د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له حجرې تر پنجرې د ګوانتانامو ترخې خاطرې

نظرمحمد مطمئن 10.09.2011 11:15

له حجرې تر پنجرې کتاب د ښاغلي مولوي عبدالنصیر (منصور) لیکنه ده چې د ګوانتانامو په جهنمي زندان کې یې نږدې پنځه کلونه د بهرنیانو د ډول ډول عذابو خوند کتلی دی، منصور صاحب خپل د ځوانۍ دوران د نورو ازادو انسانانو پشان ونه لید، هغه خپله ځوانې په ګوانتانامو کې خاورې کړه، اوس یې له ورایه په مخ، بدن او ټوله څیره د زړښت او خوارۍ نښې نښاني لیدل کیږي.
د منصور صاحب د ځوانې ټول عمر پنځه کلونه حسابیږي چې هغه یې هم د بهرنیانو دګوانتانامو د زندان په قفسونو کې داسي تیر کړل لکه چې د مرغۍ بچی کوم ښامار له ځالګۍ څخه په رڼا ورځ د نورو مرغیو په مخکي وتښتوې او بیا یې هډونه زب زب کړې.
منصور صاحب بې له کوم جرم او ګناه څخه پدې ګوانتاناموته یوړل شو چې دسپین پاج لنګوټه یې په سر او سپیني جامې یې په تن ؤ.
نړیوال او زموږ هیودوال له ډیرو داډول ناوړه ناخوالو څخه خبر ندی او دا هرڅه پټ ساتل شوی دی، ځکه چې د غرب ټوله میډیا د امریکا او ناټو په ګټه خپروني کوي ، او د بشردوستان یې بولي ، په اسلامي هیوادونو کې هم میډیا د امریکا او غرب تر تاثیر لاندې او ویره لري چې که د امریکا او متحدینو ظلمونه او تش په نامه د بشر دحقوقو ډرامه خلکو ته په حقیقي او سم ډول ورسوي نو د امریکا او غرب د قهر سبب به وګرځي.
موږ د پورته خبرې مثال د الجزیري نړیوال تلویزون راوړلای شو چې یو ځل د امریکا حکومت اعلان وکړ که الجزیره په خپلو پروګرامونو کي سمون ( دامریکا د خوښي او د امریکا په ظلمونو پرده اچول) رانه ولې موږ به توغندیز برید پري وکړو.
زموږ هیواد ته د امریکا او ناټو د پوځونو په مټ چې کله بیا پخواني ټوپکمار راغلل نو ډول ډول ظلمونه یې وکړل چې زه یې د موضوع سره دتړون له امله یوه پیښه ستاسو مخي ته ږدم.
د هلمند ولایت د لښکر ګاه په بازار کې صراف حاجي محب الله ته دهغه وخت د استخباراتو مشر .... احوال ورکړ چې لس لکه کلداري راوړه، صراف وویل چې خیر دي؟ نه مې کوم جرم کړی او نه هم په کومه ډله پوري اړه لرم، ټول وخت مې همدا صرافي کوله.
د استخباراتو مشر دوه ورځي وخت ورکړ چې لس لکه روپۍ چمتو کړه او یا هم ځان د ګوانتانامو زندان ته تیار کړه، د ورکړل شوي مودي له پوره کیدو سره د لښکرګاه په بازار کې د صراف د دوکان مخې ته د استخباراتو د مشر موټر ودرید او صراف ته یې باډيګارډانو ور ژغ کړل چې امیر صاحب دي غواړي. صراف مجبوره ؤ چې امیر صاحب ته راشي او دایې نه ګڼله چې امیر صاحب به د لس لکو روپو د ناحقه غوښتني خبره دومره ټینګه نیولي وي چې که وریې نه کړم نو بیا به یې ګوانتاناموته استوې.
صراف په ارامه د امیر صاحب په لور را روان شو، امیر ژغ پرې وکړ چې پیسي را واخله، هغه وویل چې دومره پیسي خو نلرم که مراعت وکړې زه هم کور او اولادونه لرم . زما دټول عمر خوارې اوګټه هم دومره نکیږې چې زه یې تاته درکړم. امیر صاحب چې پوه شو صراف روپۍ نه دي چمتو کړي نوخپلو باډیګارډانو ته یې امر وکړ چې موټر ته یې پورته کړۍ.
کله چې یې د استخباراتو ریاست ته یوړ، بې لدې چې د صراف محب الله د قریبانو سره اړیکه ونیسی امریکایانوته یې په لاس ورکړ او امریکایانو هم بې له کوم تحقیق او ثبوت څخه ګوانتانامو ته یوړ او کلونه کلونه یې دګوانتانامو په بدنام او جهنمي زندان کې تیرکړل.
