لروونکی گونگټان (Sitophilus )
• دغنموداوړوگونگټان( Tribolium Confusum)
• دځينونوروغلوخرطوم لرونکی گونگټان( Rhyza Pertha Domenica )
نوموړي گونگټان دغنمودساتنځايونوله خطرناکوگونگټانوڅخه دي چې سلندري جسم لري رنگ يې نصواري دی اوسريې دسينی په لاندينۍ برخه کې دی. لومړی دغنمومغزيا دتيغ وهلوځای خوري اودغنمو ساتنځای ته په کمي اوکيفي توگه وټه اړوي چې کولای شودبيلابيلودرملونوپه مرسته يې تداوی کړو په ځانگړې توگه په لاندينيودرملونويې له مينځه يوسو.
• امونيم فاسفيت( Ammonium phosphide )
• فاستاکسين( Phostaxine )
• ميتايل برومايد( Methyl Bromide )