د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډۍ دټپيزولپاره !!!

مجيب الرحمن (( احساس)) 14.09.2011 23:47

لنډۍدپښتوادب دفکلوريوه غني برخه ده اوزرګونه کلونه مخينه لري تردې چې په ځينولنډيوپورې خودپښتنودژوندتاريخ تړل شوي .
سپوږميه ګړڼګ وهه راخيژه  __ يار دلونګولوکوي کوتې ريبينه
ويل کيږي دالنډي کابوپنځه زره کلن تاريخ لري . ښکاره خبره ده چې پنځه زره کاله پخواکه ټپه په دومره پخوالي ويل کېده  نوهغه مهال پښتوهم په همدې زورکې وه .دلنډيودښکلاپه باب ډېرې خبرې شوې ځينوهغه دپښتودفکلوري ادب بې مثله شهکاربللې اوځينوورته دپښتني ژونداوکلتورهنداره ويلې په ريښتياهم ټپې دپښتني ژوندهنداره ده ځکه هيڅ داسې ګوټ نشته چې په هغه برخه کې دې پښتولنډې نه وي ويل شوې .بهرنيانوکه دپښتنودژوندپه باب څېړنې کړې نوهريوه يې دپښتولنډيويادونه کړې اودلنډيوښکلاته ګوته په غاښ شوي ځينې کسان په دې باوردي چې په پښتني ټولنه کې دښځوپه وړاند محدوديتونو اوستونزوددې شهکارونوپه زيږونه کې لويه ونډه درلودلې ،ځکه پښتنومېرمنواپېغلوچې نه شوکولادخپل زړه خبرې وکړي اوخپله ښځينه احساسځ څرګندکړي دايې يوه ښه لاره بللې اوپه ډېرصداقت اوريښتينولۍ يي  خپله خبره کړې خوداپه دې مانانده چې ټپې يوازې دښځينه ووله خواويل شوې زموږدټولنې ګڼونارينه ووهم دخپل زړه ډېرې ناويلې خبرې پکې کړې . دلنډيويوه ځانګړتياداګڼل شوې چې له ويل کېدوورسته دټولومال شي   ،په چاپورې نه  تړل  کيږي اودټولې پښتني ټولنې شريک  درد،اواحساس پکې رانغښتل شوي داحمدشاه ابدالي دهندفتح زموږدتاريخ يوزرين باب دي  اوموږپرې وياړو. پښتولنډي ده چې وايي :
احمده خداي دې جنتي که    _ ترهندوستانه پورې تاوکړل جنګونه
پښتولنډۍ که هرڅوک ووايي نوخپل ځان پکې ليدلاي شي اوخوندترې اخستلاي شي په پښتنوکې لږداسې څوک وي چې لنډۍ يې دې يادنه وي پښتانه سندرغاړي که چېرې خالي لاس هم وي  خوچې ياقربان کړي نويوه ټپه يي خامخاخولې ته راځي .
نارې وهم غږ راته نه کړې __ بيابه جهان راپسې ګورې نه به يمه
په دې ورستيوکې په پښتوادب کې ددټپيزوپه نامه يوځانګړى فورم رامنځ ته شوي چې په لږوخت کې يې  ګڼ مينوال پيداکړل.ددې فورم نوم ټپيزه دي چې زماپه اندله ټپې اخستل شوي ځکه په دې کې دټپې نيم بيتۍ راوړل کيږي اوټپيزه ترې جوړيږي څه موده وړاندې مې له آزادي راډيونه دحنيف حيران په نامه ديوه کس له خولې واورېدل چې ددې ځانګړي فورم رامنځ ته کونکي دى دي اوټپيزه نوم يي ځکه ورته غوره کړي چې ده دپوهاندزيار له خولې په کوم سايټ کې لوستې چې ټپيزه يي ورته ويلې
خوراځودې ته چې ټپيزې څنګه رامنځ ته شوې اوپښتوادب ته  به څومره ګټورې وي؟ لکه چې وموويل چې ټپيزه د ټپوله نيم بيتيواونيمه مسرې څخه جوړيږي ددې لپاره چې ټپيزه جوړه شي دې نيم مسريزې ته اړتياده کيداي شي ځينوته داپه زړه پورې وي چې ټپيزه وليکي دوي داکاره په ډېره اسانۍ سره کولي شي پښتولنډۍ پيداکوي اودخپلې ټپيزې لپاره ترې کاراخلي کيداشي زماددې خبرې سره دټپيزوځينې شاعران؟ موافق نه وي خوزه خپله هغه څه درسر شريک کوم چې ماليدلي زمايودوست يومهال دهمدې شاعرۍ هوس کړي وويوه ورځ يي  دري رنيم مسري ې پيداکړې وې خويوه پکې کمه وه ماته يې ويل چې داسې کومه ټپه درته ياده ده چې دده دټپيزې سره سمون وخوري مادهغه په لاس کې دلنډيويوه کتابه ته اشاره وکړه چې ولې په دې کې دې پيدانه کړې ؟ سريې وخوځاوه ويل نه مړه ټول کتاب مې پسې وکوت همدادرې مې پيداکړ ې يوې بلې ته هم اړتياده . څه موده ورسته يې خپله نوې ټپيزه راته وويله ډېرخوشاله ووويل يې بله ټپه مې په يوه مجله کې پيداکړه خوډېريې ستړى کړم .