امیر صاحب په یوه ټک دوه نښې وویشتلې، یو داچې د لښکرګاه ښار ټول شتمن یې وبیرول چې که دامیر صاحب د پیسو غوښتنه څوک ونه منې نو ځای به یې ګوانتانامو وې ، او بل داچې امریکایانو ته یې وښودله چې ستاسو ډیرمخلص او د طالبانو او القاعده(شتمنو) په نیولو کې تر تاسو زه زیات کوشش او زیارباسم، تر څوامیرصاحب د امریکایانو د ترحم وړ وګرځي او دهغوی څخه هم دبیچاره صراف په مقابل کې یوه اندازه ډالر ترلاسه کړي.
داسي ناخوالي ډیري دي زه ستاسو او منصور صاحب دکتاب ترمنځ پرده اوچتوم او د ده د نوي له چاپه راوتلي کتاب له منځه یې ځینې پیښې ستاسو مخي ته ږدم.
په باګرام کې اوله ورځ اوشپه: له چورلکې څخه يې راښکته کړم دوه امريکايانو کلک له مټو ونيولم او په تلوار تلوار يې روان کړم ، يوه امريکايي راته په استقبال کې مخې ته دپښوزولنې راورسولې او دومره يې تنګې تنګې وتړلې چې بلکل په کې تلى نه شوم ، لاسونه مې دسرخواته راباندې وغزول،، څه وخت پس مې دسرخواته غزيدلي لاسونه شخ شول غوښتل مې لاسونه دسرله خوا لږ راټول کړم او ترلږ راحت وروسته يې بېرته وغزووم خو مطلقې دلاسو له ښورولو سره دولاړ امريکايي له خوا په لرګي باندې په تشي او خايو کې دومره په زوره زوره ووهل شوم چې مااراده وکړه که لاسونه مې له شخي او درد څخه مات هم شي خوبل ځل به يې نه ښوروم .
مخامخ ولاړ عسکر دڅنګ عسکرو ته څه وويل:هغوى راجيګ شول اول يې زولنې راڅخه خلاصې کړې او بيايې دکاليو په ويستلو پيل راباندې وکړ ماغوښتل ترجمان ته ووايم چه دابې حيا او بې عزته کاردې نکوي که ددي مطلب داوى چه زه خپل وطني کالي دزندان په کاليو تبديل کړم نو په يوه خالي اطاق کې به يې په خپله تبديل کړم خودخلکو په مخ کې مې دې نه بربنډه وي خو مخامخ ولاړ امريکايي پرې نه ښودم چې خبرې وکړم څلور پنځه نفره امريکايانو مې دکاليوپه څيرولو او ويستلو داسې په حمله حمله لګياوو لکه دوږو درنده ګانو چې په ګير کړي ښکارحملې وي له کاليوبربنډ شوم او مخامخ شين سترګي امريکايي همدا نارې راباندې وهلې چې ماته ګوره ماته ګوره داکلمه دې امريکايي په پښتو زده کړې وه.
دمحقق وضعيت بدل شو قلم يې دکاغذ په سر وغورزاوه چوکۍ څخه يې جيګ کړم او لکه دضرب دعلامي په شکل يې په زنګنوباندې ودرولم او لاسونه يې راباندې پورته کړل ملا او لاسونه مې ډېر شخ شول محقق څخه مې دژباړونکي په واسطه وغوښتل چې بېرته به په عادي حال کينم او تحقيق ته به دوام ورکړې خومحقق يواځې دانه چې منفي ځواب راکه بلکه درشخندپه لهجه يې راته وويل:چې زمالاسونه او ملا خو نه ده شخه شوې او ستا په شخېدو او دردو دنه رحم کولو برسېره لذت هم اخلم ځکه زما يو خوږ ملګرى دستمبر په يولسم تاريخ ستاسو په حمله کې وژل شوى اوس زه ستا په دردو دخپل انتقام تنده ماتوم.
