د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ملي لوبډله په اماراتو کې لوبې کوي

الهام یاسیني 24.09.2011 18:46

په عربي متحده اماراتو کې د افغان کرکټ مینوالو ته ضروري خبرتیا:

افغان ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د انټرکانټینټل د سیالۍ د لوبو لپاره تیاری نیسي چې لومړۍ څلور ورځینۍ لوبه  به د اکتوبر په  پنځمه نېټه د شارجې په لوبغالي کې  د همدې هیواد د ملي لوبډلې سره ترسره کوي

 دویمه رسمي لوبه به افغان ملي لوبډله د اماراتو د هیواد  سره  د اکتوبرپه ۱۰ نېټه د شارجې په سټډیم کې او  دریمه شل اوریزه لوبه د همدې هیواد سره  د اکتوبر په ۱۲ نېټه ترسره کوي.

دوستانه لوبې:

سبا افغان ملي لوبډله دویمه دوستانه لوبه د عربي متحده عربي اماراتو سره د دوبۍ په سپورټ سیټي کي لري چې د دوبۍ په وخت به ۲:۳۰ پیل کیږي.

 افغان ملي لوبډله  دریمه دوستانه لوبه د ویسټ انډیز د هیواد د ملي لوبډلې سره لري، دغه لوبه یوه ورځینۍ ده چي  د اکتوبر د میاشتې په دریمه نېټه به د دوبۍ د سپورټ سیټي په ګلوبل کرکټ اکاډمۍ کې ترسره شي.