غزل
20.09.2011 22:00خلک راته واي چې جامونه دې ډیر څکلی دی
څکه خو دی ســـــــــترگي په سرو وینوکې نخیځلی دی
زه خو دریانوش یم لیـمي مې هسی نشي سرې
دیار دســــــــــترگو غشی می په سترگو کی نښتلی دی
وقتی لیونی شــــــمه چې کله می جانان راشي
پوهه یی ای بیلتونه ! ویـنی می په زره کی ایشیدلی دی
ټول عمر بیداریم محبوبې ستا جـــــفا ســـــره
دمیني خــــــــلک ډیر، رقیبــــــــانو ځـــــــورولی دی
لومړی می درته وویل ،لاس واخـــله لماڅخه
ده آه په کړایۍ کې می ډیر خـــــــــــــــلک کړیدلی دی
سم یـــــمه په لاره دلاری نه مـــــې مه باسی
صراط المستقیم ، په تزبو کې ما پــــــــــــــــــــیلی دی
تاته مې خطاب دی ،دا راســـــــــــــره ومنه
دمیینو بیـــــرقونه په دنــــــــــــــــیا کښی پړکـیدلی دی
دا گناه خو نه ده ، ځــــــه چې حقیقت لـــری
حوری می په خوب کښی د لیلـــی پرشان لیـدلی دی
معشوقی درته وایم لری لری رانه مه گرڅه
د نیښتر پر شان توری می پرمــــــــلا درته تـړلی دی
لری د لیلی څخه ژوند او حځې ځه په کار
په زیړ رنگ دې ای بیداره ټول خلک پوهــیدلی دی