د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګران وطن

سميع الدين افغاني 16.09.2011 18:06

دا مــو د خاپــــــوړو کلی کــــــور دی
دا مو د نیکـــــــــو د تـــــورې زور دی
ورک به شي غلیم چې مـخ یې توردی
سر به ترې قربان کـــــړم د بــــــدن سره
مینه مــــــوږ لرو دخپـــــــل وطن سره
دا وطن په مــــوږ باندی ډیر ګران دی
دا زموږه خـــــوږ افغانستــــــــــان دی
لوړ چې په هــــــوا کې یې بازان ګرځي
هلته په ځنـګلوکې یې زمریان ګرځي
جوړ په سردروکې یې طوطیان ګرځي
مست یې بلبـــــــــلان د باغ او بــڼ سره
مینــــــه مـــــــوږ لرو د خپل وطن سره
دا وطن په مــــــوږ باندی ډیر ګران دی
دا زمــــــــــوږه خــــوږ افغانستــان دی
داوطن خوشحال غوندې بچیان لري
دلتـــــــــه کې نازو انا لمسیـــــان لري
لوی احمدشاه ستر نوم په جهان لري
سـاتـو به یې شـــــــــــاړې د چمن سره
مینــــــــــه موږ لرو دخپـــل وطن سره
دا وطــــن په موږ بانـدی ډیر ګران دی
دا زمـــوږه خوږ افغانستــــــــــان دی
وګــــــــورئ هرات دی که لغمـــــــــان
یا که ننـــــــــــګرهار دی که جــوزجان
پورته قـــــطغن که بدخشـــــــــــــــــان
غرونه یې ښه ښـــــکاري دمعدن سره
مینه موږ لرو دخپـــــــــــــل وطن سره
دا وطن په موږ بانــــدی ډیر ګران دی
دا زمـــــــــوږه خوږ افغانستــــــان دی
وایي هریرود اوبــــه خــــــــــوږې لري
سیند د ارغنـــــداب جګې څپې لري
ګوره د کنړ سینــــــــــد څه نخرې لري
جـــــوړې ترې بیالې دی د سربن سره
مینه موږ لرو دخپـــــــــــــل وطن سره
دا وطن په مـــوږ باندی ډیر ګران دی
دا زمـــــوږه خوږ افغانستــــــــان دی

دا وطــــن زمـــــوږه افتخــــــــار دی
دې کې موعزمت دنیــــــکه پلاردی
دا د افغـــاني کلتــــــــــــوریادګاردی
لاس په ګریبان ګرځــوله دشمن سره
مینـه موږ لرو دخپــــــــــــل وطن سره
دا وطن په موږ باندی ډیرګـــران دی
دا زموږه خـــــوږ افغانستـــــان دی
-------------------------------
سمیع الدین افغاني