د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جالب خبر

حبيب الله غمخور 08.09.2011 00:15

ژباړن : حبيب الله غمخور

ويستې .رو(vesti.ru)

http://www.vesti.ru/videos?vid=358949

ديوجاپاني شرکت رئيس غواړي دسپوږمۍ په کره کي دپيڅې پخولورستورانت جوړکړي .

دسپوږمۍ په کره کښي دپيڅي پلورلولمړنۍ فضايي رستورانت جوړېږي .

داخبره پيڅې پخولوديوه جاپاني شرکت رئيس وکړه .

سره لدې چي دوي يعني جاپانيان تراوسه دسپوږمۍ کرې ته نه دي پورته سوي ،خوبيائي هم دسرمايدارانوپه په مغزوکښي داسي خيالونه ورگرځی.

دپيڅې جاپاني شرکت((Domino's Pizza )) دپيڅې پخولودرستورانت جوړولوپر پروژه باندي تير کال کار پيل کړئ دی . پدې شرکت کښي تراوسه څوک ددې رستورانت دپرانستلو نېټه نسي ويلاي ، خودوي وايي چي دلته به هم دځکمنيو رستورانوپشان په ديرشودقيقوکښي پيڅه پخيږي .

دوي باورلري کله چي دپيڅې پخولورستورانت پرانستل سي پدې رستورانت کي به دپيڅې خوړونکو کمۍ ونه ليدل سي.

د((ويستي رو))تلويزيوني پروگرامدوياند په وينادداسي رستورانت جوړولولپاره ۲۱ ميليارده ډالروته اړتياليدل کيږي.

دژباړونکی يادونه:

د سرمايدارانو دا خيالونه اودنړيوالو دغوڅ اکثريت د لوږی نه مرگونه ، دا د دې ټولنيز اقتصادي نظام دعدالت يوه روښانه بېلگه ده.

پدې باوريم چي دعلم اوتخنيک دپرمختگ په پايله کښي به په رښتياسره هم يو وخت دپيسو خاوندان خواړهدسپوږمۍ په کره اويانوروهوايي گرځنده رستورانتونوکي خوری .

دروان کال داگست دمياشتي پر ۲۶ مه دامريکاږگ اشناراډيوپه ويب پاڼه کي خبرخپورسوچي روسيه خيال لري په فضاکي رستورانت جوړکړي .

په خبرکي راغلي وه : د روسیې یوه کمپنۍ چې غواړي په فضا کې د سیلانیانو لپاره هوټل جوړ کړي، خپل پلان دعامو خلکو سره شریک کړیدی. دغه کمپنۍ وایي چې تر 2016 میلادي کاله پورې به په مدارکې هوټل جوړ کړي او تر 2030 میلادي کاله پورې به مریخ ته خلک په چکر بوځي.