دغمشريکۍ اوډاډگېرنې پيغام
27.09.2011 13:56په سويډن کي د دوستۍ فرهنگي ټولنې مشرتابه جرگه اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره !
په زياته خواشینۍ موخبر تر لاسه کړ چې د سويډن دمالمو په ښارکې د مېشت ليکوال ، فرهنگپال الحاج محمداقا شيرزاد مور، د افغانانو د علمي او فرهنگي مرکز د مشرتابه جرگې غړي ميوند شيرزاد ، دځوان شاعراوفرهنگي څېرې دروزگان ملي مهالنۍ خپرونې همکار اوتخنيکي مسئول ښاغلي هيواد شيرزاد او ځوان شاعر هلمند شيرزاد پتمنې انا د ورپېښې اوږدې ناروغۍ له امله له خپلو دوستانواوخپلوانو څخه د ابدي ژوند په لور رخصت واخيست .
انآلله و انا اليه راجعون
موږ پداسې حال کې چې دښاغلي حاجي محمد اقا شيرزاد د محترمې مور مړينه ده اود دوی دټولې درنې کورنۍ لپاره ستره ضايع بولو، ځانونه دښاغلي حاجي محمد اقاشيرزاد د کورنۍ اوټولو اړوندانو سره پدې لوی اودردونکي غم کې شريک بولو. دلوی څښتن له دربارڅخه مرحومې ته د فردوس جنت غوښتنه اوپاتې دوستانوته يې دزړه صبر غواړو. روح دې ښادوي .
پدې هيله چې بيايې دکورنۍ دکاله دړه داسې غم پيغام رسونکی ورونه ټکوي چې دايې پرې هېرشي.
په سويډن کې د دوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې دمشرتابه په استازيتوب
حبيب اله غمخور