د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ازاد شعر

محمد کبیر صافی 07.09.2011 13:36

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

اوف… زمــــــا مـــینې چــــــــــــیرته؟
یو د مینې کــــــور ځــان ته ودان کــړو
داخــــتیار داســــــــــــې ژونـــــدون وای
په ســـــــکون کـــــې لوی خــوزون وای
د ژړا ورســــــــــــــته خــــــــــــندا وای
دسبــا لــــــــــــپاره بل ځـانته مــشال کړو
یـــوفـــــــضآ د اذادی او د خــــــوښې وای
د ګل او د بــــــلبل خـــــوږه خــــــندا وای
نه ګـــــــناه اونه خـــتا زمـــا او ســـتا وای
ددنـــــیا ورک داســــــې ژوندون کـــړو
له خـــــــــوږو نه تـــــــــــرخه ښــه وای
خــــــواږه نــــــور هــم له خـــــواږه وای
دا په خـــپلوکــــی پردی دنــــیا به نه وای
هـــم به جـــــوړ ځان ته دا جــــــــهان کړو
زمــــــــــــــا لاس ســـــتا تور زلــفان وای
ســــتا په خـــــوله خــــندا خــــندا وای
نه جــــامـــــــونه نه ســـــاقـــــــــي وای
د مــــینې میــــــکده کې ځان خومار کړو
نه د ګل ســـــــره اغــــــــــــــــــــزی وای
نه د جــــــــــــــــام ســـره ســــاقي وای
نه د بـــــــــل د ســـــــــــــــوز آواز وای
دا دویر جـــــــــــهان ځان ته خـــندان کړو
نه دســــــــروشــــــنډوســـــــــودا وای
نه دلال وای نه ریبــــــــــــــــــــــار وای
((صــــــــافیه)) یو زه یو مـــــی جانان وای
دا جـــــــهان به یو د صلحې ګلــــستان کړو