د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

"د پښتونستان واټ به د مصر د تحرير په ميدان واړوو"

پژواک خبري اژانس 08.09.2011 10:17

معترضو کانديدانو د ارګ مخې ته خېمه ووهله

کابل (پژواک ١٦ وږى ٩٠): يو شمېر معترضو کانديدانو چې له ميدان ښار راغلي وو، نن په کابل ښار کې د ارګ په مخ کې خېمه ووهله.هغوى تېره ورځ پلي له ميدان ښار نه د کابل پر لور حرکت وکړ او ادعا يې کوله، چې له پنځو زرو زيات پلويان لري او يو شمېر يې وسله هم لري او که چېرې يې پوليس ښار ته د ننوتو مخه ونيسي، له مقاومت سره به مخ شي.

خو کله چې د پژواک خبري اژانس خبريال د ارغندي چوک ته ولاړ، ويې ليدل، چې نږدې لس کانديدان او د هغوى ٢٠٠ پلويان موجود وو.

معترضينو تېره شپه په ارغندي چوک کې تېره کړه او نن سهار (د وږي ١٦مه) يې د کابل پر لور حرکت وکړ، هغوى کمپنۍ ته نږدې ساحې پورې پلي راغلل او وروسته په خپلو موټرو کې د جمهوري رياست د ارګ مخې ته ولاړل.

د پژواک خبري اژانس د خبريال د راپور له مخې، معترضينو نن له غرمې وروسته د يوې بجې په شاوخوا کې يوه خېمه چې نږدې ١٢ متره اوږدوالى او شپږ متره سور لري، ودروله.

يوه معترض کانديد داوود سلطانزوى وويل، چې هغوى دغه خېمه د ځانګړې محکمې د پرېکړې د نه پلي کېدو په اعتراض کې درولې ده.

نوموړي، چې د ځانګړې محکمې له خوا له ٦١ نورو کانديدانو سره ګټونکى اعلان شوى، ادعا وکړه، چې د ٩ کانديدانو په اړه چې اوس يې ولسي جرګې ته لاره موندلې، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پرېکړه غير قانوني ده او دا کار د سياسي معاملو له مخې ترسره شوى دى.

د غزني ولايت معترض کانديد سلطانزوى، چې په دې ٩ کسانو کې شامل نه دى، زياته کړه چې د ځانګړې محکمې پرېکړه بايد د ټولو ٦٢ کانديدانو په اړه پلې شي او هغوى بايد جرګې ته لار پيدا کړي.

هغه خبردارى ورکړ: ((که چېرې زموږ غوښتنه ونه منل شي، موږ د هرې ورځې په تېرېدو سره له اوسنۍ خېمې سره يوه – يوه خېمه ورزياته کړو.))

دغه خېمه د ارګ د سوېلي دروازې په خوا او د افغانستان بانک او پښتونستان څلورلارې ته څېرمه درول شوې ده.

د دې سيمې شاوخوا د ماليې، کانونو، عدليې وزارتونه او سرينا هوټل، چې ډېرى ورته بهرني مېلمانه راځي، پراته دي.

 همدارنګه د پښتونستان په څلورلارې کې د خلکو او موټرو ګڼه ګوڼه هم زياته وي.

د پښتونستان څلورلارې، له غرمې مخکې له ١١ بجو نه تراوسه (١:١٥) د ترافيکو پر مخ تړلې او ترافيکو د موټرو لاره بدله کړې ده.

د کوچيانو استازي حاجي عبدالقادر، چې هغه هم په ٦٢ ګټونکو کانديدانو کې شامل دى، وويل: ((که چېرې د ځانګړې محکمې پرېکړه عملي نه شي، زموږ لاريونونه به پراخ شي.))

هغه زياته کړه، چې هغوى په کوم غير قانوني عمل لاس نه پورې کوي، بلکې غواړي خپل غږ پورته کړي، چې د دوى حق تر پښو لاندې شوى دى. 

له غزني ولايت نه بل ګټونکي کانديد عبدالجبار شيلګري وويل، چې که چېرې يې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ويل شي، نو هغوى به د اوبو د فوارې سيمه د مصر د تحرير په ميدان بدل کړي.

څه موده مخکې د مصر د ولسمشر حسني مبارک د حکومت مخالفينو، د دې هېواد د پلازمېنې قاهرې په تحرير ميدان کې پرله پسې لاريونونه وکړل، څو چې د مبارک حکومت ړنګ شو.

شيلګري، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس او د دې کمېسيون اووه کمېشرنان د ٦٢ ګټونکو کانديدانو په اړه په معامله ګرۍ تورن کړل؛ خو د هغوى نومونه يې په ډاګه نه کړل.

په اوسنۍ اعتراضيه غونډه کې د لسو معترضو کانديدانو په ګډون سلګونه تنه ګډون لري، يو شمېر يې خېمې ته د ننوتو په حال کې وو او يو شمېر نور له خېمې بهر وو.

دغه غونډه له غرمې وروسته يوه نيمه بجه پاى ته ورسېده، لاريون کوونکو سيمه پرېښوده او يواځې کم شمېر معترض کانديدان په خېمه کې پاتې شول.

د يادونې وړ ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون تېره مياشت د ولسي جرګې د تېر کال د ټاکنو ٩ معترض کانديدان بريالي اعلان کړل او هغوى د کوچني اختر په پنځمه ورځ په جرګه کې د وفادارۍ لوړه وکړه.

خو له قانون نه د ملاتړ ايتلاف، دا کار نظامي کودتا وبلله او له دې کار سره يې مخالفت وکړ او خبردارى يې ورکړ، څو چې له ولسي جرګې نه حذف شوي ٩ تنه (د هغو وکيلانو پر ځاى چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا بريالي اعلان شوي) جرګې ته پرې نه ښودل شي، هغوى به په غونډو کې ګډون ونه کړي.