د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغاني رسنۍ دسياست په پنجوکې

مجيب الرحمن (( احساس)) 26.09.2011 23:43

   ننۍ نړۍ هغومره سره تړل شوې اونژدې شوې که   په يوه برخه کې يې  وړه پېښه هم کيږي  په بله برخه اغېزه کوي اوخلک ترې اغېزمن کيږې . ورستيوپرمختګونونړۍ په يوه وړوکي کلي بدله کړې  په داسې کلي چې دهرې شېبې له بدلون اوپېښې يې يوبل خبريږې په  دې تړښت اونژديوالي کې درسنيوونډه ترټولوزياته وه .په ديموکراتيکوهيوادونوکې رسنۍ  څلورمې ځواکمنې قوې حيثيت لري همدلامل دي چې دځينوهيوادونودکتاتورمشران هڅه کوي چې درسنيومخه ونيسې ترڅويې خلک له کړنوخبرنه شي . افغانستان ددريمې نړۍ هيوادونوله ډلې دي اوپه دې هيوادکې په تيروديرشوکلنوجګړوکې داسې جنايتونه وشول چې  بشريت يي په يادولوشميږي داجنايتونه ترډيره پټ پاتې شول اوکه چايې دپوهېدوهڅه کړې نودژوندپه بيه يې تمام شول . په افغانستان کې دجګړوپه مهال ژورنالستانوته اجازه نه ورکول کېده چې دجګړوله سيموله نژدې نه ليدنه وکړي هغه مهال به نړيوالورسنيوترډيره  په سيمه کې دځينوکارپوهانواوسميزوقوماندانانوله خولې خبرونه نشرول  اوترخلکوبه يې رسول .خود٢٠٠١ م کال له ستروبدلونونونه ورسته  په ناڅاپې ډول هرڅه بدل شول  اوپه دې هيوادکې هرڅه بدلون وموند دنوروپديدوترڅنګ رسنۍ هم وغوړېدې اوپه لږوخت کې يې ډيرمينه وال وموندل دافغانستان داساسي قانون له مخې  رسنيوته دآزادفعاليت اجازه ورکړل شوه ددې قانون له مخې دبيان آزادي دهرانسان خوندي حق وبلل شو .په دې ډول  په افغانستان کې دملي تلويزيون ترڅنګ دلمړي ځل لپاره خصوصي تلويزيون هم په خپرونوپيل وکړ اوخپله لمړي تجربه  يې ترسره کړه  ددوي دالمړنۍ تجربه ډيره بريالۍ وه ځکه خلک له يوې خواددولتي تلويزيوله تکراري اوبې نوښته خپرونونه ستړي وو له بل لوري دې ته اړتياوه چې دنړۍ له حالاتوخبرشي خصوصي تلويزيونونه په دې دواړوبرخوکې پرملي تلويزيوبرلاسي وواووه يې کولاي شول چې په لږوخت کې ګڼ شمېرليدونکې پيداکړي درسنيوداآزادبازارچې خلکووليده نوډيرونوروهم ورته راودانګل اوپه دې برخه کې يې پانګونه وکړه .
موږپه دې سيمه کې دګاونډيوهيوادونوترمنځ ديوې ناانډولې سيالي شاهدان يوچې دتاريخ  په اوږدوکې تکرارشوي خوهرځل دافغانستان په زيان پاي ته رسيدلې .هغوي تل هڅه  کړې چې په افغانستان کې له هرې ممکنې وسيلې دخپلې ګټې لپاره ګام پورته کړي .  درسنيوپه ودې سره هغوي ته يوه بله ښه وسله په لاس ورغله  ترڅوپه خپله ګټه ترې کارواخلي .هغوي په بېړه دې ميدان ته راودانګل اوپه دې برخه کې يې پراخه پانګونې وکړې  . دافغانستان دولت  درسنيونه دملاتړپه نامه دهغو هيڅ ډول څارنه ونکړه  دلته نودرسنيوترمنځ يوه بله نارواسيالي پيل شوه ځينودسوداګرۍ لپاره دې بازارته راوانګل ځينودشهرت اوځينودنورموخولپاره خودې ته اړتياوه چې   څنګه ليدونکي جلب شي اودخلکوباورترلاسه شي     هندي سيمنا چې په افغانستان کې يې له پخواډيرليدونکي درلودل ددې تلويزيونونولپاره تياره مړۍ شوه  . دوي دهندي سينماله ځينوکمپنيوسره قراردادونه وکړل اودپيسوپه مقابل کې يې هغه هندي سريالونه اوفلمونه  دخپرولولپاره راونيول چې په هندکې يې په ليدوچاوخت نه ضايع کاوه خوپه افغانستان کې يې هغومره شوقيان وموندل چې دتلويزيونونوچلونکي هم ورته ګوته په غاښ شول ددې سريالونوپرله پسې داسې لړۍ پيل شوې چې  ځينوخوبه   ونه ليدل ځان به  يې مجرم ګاڼه  . تولسي په کابل کې ديوې داسې  ايډيالې لوبغاړې نوم شو چې ډيروزلمواوپېغلويې په بخت  رشک کاوه .