دتحقيق په جزاګانو سربيره داوسيدو په اطاق کې خوب او کېناستو ته هم نه پرېښودل کېدم اولس شپې او ورځې خوب ته پرې نښودل شوم او هميشه به ولاړ وم پښې مې راپړ سېدلې وې او دډېرې بې خوبۍ له لاسه هره دقيقه راته يوه ورځ وه کله خوبه له ډېرې بې خوبۍ څخه بې اختياره په ځمکه راولويدلم اوويده به شوم خو عسکرو به چې ويده وليدلم نو دروازه به يې راخلاصه کړه او له لاسونه به يې پاس په چت پورې داسې رقم رازوړند کړم چې تنها دپښو غټې ګوتې به مې په ځمکه لګېدلې او بس دې رازوړنديدوبه په مرګ کړم فرياد به مې کاوه خو فرياد به ددې په ځاى چې ګټه راته وکړي عسکر لا راته په قهر کاوه يوساعت وروسته به بېرته له زوړندېدو خوشې شوم لږ زنډ به ولاړ ووم بيابه دخوب څپو يوخوا بل خوا زنګولم او سترګې به مې پټې پټې کېدې اکثره وخت به مې لاسو باندې سترګې خلاصې نيولې ترڅو ويده نه شم او په ځمکه ونه غورزېږم.
عسکر راغى له جيب څخه یې دوه زولنې راوويستلې د دواړو زولنو په يوه يوه طرف يې زما لاسونه راوتړل او دزولنو دوه نور طرفونه يې پاس دچت له پنجرې سره په داسې شکل وتړل چې تنها زما دپښو غټې ګوتې په ځمکه لګېدې او نور ټول رازوړند ووم لاسونه مې هم ښى او کيڼې خواته دډېر ازاد والي له امله کشکول، عسکر يوه کمپله راوړه او زما له سر څخه يې تاؤ را تاؤ کړه داطاق دروازه راپسې راقلف شوه او عسکر لاړه څه شېبه وروسته مې ساه په کمپله کې دومره پتنګ شوه چې تنفس مې نه شو اخيستلى ماغوښتل چې کمپله لږ له خولې او پوزې څخه لرې کړم ترڅو لږ تنفس واخلم ځکه ساه مې نوره په اخري اندازه پتنګ وه ليکن لاسونه مې پاس تړلي وو او دسر په يو خوا بل خوا ښورولو هم ونه توانېدم چې کمپله لرې کړم پوه شوم چې نور بې هوشه کېږم او ممکن مړ شم نو ځکه مې په زګروي او نارو پيل وکړ ترڅو عسکر راخبر شي او کمپله راڅخه لرې کړي نارو سره سم دعسکر دپښو دربى شو داطاق ددروازې قلف يې راخلاص کړ زه خوشحاله شوم چې او س به مې له سرڅخه کمپله لرې، عسکر اطاق ته له را داخلېدو سره په تشي کې په پوره زور سره په لغته ووهلم او بيايې ټول ځان يوځلې زما په ښي لاس او بل ځلې زما له کيڼ لاس رازوړند کړ ما تنها الله اکبر ويل او بس په همدې الله اکبر ويلو کې بې هوشه شوم ،يو وخت چې په هوش کې راغلم ګورم چې په خوله او پوزې مې ماسک تړل شوى دى.
دتحقيق خونې ته بوتلى شوم دمحقق وضعه نورمال معلومېده داول ځل لپاره يې راسره دژباړونکي په واسطه ستړي مه شي وکړه ماورته وويل:حالت مې ډېر خراب دى دا ډېر وخت کيږي چې عسکر مې خوب ته نه پريږدي له لاسو مې رازوړندوى په سوکانو لغتو مې وهي، محقق خبره راباندې راغوڅه کړه او په مسکا سره يې وويل:ته خو ډېر بيداره معلومېږې په تاخو هيڅ نه دي شوي. محقق يوبيسکوټ راته راوړاندې کړ خوماوانخسته بيا ژباړونکي يو بوتل اوبه راکړې چې يې وڅښه ماپه څنګ کې کرارې کېښودې ژباړونکي راته وويل:ولې زمونږ له لاسه څه نه خورې له مونږ سره مروريې ماورته ووېل: روژه مې نيولې اوس څه نه خورم ستاداوبو بوتل به اطاق ته له ځان سره يوسم هلته به يې په روژه ماتي کې وڅښم ژباړونکي وويل:ته خبر نه يې چې نن اختر ده ماله دې خبرې اورېدو څخه استفاده وکړه او محقق ته مې دژباړونکي په واسطه وويل:چې نن خو دمسلمانانو اختر ده نوي نوي کالي اغوندي ښه ښه طعامونه خوري دخپلو دوستانو کوروته داختر مبارکۍ لپاره ځي زه که څه هم له دغو ټولو شيانو څخه محروم يم خوکه ته عسکرو ته هدايت اوکړې چې مانن شپه خوب ته پريږدي نو دابه زمالپاره داختر خوشحالي شي.
