د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ناامنيو کې د کوچيانو رول

عابد 19.09.2011 23:53

وخته داسې ګونګوسې او اوازې وې، چې ګواکې د امنيت په ترينګلتيا کې د نورو خلکو څخه زيات کوچيان لاس لري،او کوښښ کوي، د نورو په لمسون خپل هېوادوال د اور په لمبو کې وسوځوي او د دښمن هغه شوم هدفونه ترسره کړي، چې د پولي څخه بهر طرحه شوي دي.
دا حقيقت، چې افغان غیرت لرونکی، مسلمان او میړنی ولس دی، د ټولې نړۍ اوسېدونکو منلی، مګر متاسفانه چې د اوسني شرايطو څخه په استفادې ځينو کړيو د افغان تنکيو ځوانانو او د هغه چا وجود څخه چې د زده کړې ليرې پاتې دي، ګټه اخيستې او د خپلو شومو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره يې کارولي، همداء وجه ده، چې د تنکيو ځوانانو تر څنګ زموږ دهېواد يو شمېر کوچيان هم د داسي توطيو ښکار شوي، او د هغه څه د ترلاسه کولو لپاره ډېرې هڅې کوي، چې د دولت مخالفو ډلو ورته په نښه کړې وي، همداء وجه ده ، چې ځيني کوچیان د هېواد په بې امنه کولو کې لاس لري او د مخالفينو سره همکاري کوي، په ځينو بريدونواو د سړک غاړې ته د ماينونو ځای پر ځای کولو کې لاس لري، چې د جملې يې د کوچيانو یو تن مهم قومندان شیرخان یادولی شو، چې د هېواد په ځينو سيمو په ځانګړي ډول د کابل – خوست لويې لارې په نا امنه کولو کې فعاله ونډه اخلي، او زموږ زياتره هېوادوال د هغو ماينونو ښکار کېږي، چې د همدغه قومندان په اشاره، او د دې ترشاه د ولاړو مخالفینو په امر ښخ شوی وي.
دا چې افغانانو تېر پنځه دېرش کلن ژوند په ډېرو سختو شېبو کې تېر کړی او قدم ، قدم يې په نا امنيو کې اخیستی، د هغه وخت د رارسېدو په طمعه يې ژوند تېر کړی چې ګواکې يوه ورځ په هېواد کې د يو اسلامي بيرغ لاندې ژوند وکړي، هيله ده، چې د کوچيانو په شمول ټول افغان ولس د اوس وخت څخه چې د قانون، وسلوال ځواک او ادارې خاوندان يو، پوره ګټه واخلي، د مخالفنو پرځای د حکومت ملاتړي شي او هغه چا ته چې په هېواد کې دننه شوم فعاليتونه کوي غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.