د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دويب پاڼو د درنومسؤلينودپاملرنې وړ

حبيب الله غمخور 28.09.2011 14:27

راشئ په خپل نامه ليکنې وکړو!

اوس دمستعارو نومووخت تېرشوی  هر افغان پخپل نامه بايد ږغ وکړي

يوزيات  شمېر دوستان  زمانه غوښتنه کړې چې دويب پاڼو درانه مسؤلينو پام دې ټکې ته راواړوم چي دهرې ورځي په تېرېدوسره زموږ دهيواد سياسي ،اوپوځي حالت نازکومرحلوته رسېږي ډيره عادې ډکه ورکول هرڅه له دردونکو حوادثواوملي ناخوالوسره مخامخ کوي ،پدې خاطر بايد دډلايزورسنيو مسؤلين تر بل هر وخت خپل رسالت اومسؤليت ته متوجه وي  .دغه دوستانو غوښتنه کړې چي په دې هکله زه يوه لنډه ليکنه وکړم ترڅوله يوې خواهغه درانه ليکوال چي په رښتيادخپل هوادپه ناخوالوزورېږي دمسلې حساسيت ته متوجه اوسي اوپخپل نامه ليکنې خپرې کړي .

دبلې خوادويب پاڼومسؤلين په ځانگړې توه هغه چي ځانونه افغان ولس ته په رښتاژمن بولې دې ټکې ته متوجه وي چي دهرليکوال نه وغواړي دخپلې ليکنې سره خپل عکس ورولېړي ،ترڅوهر څوک په خپل هويت باوشهرت  راڅرگند سي .  داډار پسله هغه له يوزيات شمېرلوستونکو سره پيداسوی ، کله چي يوشمير کسان په پښتو اودری ژبو ويب پاڼوکي په يوه اوبل نامه بې مسوليته ليکنې خپرې کړې اودالړئ همدا اوس هم دوام لري؛دوي داسي لکنې خپروي چي ياديوه قوم اوژبې سپکاوی پکښي سوی وي اويادقومونواوژبوترمنځ اختلاف رازېږېدېدوته لمن وهی .

داسي هم ښکاری چي زموږ ځني گاونډاستخباراتی شبکې هم داسي ليکنې دافغان  په نوم خپروي چي زموږ دولس له ملي گټواوملي هويت سره په ټکر کښي وي .

په هر حال زه دادځان مسوليت بولم ترڅو دخپلو هيوادوالو غوښتنې ته چي په رشتيا سره تر ډيره بريده پر حق  مثبته غوښتنه بلل کيږي جواب ووايم .

زموږدهيواد وا لو ددې وړانديز دليل دادی چي زموږ هيواد نه يوازي دواسکټونوپه جگړه کي ښکيل دی بلکي دهوایی غونډارواوتبلغاتي جگړې هم قرباني دی .موږ پدې پوهيږواوباورلروچې موږ دگاونډيانو په ځانگړې توگه پاکستان اوايران دکلتوری يرغل قربانيان  هم يو.دوي موپه دي قرباني هم نه پرېږدي، بلکي زموږ په ملي ژبو پښتو اودرې هم په مستعارو نومونو داسي ليکنې کوي چي  دلوستونکوترمنځ ددوي پلاس بل سوی اور باندي  په روښانه ورځ  دانترنټ پاڼوپه مټ  تيل شندي اوزموږ دعام ولس ،په ځانگړې توگه دزلموله احسادساتونه  بده استفاده کوي  . داسي ليکنې خپروي  .ليکنې داسي په مهارت ليکی ته ته به وايې چي داديوافغان اوزورېدلي افغان ليکنه ده .خوکله چي يوڅوک ئې ترلوستلوپه رېښه پسې وگرځي  بيائې دليکوال سرددگاونډيانوداستخباراتواويازموږ دولس دبهرنيو دښمنانواوياهم دهغوي دکورنيو نوکرانوله گرېوان څخه راووزی .

دغه ټکی ته په پام کي لرلوسره زموږ ټولو افغانانو غوښتنه د افغاني ويب پا‌ڼوله مسؤلينونه جدی غوښتنه داده چي   د مسلې دغه باريکی اوملي گټو تاوان ته جدي پاملرنه وکړي .

غوښتنه مو داده چي دهرې ليکنې دليکوال عکس لکه په نورونړيوالو ډله ايزورسنيو کي دليکنې سره يوځاي خپورسي . دعکس دخپرېدوپه مټ کېداي سي ،دټولوهغوکسانولاسونه زموږ دولس له گرېوان څخه لنډ سي کوم چي دقلم له پاک اومقدس نامه څخه په استفادې سره زموږ زوريدلی اوسپېڅلې ولس پرخلاف خپلې کرغېړنې موخې سرته رسوی اوخپل بهرنۍ بادارخوشحاله ساتي .دبلې خوابه که کوم څوک وغواړي يوچاپر خپره سوې ليکنه اوڅېړنې تبصره وکړې ،هغه ته به دامعلومه وي چې داليکنه ديوه افغان ليکنه ده ،نه دکوم استخباراتي سازمااويازموږ دولس دقومی اوژبني جوړښت دښمنان چي غواړي خپلو نامقدسو ارمانوته ځان ورسوي ،دې ټکې ته په تکرارځکه اشاره کوم اوگوته نيسم چي ددې ناشولټه ډلې يوشمير غواړي په خپله بې مسوليته ليکنه ميدان تودکړي اوياهغه متل دی غواړي اوبه خړې کړي  او ماهيان پکښي ونيسي .