په ګوانتانامو کې اوله ورځ اوشپه: عسکرو له مټو ونيولم شل ديرش قدمه وړاندې يې په زينوباندې پاس دوهم منزل ته وخيژولم هلته يې په يوه تشناب کې ودرولم قميص اوپرتوګ يې دواړه په قينچې راباندې څيري کړل زه هماغسې بندې سترګې او غوږونه په زنځيرو بندپه بند تړلى لوڅ لغړ پاتې شوم له پاسه يې يخې اوبه راباندې راخوشې کړې او په يوداسې غټ برش باندې يې مينځلم چې عموماً يې خلک دحيواناتو دمينځلو لپاره کاروي خوبې له شکه چې دې بشردوستانو مونږ ته د حيواناتو په نظر کتل بلکه بې له مبالغې نه يې له حيواناتو څخه لس چنده زيات بدسلوک راسره کاوه.
څلورمه قيصه: يو ورور چې عبدالرحمن نومېده او دالجزاير تابعيت يې درلوده مخکې له دې چې بندي شي دتندي څخه لږ پورته په سر باندې زخمي شوي وو او دنيول کېدو په وخت کې يې زخم لا تازه وو او دوايي او علاج ته يې ضرورت درلوده چونکه دې بشر دوستانو بې له يوڅو وچو ګوليو نور څه نه ورکول ددې ورور زخم ورځ تر بلې خرابېده چې بالاخره دده دليونتوب سبب شو دخبرو څخه مکمل پاتې شو .دتعجب بلکه دنه منلو خبره خوداوه چې پس له شپږ کالو يې زخم لا تازه وو او په تندي باندې يې زېړ نو راروان وو چونکه داورور لېونى شوى هم وو او دنظافت مراعت يې نه شو کولاى نوچې دچابه دده په زخم،وينو اونو، چې په خيرنو ويښتانو به راروانې وې سترګې ولګېدې نو بې اختياره به دده په مظلوميت ژړا ورتله او تر زنډه به يې چق چق ورته کاوه دې ورور په خپله خبرې نه شوې کولاى خوله نورو ملګرو څخه مې اورېدلي وو چې اوس يې هم په سرکې يوه چره يا پرزه پاتې وه او دمازغو سره يې وينه ګډه شوي وه. عبدالرحمن خپل سر په ديوال ديوال وواهه بندیانو عسکر راخبر کړل عسکرو له اطاق څخه دباندې راويسته سرې وينې يې په سر اومخ راروانې وې عسکرو په تسکره کې روغتنون ته انتقال کړ بياپرې خبر نه شوو چې څنګه به شوي وي .
پنځمه قيصه: ملامحمدفاضل آخند چې داروزګان ولايت اوسيدونکي او دامارت اسلامي يو مخ کښ مشر وو پوره يوه مياشت په دوام داره توګه سره تحقيق ته بیول کېدي، سهار وختي به دتحقيق لپاره يوداسې اطاق ته بوتلى شو چې کاملاً به بند وو داطاق په منځ کې به دوسپنې يوه حلقه وه چې دکوټې په غولي پورې به په سيمټو کلکه وه دى به په دې حلقې پورې په زنځيرو داسې کلک کلک وتړلۍ شو چې بلکل به يې يوطرف ته هم حرکت نه شو کولاى . محقق به راغى او فقط دومره به يې ورته وويلې ملاعمر راښيې او که نه؟ ده به چې کله داخبره واضع کوله چې زه څه قسم دلته ملاعمر دروښيم داخو بلکل ممکن نه ده نو محقق به خبره ورباندې غوڅه کړه چې ډېرې خبرې مه کوه ياهو ووايه او يانه او ددې خبرې له ويلو سره به محقق لاړه دجزا لپاره به مؤظف عسکر راغلل او هغه لوى ايرکنډېشن به يې چې داطاق په چت کې لګول شوى وو چالانده کړ. يو، دوه ساعته وروسته به اطاق دومره يخ شو چې بيان يې نشي کېداى بيابه مؤظف عسکر راغلل او دده په سرباندې به يې يخې اوبه چپه کړې چې دده په سر او ګيرې به يخې شوې تر ماښامه پورې به همداسې تړلى وو يو طرف ته به يې هم حرکت نه شو کولاى او عسکرو به ساعت په ساعت يخې اوبه پرې اچولې او دده په بدن به يخى کېدې دنورو شکنجو په څنګ کې دې شکنجې هم يوه مياشت دوام وکړ.
په ګوانتانامو کې دروحي امراضو اسباب:امريکايانو دبنديانو دروحي تکليفو پيداکېدو لپاره داطريقه کاروله چې يوبندي به يې يوځلې ښه خوشحاله که دخلاصي زېرى به يې ورکړ او حتى ځيني ملګري به يې ترميدان هوايي او طيارو پورې هم بوتلل ترڅو په خپله ازادي ښه مطمئن شي بېرته به يې واپس بندو قفسو ته راوستل چې دابه دبنديانو لپاره لکه نوې بنديخانه داسې شوه او په ذهنو به يې ورته مکمل منفي اثر کاوه.