وايې چې رسنۍ دخلکوپه فکري روزنه اودژونددبهيرپه بدلون کې ترټولوستره ونډه دلودلاي شي  خوافغاني رسنيودفکري روزنې پرځاي دفکري ګمراهي لپاره داسې کمپاين پيل کړ چې تصوريې نه شوکېداي . په لمړيوکې خوبه چې کومه شپه له کوم تلويزيون چاهندي لوبغاړي په يوه  نوي سټايل کې وليدل نوپرسبابه يې ډيروزلمواوپېغلوهڅه  کوله چې ځان په هماغه سټايل جوړکړي هغوي ته به په ريښتياهم ځان دهندي سيمنمالوبغاړي ښکارېده . ددې اغېزه يوازې په ځوانانونه بلکې ماشومان چې  له خپلوکورنيوسره داډول تلويزيونې چينلونه ګوري ترټولوزياته وه اوده  . په  کابل کې خوځينې داسې کورنۍ شته چې که يې له ماشوم دکوم افغاني اتل اومشرپه هکله وپوښتي نوځواب نه شي درکولاي خوکه دکوم هندي  لوبغاړي په باب ترې وپوښتې کېداشي  دهغوي  له  نامه نيولې  دهغوي ترخوي خصلت اوآن دخوښې دخوړوهم درته وايې .کېداي شې په دې کې داسې تلويزيونونه وي    چې زړه يې په افغاني کلتورسوځي اونه غواړي چې داډول فرهنګ دې دود شي خودهغوي ستونزه بياداده  چې څوک يې نه ګوري  خودااغيزه يوازې دهندې سينماڅخه نه وه ايران چې له کلونوکلونوراهېسې  دافغانستان په مسايلوکې ښکېل وو اودهربدلون ترشايې خپلې موخې کتلې   ددې بهيرنه ورسته نه شو.هغوي دفرهنګې هڅوترنامه لانې خپلې شومې اونارواهيلې  پلې کول غوښتل اوترډيره  يې خپلې موخې ترلاسه هم کړې  ايران  په ډير ه سپين سترګۍ دافغانستان دملي ټرمينالوژې دځپلوپروسه پيل کړې اولګيادي لاهم  داپروسه پرمخ بيايې . که څه هم ددې پروسې دمخنيوي لپاره ډيرغږونه اوچت شول خوداطلاعاتواوفرهنګ وزيرنه پوهېږم دکومې خواخوږۍ له مخې لاهم دايران خيال ساتي او ددې پروسې مخه نه نيسې . دادې پوره لس کاله وشول چې دامزل پيل شوې  اوپه بيړه پرمخ روان دي همدااوس په کابل کې ديوه خصوصي تلويزيون څخه دايرانې کلتوردخپراوي لپاره يوپراخه کمپاين روان دي  اودکلتورښاغلى وزيرچې ځان دافغاني کلتومدافع هم بولي ددې بهير ننداره کوي اوپه پټه خوله يې ګوري . ځينې ښاغلي خوبياپه دې  پروسه کې چې ځان  هم افغان بولې په داسې وياړلوبيږې چې ته وا دنيکه اوپلاراصلي ټاټوبي افغانستان نه بلکې دايران کوم ښاردي  ايراني اصتلاحات په داسې وياړاوشوق کاروي چې ته به وايې  دکوم ايراني  سره مخ يې . زموږافغاني کلتوهرورځ ترپښولاندې کيږي . دافغاني ترمينالوژۍ پرځاي دادي ددانشګاه دادګاه او......... لپاره داسې په زوکمپاين کيږي  چې کله خوځينې افغاني خصوصي تلويزيونونه  ګورې نولومړي فکرنه شې کولاي چې کوم افغاني چينل دي .دهغوي کړنې يوازې ترفرهنګې بريده نه دې محدودې دافغانسان په سياسې بهيرکې په خورازوراوځواک دخپلې ګټې لپاره لګيادي تردې چې دځينو تلويزيونې چينلونولپاره په بهرکې دخپرونوسکريپ ليکل کيږ ي خپرونه چمتوکيږي اووړاند ې کونکي يې بياکرايې افغان وياندويان؟؟ وي .کله چې  ددې دمخيوي غږکيږي نوافغان چارواکي خپل ځان په دې برخه کې عاجرښايې  خوآياداطلاعاتواوفرهنګ وزارت چې دنده يې دهمد ې ډول نارواهڅوپرضدمبارزه ده ريښتياهم ددې په مخنيوي کې پاتې راغلى اوکه ښاغلى رهين دخپلوايراني بادارانوخفګان  نه شي ليدلاي ؟؟؟