د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مسافر مړی

مالیار 22.09.2011 22:36

د مسافر مړی وطن ته يوسۍ - چې مور او پلار به يي ديدن يادوي
هلته به يي سترګو ځينې وينې څاڅې - د خپل بچي به ځنکدن يادوي

له غمه ډک به يي سلګۍ وهلي - مخ په وطن به يي کتلي هم وی
په ځنکدن کې د ارمانه سره -- په تړمو اوښکو يي ژړلي هم وي
له اميدونو نااميده انسان - - د خپله خاوره او ګلشن يادوي
د مسافر مړی وطن ته يوسۍ - - چي مور او پلار به يي ديدن يادوي

راوړۍ کفن زنه يي وتړۍ زر ---- ټول ارمانونه يي په زړه پاته دي
په خندا ډکه خوله يي ونه خندل ----څه يي ويل هغه په خوله پاته دي
تابوت يي پورته کړۍ عذته سره ---- دا هر انسان دخپل مدفن يادوي
د مسافر مړی وطن ته يو سۍ ---- چي مور او پلار به يي ديدن يادوي

يو خوا هجران بل خواته مرګ شي خدايه - په د خوارانو باندې څه راغلي
له وطن لرې سرګردانه ګرځې -- په افغانانو باندې څه راغلي
دا جنګ جګړي به کله ختمې شي نور --- حفيظ مليار د خپل ختن يادوي
د مسافر مړی وطن ته يوسۍ --- چې مور او پلار به يي ديدن يادوي