د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ملي لوبډلې په دوستانه لوبه کې ماته وخوړه

الهام یاسیني 24.09.2011 19:26

نن په عربي متحده اماراتو کې افغان ملي لوبډلې چې د افغان ای سي بي ۱۱ په نوم یادیږي د ویسټ انډیز د کرکټ د پرمختګ د دویمې درجې سره لوبه وکړه چې د ویسټ انډیز لوبډلې په ګټه تمامه شوه.

په دې لوبډلې کې د افغان ملي لوبډلې څخه پخواني ۴ لوبغاړي او نور یې زیاتره افغان کرکټ بورډ نوې د کرکټ ډګر ته غوره کړي دي.

په ننۍ لوبه کې لومړی توپوهنه د ویسټ انډیز ډي لوبډلې وکړه چې په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوزیدلو یې افغان ملي ته ۱۵۲ هدف وټاکه.   افغا ملي لوبډلې د ویسټ انډيز ډي لوبډلې په ځواب کې ۹۵ منډې وکړي او په ۴.۱۷ اورنو کې ټول لوبغاړي وسوځیدل په دې اساس سره لوبه د ویسټ انډیز ډي لوبډلې په ګټه تمامه شوه.

همدارنګه افغان ملي لوبډله د ویسټ انډیز د ملي لوبډلې سره د اکتوبر په دریمه نېټه لري.

     

په دې لوبو کې د اکتوبر تر اولې نیټې  پورې د افغان کرکټ پخوانی لوبغاړی دولت احمدزی د دې لوبډلې روزنه کوي چې د هغې څخه وروسته به د افغان ملي لوبډلې روزنه بل نوي روزونکي ته سپارل کیږي.

افغان ملي لوبډله په ننۍ لوبه کې:

کپتان نوروز منګل، شهزاد محمدي، اصغر ستانکزی، میرویس اشرف خروټی، جاوید احمدي، نور الحق، ناصر ناصري، حمزه همدتک، دولت ځدران، شهاب الدین، اشرف خان.

د افغان کرکټ بورډ اداري ډله د دې لوبو لپاره:

د لوبډلې مدیر: شفیق عصمت

د لوبډلې روزونکی: دولت احمدزی

د لوبډلې ډاکټر: عظیم ملک

همدارنګه د ننګرهار د غازي امان الله خان د کرکټ د نړیوال سټډیم مسؤل قرار عزیزي په دوبۍ کې د دې لوبډلې سره اداري پلاوی دی.

په اماراتو کې د افغان ملي لوبډلې د مهال ویش په اړه معلومات دلته وګورۍ