د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دشيون کابلي طنزي شعرونه

پوهنمل محمود نظری 15.09.2011 21:50

محمد رحیم د سلطنتي کورنی ظلمونو ډیرځوروی ، دهغه انډیوالان له سلطنتي کورنیو څخه نه وه نو ځکه ځینو خپلوانو هغه دلیولي سردار په نامه باله
کله چې محمد رحیم د بدخشان حاکم شو هلته يي د بي بي کو سره واده وکړ ،د هغو لو ر خدیجه نومیده چې په چادری کې یې د پروین په نامه په رادیو افغانستان کې« گلفروشان زمن گلی بخريد» سندره ویلې ده .
محمد رحیم د حبيب الله کلکانی په وخت کې تاشکند ته ولاړ او هلته د غلام محمد چرخی سره یوځای شو
شيون کابلی یو سیاستمدار ،عالم او شاعر و
هغه د " برگ های ازتاريخ معاصروطن"او له دری څخه روسی قاموس تدوین يې اثرونه دی
هغه ډیر غزلیات ، رباعیات او هجویات لري
د هغه لومړی طنزي شعر دا دی :

خدا گر بخواهد که کاری کند
سر سوزنی را مناری کند
خری را زآخور بيرون آورد
بيکدم سياست مداری کند
که خدای وغواړې یو کا روکړي
د ستني له سره منار جوړوي
یو خر له اخوره راوباسي
په یوه ګړي له هغه سیاستمدار جوړوي
شـیون کابلی د نادرشاه په دوران کې بیرته کابل ته راغی مګرد هغه طنزی شعرونه په هغه مځکه تنګه کړه او بیرته شوروی ته ولاړ، مګر هلته یې هم سر تر سایبریا تر زندانه رسیږي
هغه د استالین په امر چې ټول بهرنیان يي مسکو ته راوستل او بیا يي سایبریاته واستول
هغه هم اووه کاله د سایبریا په زندان کې تیر کړه
آزاده و ملنگم، ذوقم به کرو فر نیسـت
رفـتم زخود بجایی، کز عالمم خبر نیسـت
هامون زندگی را طی می کنم به تجرید
بار گران ندارم، کارم به گاو خر نیسـت
ازاده او ملنګ یم ، شوق د درب او دبدبې نه لرم
دومره بې سده شوم. چې ددنیا خبر نه لرم
د ژوند هامون تیروم په یوازیتوب
دروند بار نه لرم، د غوا او خره سره کار نه لرم
بیا په طنز وايي دچا ګیله وکړم ، دا پستان خو د وفا سترګه نه لري ، له لوټه خوی څخه د ډبرې تمه لرل ختا ده، ددنیا د ترخه خونده می عمر په ساندو دی په دې نیزار کې یو ه ذره شکر نشته
از ناکسـان نـبـاید، چشـم و فا نمودن
طبع کلوخ هـرگز، دارنده شـرر نیسـت
از تلخ کامی دهـر، عمری به شـیونم من
حاصل ازین نیسـتان، یک ذره شـکر نیسـت
څوک له پستانو نه باید د وفا تمه ونه لري
لوټه خوی لرونکی هیڅکله سپرغۍ نه لري
د نړۍ دتریخ کامی، یو عمر په شیون کي یم
ددې نیستان حاصل، یو ذره شکر نه لري

شیون کابلی په دکال( ۱۹۸۶ )مړ او په اذربایجان کې خاورو ته وسپارل شو