نوتاسې فکروکړئ يوڅوک چې دپښتوداصيلوټپو دموندلولپاره ددې په خاطر   ځان خولې کوي چې دخپل ځان په نامه يوه نوې ؟ ټپيزه وليکي نودهغه دانوې توليدشوې ټپيزه به دشعرپه بازارکې څومره چلښت ولري ؟
ددې لپاره چې ځان مطرح کړواوشاعرراته وويل شي نوداسې يوه کارته لاس اچوچې زموږدژبې فکلوري بډايه برخه زيانمنوي په دې ماناچې داښاغلي که دځان دشهرت لپاره ټپيزې ليکي اوددې لپاره چې ټپيزه يې بشپړه شي نوڅونورې ټپې ټوټه ټوټه کوي اوخپله نوې ټپيزه ترې جوړوي . په دې سره دپښتوداصيلې لنډې اصليت له منځه ځي اونورنوهغه دټولنې مال نه بلکې دهماغه کس مال پاته کيږي . چې دادپښتوفکلورسره يوخيانت دي . ځينې ليکوالان داکارستايي اووايي چې داکارکولي شي چې دلنډيودخونديتوب لپاره يوښه ګام  وي خودانوڅنګه امکان لري چې يوڅوک دې دخپلې ټپيزې لپاره څواصيلې پښتولنډۍ ټوټه کړې اونوې ټپيزه دې ترې جوړه کړئ ؟ اوبيادې هماغه ټپه دلنډۍدخونديتوب لپاره ګټوره وي .؟
زه يې دبېلګې په توګه  يوه ټپيزه ستاسې مخ ته ږدم چې دجوړزلولپاره يې څوپښتولنډۍ ماتې شوې
مين سړى ډېره خطاکړي
په بېلتانه کې چې ژړاکړي
ځان به په ټول جهان رسواکړي
يارانه هله خوندپيداکړي
چې کله کله جدايي پکې راځينه
دپورتنۍ ټپيزې لپاره لاندې اصيلې پښتولنډې ماتې شوې
مين سړى ډېره خطاکړي  _ دجانان نوم يې په لمانځه خولې ته راځينه
په بېلتانه کې چې ژړاکړي _ ياريې خنداکړي په ده اورولګوينه
ځان به په ټول جهان رسواکړي __ يارمې دمينې په دستورنه پوهېدنه
دټپيزوځېنې شاعران وايي چې دټپيزې لپاره خپله مسرې ليکې اوپه پاي کې يې يوه ټپه راوړي خوکه وکتل شي دلته بياهم هماغه پخوانۍ ستونزه ده داټپيزه ديوه کس په نوم شوه اونوردټولنې مال ندي .
په دې ورستيوکې زموږددې بازارګڼ مينوال خداي شته دښوکتابګوټوڅښتنان هم شول اوزموږخپرندويې ټولنې هم پرته له دې چې دټولنې اړتيااودادب معيارپه پام کې ونيسې ددې کتابونوپه خپرولو لاس پورې کو ي .
زه  نورقضاوت لوستونکوته پرېږدم چې په دې باب فکروکړي ماداليکنه دادب ديوه مينوال ،دپښتوادب دخواخوږي اودلنډۍ دمينوال په توګه  ليکلې  هيله ده چې څوک ترې بدل مفهوم وانه خلي اوپه ځيريې ولولي