داخبره چي دوي دځان ساتنې په موخه  په مستعارو نومونو ليکنې کوې رښتيانه ده .زموږ دهيوادسياسي ،پوځی او اوپراتيفي حالت  داسي دی چي دافغانستان دروانو حالاتوپه وړاندي هرڅومره چې ښه اويابده ليکنه وي بايد دمعين ادرس نه خپره سوې وي .کېداي سي داليکنه دټولودقبول وړ نه وي ځکه خو کله ناکله يوبل ليکوال غواړي پر يوه ليکنه باندي تبصره وکړې. که تبصره کونکی ليکوال نه پوهېږي چي ددې  ليکنې ،ليکوال څوک دی ؟ پر نوموړې ليکنه به ئي څرگندونې نيمگړې وي ، ځکه تبصره کوونکی بايد پوه وي چي دادچاليکنه ده اوپر ليکنه باندي دتبصرې په وخت کښي کوم ارزښتونه په نظر کي ولري،ترڅوپه هغه کچه دليکنې جواب وويل سي کوم چي زموږ ملي گټې پکښې رانغښتي و ي .

پدې صورت کښي موږ ټولوافغانانوته داپه ډاگه وايو چي دمجهول  هويت لرونکی ليکوال ليکنه دافغان  ليکوال نه، بلکې ديوه بېگانه استخباراتی شبکې ليکنه ده چې غواړی دافغان ولس په پاکو احساساتو سوداگري وکړی اوياهغه دخپلو راتلونکو سياسي موخولپاره دخپلو بادارانوپه گټه ولوبوي  .

دهيوادپه اوسنيو نازکواوحساسساشېبوکښي يوليکوال بايد  بيله هر ډول تنگ نظريونه داسي ليکنې وکړې اوياد ليکنې په وړاندي دريز ولري چي په هغه کښي دټول افغانستان گټې نغښتي وي .

زه دعينی دلايلو له مخې ددې شعاره سره  مخالف يم چي هر څوک اوهر کوڅه ډبه راولاړسی اوځان دافغانستان دټولو خلکواستازی وبولي اوياخودهغوي  په استازيتوب خبري اوياشعارونه ورکړي .

زماسره داډول ډير مثالونه شته چي يوعادي سړئ دخپلو خبرودپخلی لپاره وايي : ((افغان ولس دانه منې !)) اوياداد((افغان ولس لپاره دمنلو وړنه ده!))

داښاغلی اويادښاغلو ډلگی داخبره پداسي حال کي کوي چي نه ئي افغان ولس پېژني اونه هم هغوي پري خبردی چې داښاغلی څوک دی او څه وايي .

ښه خبره داده که څوک سياست کوي اوکه نور ټولنيز فعاليتونه سرته رسوي دخپلې کمبلې سره دې برابرې پښې وغځوي .

دبېځايه شعارونواوبې ځايه نماينده گيواوبېځايه گوت څنډنونه دې ډډه وکړي اوپدې بايد پوه وي چي که غرلوړ لارئي پر سرتېره سوې ده ،اودبلې خواپه افغانستان کښي داشعارورکونکی اوگوتڅنډونکي هريوزموږ ولس ډير شه پيړني اوپخوانۍ یې ورته لمر گوندي څرگنده ده .

زه داخبره ځکه کوم چي پدې ورستيوکښي مي داسي خلک وليدل چي ز موږ خلک اوهغه  ډير ښه سره پوهېږي اوداهم ورته څرگنده ده چي دغه شعاروروکونکي نه خپلې خبري اونه هم خپل شعارته وفاداردی،خوپکول ئي پرسر کړی دمردباداوزنده باد شعارونه ورکوي .

پدې بايد هر څوک پوه وي  ،چي ددي ملت اصلي وارثين دلته پراته ټول مېشت قومونه  ددې هيواددراتلونکې په هکله سهار اوماښام ژور فکر کوي اوله دغوبېځايه اوبې مسوليته  شعارورکوونکو څخه نفرت لري .

پر مړواوژونديوسياسي سوداگری په ناروسورو اوس دافغانستان يو ماشوم هم پوهېږي،زموږمشوره داده چي پر مړو دسياسي سوداگری اوبېلتون لټون پر ځاي ملي گټواوملي يووالي ته وفادارپاته سي اوله دغه ناوړه سوداگريونه لاس په سرشي چي په افغان ولس کي رانيونکی نلري .ومن الله التوفيق