دسره صليب په واسطه معلومات ټولول: سره صليب به له بنديانو څخه کورو ته ليکلي خطونه ټول کړل بيابه يې دشوي پرتوکول په اساس امريکايانو ته وسپارل امريکايانو به خطونه دترجمان په واسطه کنټرول کړل او بېرته به يې سره صليب ته دخطو له سپارلو سره دا وظيفه هم ور وسپارله چې دبنديانو هغه اسرار چې امريکايان يې له بنديانو څخه سره له ډېرو کوششو په اخستلو کې ناکام راغلي دبنديانو له اقرباءو او وطن دارانو څخه په غير مستقيم ډول راټول او بيايې امريکايانو ته وسپاري امريکايانو به سره صليب ته دبنديانو هغه موضوعات مشخص کول چې دوى به يې په باره کې معلومات غوښتل سره صليب به دبنديانو قريبانو ته خطونه وسپارل او هغوى ته به يې ځانونه ديوې بې طرفه خدمتي موسسې کارکونکي معرفي کړل هغوى به هم صميمانه مننه ترې وکړه او دخپل بندي دحال معلومولو په مخه به يې دمجلس لړۍ ورسره اوږده کړه سره صليب به کرا کرا مجلس دهغو موضوعاتو په لور راڅرخاوه چې له شپو شپو به ورته انتظار وو چې په پايله کې به يې کله مثبت او کله منفي ځواب دذهن په تبراق کې واچاوه او امريکايانو ته به يې تسليم که دامريکايانو دمعلومات ټولو لو دالين که څه هم چې ډېر مخفي او پوښلى وو او تر ډېره وخته بنديان نه وو پرې خبر خو وروسته بنديانو ته دومره افشا شو چې بنديانو به سره صليب ته دمحقق په سترګو کتل ډېرو بنديانو دسره صليب له لارې خطونه استول بند کړل او له زندان څخه خلاص شويو بنديانو دنورو بنديانو قريبان له دې مخفي دام څخه خبرول تر څو په کې په بې خبرۍ سره ونه نښلي، ددې لپاره چې سره صليب څه معلومات او دکوم بندي معلومات امريکا يانو ته ورکړي ډېر شواهد شته دبيلګې په طور يوعرب ورور چې نوم يې سالم وو او دبنديانو په منځ کې په سالم شناب باندې مشهور وو خپله قيصه کوله چې ترډېره وخته پورې امريکايان زماله سابقې څخه خبر نه وو تنها ديوه عام مجاهد په صفت يې راته کتل او ډېره عادي دوسيه مې وه بلاخره مې سره صليب ته خط په لاس ورکړ چې زما فاميل ته يې يوسي سره صليب زماخط زما فاميل ته وسپاره او له هغه طرفه يې له ځانه سره دوه شيان راوړل يو يې ماته دخط ځواب راوړ او بل يې امريکايانو ته زما په باره کې داسې معلومات راوړل چې زه داسامه بن لادن موټر چلونکي ووم، امريکايانو ددې خبر له اورېدلو سره دتحقيق لړۍ راباندې ګرمه کړه رنګارنګ سزا ګانې راباندې پيل شوې ترڅو دغه مذکوره دنده په ځان ومنم ماغوښتل ځان ته معلومه کړم چې له کومې منبع څخه دوى دامعلومات ترلاسه کړي خومحقق يې له راښودلو څخه ډډه کوله اما ترجمان راته له محقق څخه په پټه له خپلو ګوتو دصليب علامه جوړه کړه او پوه يې کړم چې دامعلومات سره صليب په لاس ورکړي بلاخره پوه شوم چې اوس له ورخه اوبه تېرېدي نو ځکه مې ورته ومنله چې بلې، هو زه داسامه بن لادن موټر وان ووم چې ددې تور صليب له لاسه مې دومره دوسيه غټه شوى.
له حجرې تر پنجرې کتاب چې په اسلام آباد کې د طالبانو دسفیر ښاغلي مولوي عبدالسلام ضعیف په سریزه (هراړخیزنظر) سره پیل شوی او دصافي علمي خپرندویه ټولني لخوا په ۱۳۵ پاڼو کې خپور شوي، ډول ډول معلومات پکې را ټول شوی دې چې دلته یې په لنډیز سره راوړل هم لیکنه غزوي.
پای