په سوله کي ژوند
27.09.2011 23:00کيني سـره وروڼو هم قانون به وي قرآن به وي
رابـه شـي موســم ښـــکلي داوطـن ودان به وي
ديـن داسـلاميت به وي قانـون دشـريعـت به وي
سولـه سوکالي به وي هيـواد به وي ملت به وي
وروڼه پکي ټول به وي ايمان او انسانيت به وي
نيکمرغـه محبـت به وي افغان اوافغانيت به وي
نـه به تـل جنگـونه وي اونه دا تير دوران به وي
رابـه شـي موســم ښـــکلي داوطـن ودان به وي
نه به ځان ځاني وي چيـرته بيا په دي وطن کي
روح به وي خـوشاله بيا دهرچا سره په طن کي
ټـول به شي خـوشـاله شهيـدان په خپـل کـفن کي
ژوندي به مو سيـواد شي بيا په خپله په بدن کي
نه پريږدو لاسونه دخارج سيواد روښـان به وي
رابـه شـي موســم ښـــکلي داوطـن ودان به وي
ژونــد دمحبــت غــواړوســوله امنيــت غــواړو
نه کــوودوستـي دچا له هـرچانه نفــرت غــواړو