د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يو غزل

جاوید احمدزی 09.09.2011 02:15

تصور کې دی ستا تصویر خوږې پښتنې
زړه هم تا پسې زهير خوږې پښتنې
غبرګې سترګې شولې لېچن په تمه تمه
کله ختميږی دا شوګير خوږې پښتنې
شوخه ځواني دې را نه جوړه کړه غزلبول
ماښام،ماښام کې شم دلګیر خوږې پښتنې
ستاسو مالت کې باران چې ته باران بولی
زما د اوښکو دی بهیر خوږې پښتنې
د پښتون ژبه ، ژبه وی تر مرګه پورې
دا ژمنه ده د يو حقير خوږې پښتنې
نه ګورم مرات له يواځې پکښې ته ښکاری
اوس بند يم د فکر په زنځير خوږې پښتنې
د سوالګر سوال ومنه يا د زړه خبره
چې څه کیږی تن په تقدير خوږې پښتنې